تاند- د روغتیا د نړیوال سازمان له راپور سره سم په هرو څلوېښتو ثانیو کې یو کس د انتحار په وجه له ژوند سره خدای پاماني کوي. د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې تر دوه زره شلم کال پورې د انتحار اندازه لس فیصده راکمه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې چې د لس کلن تحقیق نتیجه ده، وایي چې هر کال اته لکه کسان ځانونه وژني او ځانوژنه د هغو کسانو د مړینې دویم لوی علت دی چې د پنځلس او نهه ویشت کلونو تر منځ عمر لري. په دغه راپور کې لولو چې په هرو سلو کسانو کې چې ځان وژني، پنځه اویا یې د غریبو او د منځني عاید د هیوادونو اوسېدونکي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان تحقیقي راپور وایي چې په کومو هیوادونو کې وسله او کیمیایي زهري مواد زیات پیدا کېږي، هورې د انتحار پېښې زیاتې دي او کومو هیوادونو چې د انتحار د مخنیوي لپاره ملي ستراتیژي لرلې ده، د ځانوژنې پېښې پکې کمې دي، خو دغسې هیوادونه زیات نه دي او شمېر یې یوازې اته ویشتو ته رسېږي.

دغه راپور وايي چې هغه څوک چې ځان وژني، یو روحي او عصبي ناروغ دی خو په ټولنو کې معمولا د ناروغانو په سترګه نه ورته کتل کېږي او دا سمه خبره نه ده، ځکه د هغوی د علاج په لاره کې یې خنډونه را ولاړ کړي دي. د روغتیا د نړیوال سازمان راپور له رسنیو هم غوښتنه کړې ده چې د انتحار پېښې دې په تفصیل سره نه خپروي ځکه تفصیلي بیان یې ممکن ځینې روحي ناروغان دې ته وهڅوي چې په ځانوژنې لاس پورې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *