محمد قسیم ځیر

نه ستړی کېدونکی جنګ، بې کاري، ټولنیز ناورین، جنسي، مذهبي، قومي، ژبني، تنظیمي  تعصبونه، نالوستي، بهرنۍ منظمې لاسوهنې، په هېواد کې د خارجي ځواکونو شتون، د ګاونډیانو سره تاریخي جغرافیوي ستونزې، د ګډوالو نیم قرني معضل له مذهبه ناسم او نیمګړی تفسیر اود ملي افغاني باورمن مشروع زعامت نه تشکیل هغه خنډونه دي چې ملي ایمان او اجتماعي روح یې په سرطان اخته کړی.

کورني مزدور مطبوعات، بهرنۍ اجاره شوې مېډیا او روشنفکره نمایان دې ناروغۍ  ته له یوه اړخه قوت ورکوياو له بله خوا یې په پخپلو کمرو کې داسې زره بېنونه لګولي چې حاضر حالات له خپله اصله څو چنده غټ برېښوي.

ملت چې په هرلوري نظر اچوي  یواځې یې پر هغې پلاستیکې ناهېلۍ  سترګې لګېږي چې انسان دوښمنه انسانانو تولید کړي دي.

خو ایا زمونږ عقيده، ساینسي تجربه، منطقي و علمي  نظریه او د تاریخ مشاهده هم وايي چې هر څه سمېږي که څنګه؟

قرانکریم چې د الله ج ریښتونی او وروستی کتاب دی د هر څه د سمېدو په اړه ډيردلایلاو لارښونې لري. په ځلونو ځلونو مو دا ایات په مترادیفو الفاظو لوستی چې لاتقنطو من رحمت الله ( د الله له رحمته مه ناهلېږئ.)

په الشرح مبارک سورت کې لولو چې فان مع العسر یسرا ان مع العسر یسرا (د سختۍ پسې اساني راځي بېشکه د زحمت پسې راحت شته‏.) له ابو هریره رض  قدسي حدیث  روایت شوی چې محمد ص ویلي الله تعالی فرمایي انا عند ظن عبدی بي، ان ظن خیرفله، وان ظن شر فله( زه د بنده د ګومان سره یم که په نیک فال یې ونیولم په نیکۍ ور رسېږم اوکه د شرګومان یې راباندې وکړ شر ورپېښوم.)

همدا لامل دی چې په اسلام کې ښه شاګون روا او منفی بافي منع شوې ده.

د هر څه د سمېدو دویم دلیل ساینس دی؛

علامه اقبال وایي یواځينی شی چې ثبات لري تغیردی. مونږ که د تجربوي ساینس هره برخه لولو نو لومړۍ قاعده یې داده چې بدلون د کایناتو نه بدلېدونکی قانون دی.

شپې پسې ورځ راځي او دا د تور و سپين، منفي ومثبت جګړه تل یکه تازه نه ده.

یو وخت ونې پاڼې غورځوي خو یوه دوره راځي چې هماغه بربنډه ونه په شنو پاڼوښایسته شوي وي.

که د نظام حرکت په وکتوري شکل سره وښودل شي نو د البرټ کامو په څېرله پوچو فلسفو پرته چې انسان بې هدفه مخلوق او ژوند د درمسال خټي ګڼي نور ټول په دې باور دي چې هر څه د مثبت جهت په لور خوځي.

بل دلیل يې  فلسفي ریاضیکي فرمول دی، چې که صفر د اعدادو  سرحد ومنو نو د منفي خواته حرکت یا فرضي او یا موقتي کیدای شي که نه حساب تل له ښي اړخه او له یوه پيلېږي.

دریم دلیل د منطق او اجتماعي علومو دی؛

د سوسیالوژۍ دا خبره چې سوله اصلي حالت دی د مارکس په څیر خلکو هم تایید کړې او ټول علوم په یوه خوله وایي چې بشر په سوله کې پیدا شوی او جګړې یواځې حالات او اړتیاوې منځ ته راوړي چې له مشخص زمان وروسته بیرته خپل لومړني حالت (سولې) ته ورګرځي.

په تېرو دریو لسیزو کې چې د ناورین پېژندنې او حلونې په نامه کومې څېړنې شوي ټولې په یو خوله وایي چې بحران اوږدېدی شي خو ابدی کېدای نه.

سوسیالوژیکه سایکالوژي (ټولنیزه ساپوهنه) واېي چې په یویشتمه پیړۍ کې ملتونه  مري نه او نه ددوی ژبې لکه په ۱۹ سدۍ کې د افریقايي ژبو په څېر دنیواک په دار ساه ورکوي.

کلتورپېژنده او د مدنیت د عروج او زوال تیورۍ دا ثابته کړې چې د ملتونو د پرمختګ او ولېدلو تګ دایروي دی یانې یوه پېړۍ یو ولس د بربادۍ په لور ځي خو بل قرن بیا د ترقۍ لاره وهي.

څومره چې ملتونه زمول کیږي او وځورول شي هماغومره سره راټولېږي او د ملي سرنوشت په ټاکلو کې ګړندي ګامونه اخلي چې هند ، چین او اسراییل یې ښې بېلګې ګڼلی شو.

د هر څه د سمېدو بل زیری له تاریخه عبرت دی؛ د نړۍ ټول تاریخونه او په ځانګړي ډول د افغانانو تاریخ د داسې مثالونو یوه کم سارې بېلګه ده. په شپاړسمه  پېړۍ کې چې   مغلو او ایرانیانوافغانستان په منځ غوڅ کړی وه زمونږ ملت خپل ملي مسولیت درک کړ او له واره یې روښان، میرویس نیکه، شاه اشرف او ستر احمدشاه بابا وزېږول.

له اوس حالته هغه وخت ډیر نامنلی وه. پیر روښان خپله کیسه کوي چې ولې یې  مغلو پسې راواخیسته، دی کندهار ته ځي او ګوري چې حاکم خلکو ته د حیواناتو په څېر پړی په غاړه کې اچولی او راکاږي یې.

د بابر، تیمور لخوا د افغانانو کله منارونه تروسه نړیوال شهرت لري. په اتلسمه پېړۍ کې  انګریزانو د خپلو ټولو مډرنو وسایلو او علمي معلوماتي ځواک سره زمونږ هېڅ ونه شو کړای . هغه تجربې چې دوئ له افریقا، هند او امریکا لرلې دلته سرچپه شوې داځکه چې زمونږ ملت ملي ایمان درلود نه مو ژبه نه کلتور او نه هم ولس مات شو او یا وغورځېد.

روسان هم همداسې درواخله. په یوه پېړۍ کې یو پنځلس میلیوني هیواد دوه سترو امپراتوریو ته اسطوريي ماتې ورکړې دا معجزه نه وه یواځې په واحد و لاشریک خدای هغه توکل وه چې د ټولو وسایلو له برابرولو وروسته یې نتیجه هغه ته پریښې وه. مولانا خادم په اجتماعي رڼا کې لیکي چې کله چې  سترملتونه محوه کېدو ته نژدي شي نو نوابغ پیداکېږي.

هرڅه سمېږي یواځې چې ایمان ونه بایلو په خپل خدای، ځانونو ، تاریخونو او په وینه کې د هغه ویاړلو نه ډارېدونکو نه په شاه کېدونکو نه ماتېدونکو نیکونو په وینو او غیرت باور ولرو.  د پر مختګ او خلاصون نوې عقلي  ابزار مو د ټولو ستونزو او ناسمیو یواځینۍ اخرنۍ  او باورمنه لار ده .

که فلک دې د مزري په خوله کې ورکا

د مزري په خوله کې مه بایله همت

One thought on “هر څه سمېږي/لیکوال: محمد قسیم ځیر”
  1. هو ځیر صاحب !
    په مبارکه ژبه او خوله دی برکت شه ،غفار خدای دی همداسی وکړی چه ته وایی ،خدای رب العزت رحیم او غفار ذات دی ،په خیر سره هر څه به سم شی ، ان شاءالله چه موږ افغانان په ځان کی مثبت تغیر راولو ، او ویغواړو ،خدای رب العزت خامخا مثبت تغیر راولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *