تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هر کال نژدې ۲۰ زره افغانان د قند یا شکر په ناروغۍ مړه کېږي.
د روغتیا وزارت یوه چارواکي ډاکتر قمرالدین حفیظ نن /چهارشنبه/ وویل«د شکر ناروغۍ د نړیوال بنسټ د ۲۰۱۲ کال معلومات ښيي چې په افغانستان کې په شکر ناروغۍ د اخته شویو کسانو له منځه ۱۹۷۷۳ تنه مري.»
ډاکتر قمرالدین وویل چې د روغتیا وزارت هڅه کوي چې په دې ناروغۍ اخته کسان تشخیص کړي او د شکر ناروغۍ په اړه د خلکو معلومات زیات کړي څو د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکان برابر شي.
د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د شکر ناروغي ورځ په دې هدف ولمانځل شوه چې د دې ناروغۍ په اړه د خلکو عمومي معلومات ډېر شي.
د شکر ناروغۍ نړیوال بنسټ، چې په ۱۹۹۱ م کال تاسیس شوی، د روغتیا له نړیوالې ادارې سره هر کال د نوومبر په ۱۴ مه په نړۍ کې د شکر ناروغۍ ورځ لمانځي.
د دې ناروغۍ په اړه معلومات:
د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره مهم کشف