تاند- «هر کله بور خیال» ازبیکي متل هغه وخت کارول کېږي چې د یوې موضوع په اړه هر څوک بېل نظر څرګندوي.
ښکلا یوه له هغو موضوعاتو څخه ده چې په اړه یې د هر چا تعبیر له بل سره توپیر لري. ښايي له همدې کبله د هغه چا په ځواب کې چې لیلا یې توره بللې وه، مجنون ویلي و چې «زما په سترګو ورته وګوره.»
دا نجلۍ، چې په عکس کې یې وینئ د نړۍ تر ټولو ښکلې بلل شوې او د نیویارک پوسټ ورځپاڼې پر اساس په دوو پړاوونو کې د دوهم ځل لپاره په نړۍ کې تر ټولو د ښکلې نجلۍ نوم ګټي.
د ورځپاڼې پر اساس تایلن بلوندو (Thylane Blondeau) هغه مهال د رسنیو د خبرونو پر سرټکو بدله شوه چې دا لا ۶ کلنه وه.
خو اوس چې ۱۷ کلنه ده، یو ځل بیا د خبرونو په سرټکو کې د دنیا د ښکلې نجلۍ په توګه یادېږي.
دا نجلۍ د فرانسوي فوټبالر پاتریک بلوندو او د فېشن د لوبغاړې اغلې ویرونیکا لوبري لور ده.
تایلن بلوندو، چې په انګلیسي ژبه ټېلن بلوندیو بلل کېږي، د ۲۰۰۱ م کال د اپریل په ۵ مه د فرانسې په اکسن پرونس ښار کې زېږېدلی ده.
دا څلورکلنه وه چې د جذابې څېرې له کبله ماډلینګ ته ووته او ژر یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ.
د تایلن بلوندو تکې شنې سترګې او نسواري وېښته د نورې ښکلا ترڅنګ سبب شول چې په مجلو او د مود او فېشن په دنیا کې مطرح شي.
دا اوس یوازې په انسټاګرام کې تر ۲ ملیونه زیات فالوران لري.
د (TC Candler) د جایزو په کالني لیست کې د تایلن بلوندو نوم د کال په ۱۰۰ تر ټولو ښکلو څېرو کې راغلی دی او په ۲۰۱۸ م کال کې د دې ویدیو یوازې په ۲ ورځو کې ۲ ملیون تنو ولیده.
ګڼ عکاسان او د اروپا د سترو او برانډ لرونکو کمپنیو خاوندان په دې پسې دي چې عکس په خپلو محصولاتو کې ولري او د تبلیغاتو په توګه ورڅخه کار واخلي.
تایلن بلوندو ته له دې درکه په ملیونونه یورو عاید په برخه کېږي.