«چاپېریال ساتنه د هر چا مسؤلیت او هر څوک باید ښاروال وي.»
دا خبرې تېره پنجشنبه د روشنګرۍ په لکچر کې وشوې.
«چاپېریال ساتنه د ټولو مسؤلیت دی» لکچر د ۱۳۹۵ کال د ثور پر ۲۳-مه انجینیر احمد فرید قیومي وړاندې کړ.
د لکچر لنډیز:
د چاپېریال تعریف: هر هغه ځای چې ژوندي موجودات پکې ژوند کوي له چاپېریال څخه عبارت دی.
د چاپېریال ډولونه:
۱- طبیعي چاپېریال.
۲- مصنوعي چاپېریال.
۳- اجتماعي چاپېریال.
د خوشحالۍ، ارامۍ او پاکۍ له نظره چاپېریال دوه ډوله دي:
۱- خوشحالوونکی چاپېریال: هغه چې پاکه هوا او شین محیط ولري.
۲- نه خوشحالوونکی چاپیریال: هغه چې هوا یې ککړه او محیط یې وچ وي.
د چاپېریال برخې:
اږبه
هوا
خاوره
د نړۍ یوه پر درې برخه اوبو نیولې ده.
د اوبو ډولونه:
۱- خوږې اوبه.
۲- تروې اوبه.
د اوبو د موقعیت پېژندنه:
۱- تر ځمکې لاندې اوبه.
۲- رواني اوبه، لکه سیندونه، ویالې او کارېزونه.
۳- د ځمکې د کرې په جنوب او شمال کې یخچالونه.
څنګه کولای شو چې اوبه پاکې وساتو؟
۱- په ویاله، سیند، کارېز او بل هر ځای کې ولاړې اوبه باید ککړې نه شي.
۲- د فضلاب څاګانې باید معیاري جوړې شي.
۳- د شامپو او د تشناب له تېزابو څخه کمه استفاده وشي.
د اوبو کم مصرفول:
اوبه یوازې د موجود نسل حق نه دی بلکې راتلونکي نسلونه هم پکې برخه لري او بل د انسانانو سره تر څنګ حیوانات او نباتات هم په شته نعمتونو کې برخه لري.
هوا:
هوا: د مختلفو ګازاتو ترکیب دی چې ډېره برخه یې اکسیجن او نایتروجن تشکیلوي.
هر انسان په ۲۴- ساعت کې په عادي ډول ۱۲۰۰۰ لېټره هوا تنفسوي او ټول ژوندي موجودات د ژوندي پاتېدو لپاره هوا ته اړتیا لري.
د ناپاکې هوا تاوانونه:
۱- په افغانستان کې هر کال ۳۰۰۰ کسان د ناپاکې هوا له امله مري.
۲- ناپاکه هوا د دې باعث کيږي چې سوء شکل ماشومان پيدا شي.
۳- د ستوني سرطانونه ډېروي.
۴- جلدي مریضي زیاتېږي.
۵- مختلفې نورې ناروغۍ پیدا او ډېريږي.
د هوا د خرابېدو عاملونه:
۱- د شینګیاه یا ونو نه شتون.
۲- د بې کیفیته سونتوکیو استعمال.
۳- د زړو موټرو او ماشینو چلول.
۴- د ښارو په منځ کې د فابریکو شتون.
۵- خامې کوڅې او سړکونه.
۶- حمامونه.
۷- نانوایان.
۸- د کثافاتو نه تنظیم.
۹- د قوانینو نه تطبیق.
۱۰- په ښارو کې د نفوس ډېروالی.
څنګه کولای شو چې هوا او چاپېریال مو پاک شي؟
۱- د ډېرو درختو کښېنول، ځکه یوه ونه ۱۸ کسانو ته تازه اکسیجن برابروي.
۲- د پارکو، هدېرو، مکتبو، پوهنتونو، مسجدو او عامه ځایو شنه کول.
۳- د نورم او تنظیف ریاست له خوا د بې کیفیته توکیو د واردولو مخنیوی.
۴- د زړو موټرو، ماشینو او الوتکو څخه په کار اخیستو باندې بندېز لګول.
۵- د قوانینو تطبیقول.
۶- په ښارو کې د کانالیزاسیون جوړول.
۷-د ښار په پاک ساتلو کې د عامه پوهاوي رامنځته کول.
وروسته له لکچره ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندېزونه وویل چې ځینې یې ستاسو سره شریکوم:
محمدیار: په روشنګرۍ کې ډېر لکچرونه وړاندې شوې دي، هر یو پر خپل ځای مهم او حیاتي وو خو د نننی لکچر زیات اهمیت په دې کې وو، چې د ژوند سره مستقمیه رابطه لري او بل د افغانستان غوندې هیواد لپاره لا ډېر ضروري ځکه چې د یوې سروې له مخې کابل ښار د نړۍ تر ټولو چټل ښار بلل شوی دی اوس نو زموږ دا مسؤلیت دی چې د روشنګرۍ په دې لکچر کې هغه لارې او طریقې چې د چاپېریال د پاک ساتلو لپاره وړاندېز شوې لومړی یې خپله عملي او بیا یې نورو ته د عملي کولو توصیه وکړو.
د پاکوالي په باب نوموړي خپلې تجربې شریکې کړې:
۱- له کور څخه چې دباندې وځئ، ماسک حتمي لګوئ.
۲- ډېرې او بې ځایه اوبه مه کاروئ.
۳- د کورو کثافات مو بېځایه مه غورځوئ.
۴- په ۲۴- ساعت کې مو غاښونه دوه یا درې ځلې برسوئ.
۵- په فیسبوک کې د یو بل د توهین پر ځای د نظافت په اړه پوسټونه وکړئ.
ګل بلوچ بیا داسې نظر درلود:
د موټر پر ځای له بایسکل څخه استفاده وکړئ ځکه په دې سره به مو یو ورزش او بل د هوا د خرابېدو مخنیوی کړی وي، بل تر موټر د بایسکل تګ اقتصادي تمامېږي. البته د بایسکل چلولو پر وخت مو باید ماسک لګول له یاده و نه ځي.
حکمت سروش لاندې شعر ووایه:
نظم
د دې دور عجيبه غوندې انسان دى
نه پوهيږي چې پر كومه خوا روان دى
لا يې داړې سرې په وينو دې د مځكې
اوس په لټه د نيولو د اسمان دى
د فطرت رنګينۍ وژني خوشاليږي
د نبات له قتله هيڅ نه ستړى كيږي
د سيمټو بلا ګانې ور روانې
د ځنګل لمنه ورځ په ورځ ټوليږي
د ګلاب له وينو ځان ته عطر جوړ كړي
ښكار ته لاړ شي پر هوسيو محشر جوړ كړي
ډېر بې ژبې ځناور له چړو تېر كړي
دى خوشاله وي، ګډيږي، اختر جوړ كړي
په هوا كې په هوا چې څه مرغان دي
د انسان له الوتكو پرېشان دي
سمندر كې د كبانو كور ور ړنګ كړي
دوى په تېښته او اوبتلي ور روان دي
له وختونو د ثبات پر سر جنګيږي
د اټوم پر اوږو سپور پسې ګرځيږي
د بشر د حفاظت لپاره يي غواړي
د وسلې له اختراع نه ستړى كيږي
د دې خپل فكر تاوان ته يې پام نشته
د راتلونكې وخت انسان ته يې پام نشته
د ګوګل په سترګه ټوله جهان ګوري
خو په څنګ كې و جانان ته يې پام نشته
راپور: عصمت بهیر
۱۳۹۵/۲/۲۵