سرچینه: بېلابېل انګلیسي سایټونه

په افغان جګړه د بهرنیو هېوادونو له خوا د ټولو لګښتونو لست په افغان حکومت پسې حسابېږي، خو دا به پدې معنا نه وي، چې ګنې په افغان حکومت کې هم فساد نشته او ورکړل شوې مرستې ټولې په سمه بڼه لګول شوې دي.

نړیوالې رسنۍ وایي، بهرنیان په افغانستان کې شل طالبان په یو بیلون ډالرو وژني، چې پدې کې له هماغه بهرني هېواده بیا تر افغانستانه د بهرنیو عسکر راتلو او په طالب د یوې مرمۍ له ټک تر نورو ټولو مصارف پکې حسابېږي.

ځکه خو په افغانستان کې د بهرنیانو پر جنګي تګلاره ډېر انتقادونه هم کېږي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو او محاسبو په اساس که چېرې په افغانستان کې د ټولو طالبانو د پوپناه کولو په همدې اوسنۍ تګلاره مخته تګ وشي، نو دا به ۱،۷ بیلیون ډالرو ته اړتیا ولري، چې په اوسني بحراني حالت کې چې د اروپا اقتصاد تر بل هر وخت ډېر له کړکېچونو سره مخ دی څه اسانه نه ښکاري.

سره له دې چې پنټاګون په افغان جګړه کې د لښګتونو یوازې هغه ښکاره ارقام څرګندوي، مګر د وروستیو څېړنو په اساس معلومه شوې، چې د هر طالب د وژلو بیه بهرنیو هېوادونو ته ۵۰ میلیون ډالره تمامه شوې ده او دا ښیي، چې پنټاګون د افغان جګړې له پیله تر ننه د خپلو مصارفو حاشیه پټه ساتلې، چې د ناټو مصارف تر دې ډېر لوړوي.

شنونکي وایي، د همدغو لوړو مصارفو او په نړۍ کې د اقتصادي بحراني حالت د ودوې له وېرې امریکا او بریتانیا په یوې طرحې کار کوي، چې څنګه طالبان له افغان حکومت سره د سولې په نوم یوځای کړي، خو د افغان حکومت د ځینو ځانګړو شرایطو له وجې تر اوسه د سولې په اړه د طالبانو دریځ ډېر واضح نه برېښي او حالت په پخواني ډول دي.

طالبان چې دا مهال په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي د مالي منابعو څرګندول یې ډېر اسانه نه ښکاري او وروستیو پېښو ته په کتو طالبان ځان ځواکمن احساسوي او همدا ده، چې د افغانستان د موضوع حل یوازې او یوازې له نظامي لارې ورته ښه ایسي او په همدې برخه یې تاکید هم زیات دی.

د ناټو چارواکي وایي، دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۵۰۰۰ طالب جنګیالي په جګړه بوخت دي، چې د جګړې له لارې د ټولو له منځه وړل به له یوې خوا د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې له حوصلې وتلې خبره وي او له بلې خوا به د نړیوالو په مات او ګوډ اقتصاد دا کار ناشونی وي.

همدې فکتورونو ته په کتو اوس نړیوال او په ځانګړي ډول امریکا او بریتانیا د قطر د دفتر له لارې په دې لټه کې دي، چې د طالبانو موضوع نور یو طرفه کړي.

د متحده عربي اماراتو رسنۍ وایي، که څه هم طالبان په قطر کې ځان د سیاسي دفتر په پرانیستو سره داسې ښیي، چې ګواکې اوس په کلي ډول د پاکستان له اغېز بشپړ خوندي شوي، خو د امریکا له اغېزې یې په خوندي کېدو ځکه شکونه پرځای پاتې دي، چې له ولسمشر کرزي سره د جان کیري وروستۍ څرګندونې یې ښه بېلګه یادېدلی شي.

په طالب پسې د افغانستان له سرحدونو بیرون وتل او په نطفه کې د هغوی هر یوه په ختمولو ان کېدای شي دا لګښت تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو لوړ شي، مګر هغوی چې په مستقیم ډول په افغانستان کې د جګړې د غځولو لپاره بوخت ساتل شوي دي د نړیوالې ټولنې لپاره یې یوازې بوخت ساتل هم د ګاونډیانو په شمول د ځینو نورو هېوادونو هغه ارمان ترسیمولی شي، چې امریکا او متحدین یې پدې ډول له پښو وغورځوي.

امریکایي رسنۍ وایي، د سپینې ماڼۍ یو شمېر سلاکاران اوس هم په دې عقیده دي، چې طالبان یوازې د شکست له لارې له صحنې اېستلی شي، خو ځینې نور یې بیا دا نه مني او په اوسني بحراني اقتصاد افغان جګړه پرمخ وړل ورته اسانه نه ښکاري.

په افغان جګړه کې د نړیوالې ټولنې بوختېدل یوازې دا معنا هم نه لري، چې ټول وخت دوی د لګښت په حال کې دي، بلکې له دې جګړې ځینې مشخصې ګټې هم ترلاسه کوي، چې په یو او بل نوم یې له افغانستانه وباسي. د بېلګې په ډول د نشه یي توکو پرضد د مبارزې ډنډورې دي، پداسې حال کې چې دا پخپله د بریتانیا په شمول د ګڼو نورو متحدینو یوه هغه لوبه ده، چې هر کال له همدې لارې په ملیاردونو ډالره ترلاسه کوي.

د پنټاګون هر میاشتنۍ راپور ددې دلیل وي، چې افغان جګړه یې له حوصلې د وتو په حال کې ده او باید یو طرفه یې کړي. بل پلو افغان حکومت هم د روانې جګړې د هواري په هڅو خوښ ښکاري، خو ټوله اندېښنه یې له دې ده، چې هسې نړیواله ټولنه ځان له صحنې پرشا کړي او حالات یو ځل بیا ۱۹۹۰ کلونو ته وروګرځي، چې ډېر وخت په نړیوالو کې هم ځینې مافیایي کړۍ ورته اماده ښکاري.

د هر طالب د سر بیه هغه وخت لا تر دې پورته شوه، چې په افغانستان کې د سولې په نوم بهیر پیل شو. دا بهیر چې په مستقیم ډول د امریکا او بریتانیا په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي د سولې په نوم له یو ځای شویو کسانو سره نغدي مرسته پکې کېږي. دې څه نه دا چې د طالبانو شمېر او ملاتړي کم نه کړل، بلکې یو شمېر سیمه ییزو مافیایي کړیو خپل کسان هم په طالبانو واړول او له دې لارې یې سلګونه میلیونه ډالره ترلاسه کړل، چې د طالب د سر بیه یې څو چنده کړه.

اوس لویه ستونزه داده، چې پنټاګون په روان ډول نشي کولای جګړه دوامداره وساتي او نور مجبور دي په یو نه یو ډول دې جګړې ته پای ورکړي، مګر دا ټول په جګړه کې د ناټو د ماتي په معنی هم نشي توجیه کېدلای.

ـ شاوخوا ۳۵۰۰۰ طالبان په افغانستا ن کې د نړیوالو ځواکونو په وړاندې مقاومت کوي.

ـ هر کال د نړیوالو ځواکونو په بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ـ سږ پنټاګون د افغان جګړې په لښګت کې د اتیا سلنه مصارفو په کموالي غور کوي.

ـ نړیوال ځواکونه هر کال په افغان جګړه ۲۰۰ بیلونه ډالره مصرفوي، څو ۲۰۰۰ طالبان پرې ووژني.

ددې ټولو باوجود نه جګړه یو طرفه شوه او نه نړیوالو ته په ارام زړه له افغانستانه د وتو چانس برابر ښکاري.

ددې حسابونو جزیات ښیي، چې که ټول سره راټول شي د هر طالب په وژلو به ۱۰۰ میلیون ډالره لګښت راشي، پداسې حال کې چې دا قیمت په ۲۰۱۰ کال کې ۵۰ میلیونه ډالره وو.

پدې اساس امریکا مجبوره ده، چې په افغان جګړه کې د هرو شلو طالبانو د وژلو لپاره یو بیلون امریکایي ډالره ولګوي.

وړاندې راپورونه خپاره شوي وو، چې دا مهال شاوخوا ۳۵۰۰۰ طالبان په افغان جګړه کې مصروف دي، خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، چې ویلي یې دي، په پاکستان کې افغان مدرسې د افغان جګړې لپاره تعطیل شوې دي، نو پدې اساس کېدای شي دا شمېر تر ۴۰۰۰۰ کسانو هم واوړي او لګښتونه هم ورسره پورته کېدای شي.

خو د ګاونډیانو سربېره د یو شمېر نورو مافیایي کړیو له خوا د طالب په نوم د ناراضیانو په نوم د کسانو تولید د جنګیالیو شمېر څو چنده نور هم لوړولای شي.

پدې جګړه کې د طالبانو سربېره ګڼو ملکیانو او بهرنیو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د یوناما د راپور په اساس د ۲۰۱۳ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۲۰ سلنه د ملکیانو په مرګ ژوبله کې کموالی راغلی دی، خو په ۲۰۱۲ ز کال کې د ۸۱ سلنې ملکي مرګ ژوبلې پړه د طالبانو پرغاړه اچول شوې وه او د پاتې شل سلنې پړه یې په دولتي او نامعلوم لوري اچول شوې وه.

د جګړې له پیله تراوسه د وژل شویو امریکایي ځواکونو شمېر تر ۳۰۰۰ کسانو اوړي، چې د ناټو د نورو متحدینو شمېر په یوځای کولو دا شمېر دوه چنده کېدای شي.

دا ټول ښیي، چې په جګړه کې اوښتي مالي زیاتونه، لګښتونه او ځاني تلفات لاسي هغومره چې دي نه ښوودل کېږي.

په طالبانو هوایي بمي بریدونه، نغدي انعامونه، په طالبان پسې هدفي الوتنې او نظامي ګزمو جزیات که ورسره جمع شي دا لګښتونه بیخي ډېرېدای شي. همدا اوس د امریکا له لوري افغانستان ته د ورکړل شویو جنګي الوتکو د یوې الوتنې مصرف په ساعت کې ۵۰۰۰ ډالره اټکل کېږي، چې د امریکایي ځواکونو الوتنې لا محاسبه شوي ندي.

ددې ټولو باوجود اوس دا هم اسانه نه ښکاري، چې ولسمشر اوباما دې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو عسکرو شمېر اعلان کړي. که څه هم ددې عسکرو د شمېر اعلان ددې لپاره ځنډول کېږي، چې د طالبانو د بریدونو د زور په وړاندې هماغومره عسکرو د پاتې کېدو پرېکړه وشي، خو پورتني دلایل هم نشي ردېدای.

بې پلانه، بې ترتیبه او په مافیایي ډول د بهرنیانو له خوا د افغان جګړې پرمخ وړل ددې باعث شوي، چې د هر طالب وژل نړیوالې ټولنې ته په څه باندې۵۰ میلیون ډالرو تمام شي او که حالت په همدې ډول پرمخ ولاړ شي دا لګښت تر ۱۰۰ میلیون ډالرو هم اوښتی شي.

ددې راپور په اساس د ټولو طالبانو د له منځه وړلو لپاره څه باندې ۱،۷ بیلیون ډالرو ته اړتیا ده، چې که نیمې هم په افغان ځواکونو، اقتصادي بنسټونو لکه د اوبو دوراني کولو، برېښنا کوټونو او د کلي او ښار تر منځ د اقتصادي، سیاسي او کلتوري واټن په کمولو ولګول شي د جګړې قرباني اړخ په ځان باوري او تکیه کېدلای شي، چې له یرغلګر اړخ سره مقابله وکړي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *