د کرښې هغې غاړې ته له پرتو پښتنو زرګونه نارینه و ښځینه د پنجابي ریاست له لوري نیول سوي او له هر ډول برخلیک مالومېدو پرته د زندان په تیاره خونو کي پراته دي. د دې ورکو پښتنو کورنۍ رسنیو ته وايي چي په زندانو کي له خپلو بندي کسانو سره لیدل ورته ناشوني دي او د هغوی د قضيې په اړه هم مالومات نه دي ور کول سوي. ګڼشمېر يې داسي هم سوي دي چي تر ډېري ورکېدا وروسته مړه موندل سوي او نه يې تر اوسه قاتل مالوم سوی او نه يې د جرم په اړه چا خوله چوله کړې.

دا روان ناورین هلته پر میشتو ولسونو نه له یوه کاله را په دې خوا کيده او نه يې لس کاله کېدل؛ بلکي د پنجاب د ازادۍ له اوازې سره همدا د ظلم بنسټ ښودل سوی او تر ننه په پوره شدت ادامه لري. له نورو ولسونو سره د پنجاب دغه ډول رویه ستر پاچاخان بابا ته مالومه وه له دې امله يې د لوی هند د ویش مهال ویلي وو چي موږ مو لیوانو ته ایله کړو.

تر کرښې هاخوا یوازي پښتانه هم نه دي چي د پنجاب تر ستم لاندي دي، بلکي هلته بلوڅ، هزاره او سینديان هم تر سختو ظلمونو لاندي ژوند کوي. له بلوچستانه په لسګونو زره بلوڅان د پنجاب شیطاني استخباراتو ورک کړي دي او د هزاره وژلو ته يې د سعودي وهابي رژيم په مالي کومک د سپاه صحابه په نوم وژونکې ډله جوړه کړې او په ځلونو- ځلونو يې د هغوی مذهبي مراسمو کي ځان مرګي کړي او سلګونه کسان يې هر وار په وینو ورته لمبولي.

د ۲۱ پيړۍ په دې موډرن دور کي د سیند د اوسيدونکو د ژوند بڼه داسي ده لکه هغوی چي د دې پير بیخي نه وي. د یوه خان په مشري لویه سیمه اداره کېږي او هغه خان يې بیا د پنجاب غلام وي، په سیمه کي هر څه د خان وي او تر هغه ور لوړ بیا هر څه د پنجاب دي. وډيره په ژوند کي هر څه لري، زامن او لوڼې یې زدکړې کوي او دا د ژوند نعمتونه بیا نورو ته حرام ګرزول سوي.

پنجاب نه یوازي دا چي پښتون، بلوڅ، هزاره او سیندی خپل ملت نه بولي، بلکي انساني حقونه يې هم نه مني او له دې امله يې هره ورځ په لسګونو کسان ورته وژني هم. د پنجابي واکدارو یو لورته له ولس سره دغه حال دی، بل خوا بیا له نژدې ګاونډیانو سره هم هر وخت په شخړه اخته دي. له هند سره د کشمیر پر سره لسګونه کلونه کېږي چي سره ښکر په ښکر دي، له  ایران سره يې د مالک ريګي او د هغه د ډلې په وسیله جنګ مخته وړی چي ایران د مالک او د هغه د ورور په وژلو د هغوی ټوله ډله منځه یووړه. په بنګلدیش کي يې سیاسي ګوند جوړ کړی او د هغوی په سیاست کي لاسوهنې کوي، هر کله چي بنګال پر یو چا شواهد موندلي نو هغه يې د غدارۍ په تور سمدستي وژلی دی. نژدې وختونو کي يې مثالونه موندلای سو چي ټولو رسنيو يې خبرونه خپاره کړل. له افغانستان سره نیابتي جګړې ته يې تر مذهبي نوم لاندي دا نیمه پيړۍ کېږي چي دوام ور کړی او په ډېره سپين سترګۍ د افغانانو په چارو کي مداخله کوي.

پنجابیان د انګریز شاګردان دي، لومړی د هر قوم او سیمې په اړه مطالعه کوي، د هغوی د ضعف نکات مالوم کړي او بیا يې پر نبض ګوته ور ږدي. د پښتنو له ناخبري او سختي مذهب پالنې يې هر وخت ناروا ګټه تر لاسه کړې ده. پاکستان کي دوه مذهبي ګوندونه دي چي د دواړو رهبري د پښتنو په لاس کي ده او تل د اسلام د نفاذ چیغې وهي خو تر ننه يې د خپل شعار لپاره يو ګام هم وړاندي نه دی اخیستی. دا ګوندونه او رهبري يې دواړه د پښتنو د خطا ایستلو لپاره جوړ سوي او تر اوسه يې خطا کړي هم دي.

بلوڅ او سیندی يې دواړه په قومي ټکیدارانو ایل کړي ول او له وخته يې د هغوی پر سر ملکان واکمن کړي او د ملک واګي يې بیا په خپل لاس کي نیولې. په بلوڅو او پښتنو کي پخوا د قبیلو ترمنځ شخړو ته هم پنجاب لمن وهله او په لوی لاس يې خلګ سره ویشل، دوی خلګ سره ویشل او بیا يې په دې توګه د ایلولو کوښښ کاوه. پنجاب جوړ سوی هم تر جعلي شعار لاندي، د جعلي مشرانو په رهبري کي او د جعلي کارونو د پر مخ بیولو لپاره.  دوی د پاکستان کا مقصد کیا؟ لا اله الله! شعار د همدې لپاره ور کړ چي دلته پراته ولسونه په وغولوي. دا مذهب پر بنسټ باندي نه په اسلام کي له پيله د یوه هیواد جوړېدل اصولا سته او نه يې ځمکني حقایق مني. علي جناح تر اوسه مالوم نه دی چي د کوم مسلک سره يې اړه در لوده، ولي يې پر دې مذهبي بنسټ د هیواد خښته کښېښوده؟ د هغه د مجهول شخصیت او مجهول فکر له امله نن د پنجابي ریاست له لوري د هغه په اړه حقیقتونه ویل او را سپړل جرم بلل کېږي. پنجاب نه یوازي په خپل هیواد کي د نورو ولسونو په وړاندي د ترهګرۍ اعمال تر سره کوي، بلکي نورو هیوادونو ته هم ترهګري صادروي. پنجاب د ترهګرۍ د تولید کارخانه ده، له دې امله يې په کور کي دننه ولسونه ترې تنګ دي او په بهر کي نور هیوادونه هم. په اروپا کي سوي بریدونه هم هغو کسانو کړي چي د پنجاب تر چتر لاندي يې همدلته د دې جعلي کارونو روزنه اخیستې وه او بیا يې په اروپا کي خپل کار وکړ.

پښتون او بلوڅ نور د خپل ځان د دفاع په ننګه راوتي دي. هغوی که ارام ناست وي هم وژل کېږي او که د ځان دفاع ته را دانګي هم؛ نو هغه د پښتنو متل دی چي د بې ننګۍ تر سل کاله ژوند د غیرت یوه ورځ ژوند ښه دی، یا دا چي لڅ له اوبو نه ډارېږي. بلوڅ او پښتون د هر ډول انساني، شرعي او اخلاقي قوانینو په روڼا کي د خپلو هغو حقونو مستحق دي چي دوی يې د پنجاب له ستمګر رژيم څخه غوښتنه کوي.

نه پښتون او نه هم بلوڅ د خپلو حقونو د غوښتلو په پلمه د پنجاب حقونه غوښتي او نه يې ترې خوړلي. دا پنجاب دی چي د زیږون له لومړۍ ورځې يې د نورو ولسونو او هیوادونو پر حقونه ګام ایښی او تر نن هم پر خپله همدې کرغېړنه تګلاره ولاړ دی. پښتانه وايي، د درواغو منزل لنډ وي، نور د پنجاب د غولونکونو شعارونو منزل هم لنډ سوی دی. یو بل متل دی چي وايي غر که هر څومره لوړ وي پر سر يې لار سته. پنجاب که هر څومره زور ولري، خو بلوڅ، پښتون، هزاره او سیندی به اخیر خپل حق په زور اخلي. شپه که هر څومره اوږده هم سي، اخیر سهار را خېژي. د یو قوم استعمار، اسثتمار او استحمار دور که ډېر اوږد هم سي؛ اخیر يې نور ملتونه او ولسونه د پای وخت ور ټاکي.

پنجاب له پښتون، بلوڅ سیندي او هزاره سره دا درې واړه کارونه وکړل، تر استعمال وروسته يې وزبېښل او بیا يې د جهالت لورته له ورټيل وهلو سره پښتون د افراطیت په تور، تورن کړ او په دې پلمه يې د هغه ټول ارزښتونه او بشري حقونه هم ترې واخیستل. هغوی د خپل کور په دروازه کي تلاشي کوي او خپل کور ته د تلو او بیا د راوتلو واک له ځان سره نه لري.

انسان چي هر څومره په کړاو کي هم وي د هیلو او امیدونه ډېوه بله ساتي. ان د مرګ په ګومي کي هم د ژوند د بل سبا د لیدو په هیله پروت وي. د تجربې له مخې کوم انسان چي ډېر وکړول سي، هغه همدومره پوخ سي، لکه په بټۍ کي اومه خښته چي په پخه واوړي. انسان په هر څومره تیاره کي هم د سباوون په تمه ژوند کوي، که د مایوسۍ هر څومره وريځو يې د اسمان اوفق نیولی هم وي، دی بیا هم همت له لاسه نه ور کوي او د خپل فطري تخیلي قوې په مټ ځان ته ډاډ ور کوي او په ذهن کي له جوړي سوې نقشې سره سم عملي ډګر ته رادانګي. کله چي انسان بې هیلې سي، نو هغه وخت يې د مرګ وخت دی، نور انسان ژوند نه غواړي په خپل لاس ځان وژني.

یو ګین که څومره په تاو له ځمکې ووهې، همدومره په تاو بیرته ستا لور ته در پورته کېږي. یوه ډبره که په چيټک ووهې، نو بڅرکي (سوکي) يې د وهونکي لورته الوزي. د پنجابي رژيم له لوري د پښتون، بلوڅ، هزاره او سیندي وهل هم اوس په عيني همدغه حقیقت اوړي. هغوی ډېر وخت تر ظلم لاندي د عدالت راتلو ته په تمه تېر کړ؛ خو غلطي يې دا وه چي دوی فکر کاوه د مذهبي یا نیشنلسټ ګوندونه به د دوی دا هیله پوره کړي په داسي حال کي چي د هغوی مشران او تګلاره د پنجاب له لوري اداره کېدل. کله چي يې له دوی تمه وخته نو په خپل لاس د بدلون لپاره را پورته سول او دا ځل به تر هغو ارام نه سي چي د پنجاب تور لاس یې ور لنډ کړی نه وي او له خپلو هر ډول انساني،  شرعي او قانوني حقونو څخه برخمن سوي نه وي.

وايي، د ظالم د مانۍ بنیادونه کمزوري وي، د ظالم په وړاندي د ولسونو بیداري د زمانې یو طبیعي بهیر دی او د انسانيت په تاریخ کي تر پنجاب د ډېرو جابرو او ظالمو واکمنو پر ضد لومړی څو داسي کسانو ږغ پورته کړی چي د هغوی په خیال کي هم نه ور تېرېدل چي د دې کمزورو لاسونو په وسیله به مو د ظلم دا دنګه ماڼۍ تر سختې لړزې وروسته درز چپه کېږي. تاریخ وايي چي دې جابرانو ته همدغو مظلومانو په لاسونو کي کړۍ ور اچولې وي او د هغو ظلمونو ځواب يې ترې غوښت.

پنجاب د ظلم په دوامداره کولو د خپل ځان لپاره خپله تباه کونکی برخلیک ټاکلی. پنجاب د خپلې واکمنۍ ستنې په خپله ړچولې او اوس به د پښتون او بلوڅو زلمي یوازي دیکه ور کوي او دا واکمني به نسکورېږي. تغییر د یوې ورځې کار  هم نه دی، دومره يې هم باید لنډه فرض نه کړو چي سبا به بدلون راځي او د پنجاب تور لاس به ور ټولېږي. د تغییر لپاره شرایط اماده سوي دي، ولسونو کي خوځښت پيدا سوی دی، خلګو د خپلو حقونو مطالبه کړې ده، د پنجاب په چمونو خلګ پوه سوي او ظلم يې نور ورته د زغمولو نه دی، بس د بدلون پيل دی؛ خو دا چي لومړی ګام د پښتون له لوري سوله ییز دی نو په نړۍ واله کچه يې د پنجاب دريځ تر پوښتنې لاندي راوستی چي څنګه يې نړۍ ته دا ۴۰ کاله دا قوم افراطي او متشدد معرفي کاوه؟ له پنجابه اوس لار ورکه ده، د جنګ او مقابلې هيڅ بانه نه ور جوړېږي او د خپل زور کارونې ټولي لاري يې د پاڅون کونکو په وړاندي بې کاره دي. همدا ښه ګام او دی او موږ يې نیک بختي باندي نیسو.

د نیوټن د اصل له مخې هر عمل یا مساوي یا مخالف عکس العمل لري، شرعي اصل دی، څومره تیری چي پر یو چا کېږي د همدومره تیري جواز دی هم لري. اوس پښتون د ظالم د ظلم په وړاندي عکس العمل ښکاره کړی او د ولس دا خبرګون به تر هغو دوام لري چي د پنجاب د ظلم ځواب يې نه وي ویلی او خپل حق يې ترې اخیستی نه وي. پنجاب به اوس وویني چي په خپل لاس يې ځان ته څومره رقیبان روزلي او خپله يې د لاري په هر اړخ کي څومره خنډونه ځان ته ایجاد کړي. د تور پنجاب توره ماڼۍ چي وختي لا د دوی خپلوکړنو يې پايې سستې کړې یوازي د پښتون او بلوڅو یوې ښې ديکې ته اړتیا لري چي د ظلم، وحشت، بربریت او تور لینګي پنجابي د ظالمې واکمنۍ دا د بل په اشاره د سیمه ییزو ولسونو کړولو مانۍ را ړنګه سي. د همدې ورځې په تمه!

۲۰۱۸/ ۴/ ۱۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *