ایمل ولي

نه خو مې مسلک حقوق دی، نه خو مې په سیاسي مسایلو، کیسو او بنډارونو دومره سر خلاصیږي او نه کوم خبریال یم چې څوک تر غاړې ونیسم او ریښتیا په دا نن سبا مغلقو جملو او ویوکو مې هم سر نه خلاصیږي چې دا فکر کوم ښه خبره ده، ځکه د ساینس د څانګې له یوه استاده مې اوریدلي وو چې په ساینس کې زیاته پیچلتیا په خپله یوه ستونزه ده چې باید د حل لاره يې بیاموندل شي.

هسې په کلي کې د دیوال خواته ناستو سپین ږیرو کیسې کله کله د پیښیدونکو پیښو پر وړاندې له ځان سره پرتله کوم. د ښوونځی په دریم ټولګي کې وم چې د کلي ملا راته ویل هلکه پام دې وي چې نقل ورکوونکی نقل اخیستونکی دواړه ناکام دي، رشوت ورکوونکی و روشوت احیستونکی دواړه ګنهګار دي، سود ورکوونکی او سود احیستونکی  دواړه ګنهګار دي. هغه وخت د کلي د ملا امام په خبرو باندې په لومړی یوه یې پوهیدم چې نقل ورکول او اخیستل دواړه په ښوونځي کې د ناکامیدو لامل ګرځي. په دا پاتې نورو يې سم نه پوهیدم، یوازې به مې له ځانه سره ویل چې ملا امام دی، د خېټې خو نه غږیږي، خدای چې په څومره لویو لویو کتابونو کې به يې لوستلي وي. نوره به چوپ پاتې شوم.

خبرونو کې راغلي وو چې د ستر جنرال شیر محمد کريمي په شنډولو کې د لويې پکتیا د وکیلانو او بسم الله محمدي لوی لاس وو. رسنیو کې دا هم اوریدل کیږي چې د ولسي جرګې ډیری وکيلان د هیواد په لویو قراردادونو کې هم لاس لري او د دفاع وزارت په قراردادونو کې هم همدا وکیلان لاس لري. داسې هیڅ کوم معقول دلیل مې تر اوسه پورې نه دی تر غوږونو رارسیدلی چې د ستر جنرال د ناکامیدو لپاره د قناعت وړ وي. ځکه دا اته نور وزیرانو ته چې د اعتماد رایه ورکړل شوي ده، ایا دوی په ریښتیا له جنرال صیب څخه لوړ دي او یا کوم خارق العاده کار ترسره کولای شي چې نور وګړي یې نه شي تر سره کولای؟ ښکاره ده چې په نني عصر کې داسې کوم کار څوک نه شي کولای چې د نورو انسانانو د کړنو سره توپیر ولري. دا چې ولې يې نورو ته د اعتماد رايې ورکړي دی، دلیل يې یوازې په لویه کچه د رشوت ورکول او احیستل دي. پوښتنه داداه چې ولې د ولسي جرګې وکیلان د هیواد په لوټ کولو پسې بډې رانغښتي دي؟ او ایا دا ډول وزیر صیبان چې بنیاد يې په رشوت ایښودل شوی وي، د دې خوار ملت په ګټه به وي؟ غواړم په دوه ټکو کې يې خلاصه کړم.

د موادو په ساینس (Material Science) کې وایې چې د جسم مقاومت د موادو په ترکیب او جوړښت پورې تړلی دی. د هرې مادې کوچنی ذره د اتوم په نوم سره یادیږي. د اتومونو د یو ځای کیدو څخه عناصر منځ ته راځي او د عناصرو د مالیکولونو د یو ځای کیدو څخه مرکبات جوړیږي. په همدې ترتیب سره همدا مرکبات په حاصو شرایطو کې سره یو ځای کیږي او ډول ډول جسمونه ورڅخه لاسته راځې. د ۲۰۱۱ کال د نومبر تر میاشتې پورې ۱۱۸ عناصر پیژندل شوي دي. که خپل شاوحوا محیط ته ښه ځیر شو، وبه ګورو چې د خاورو څخه جوړې شوي ودانی د سمنټو په پرتله اوږد عمر نه لري. مطلب دا چې د کوم شي او یا د کوم چا تداو او بنیاد د کوم ډول موادو په واسطه جوړ شوی وي، راتلونکی به يې هم د همغه موادو په واسطه تعینیږي. داسې وزیران چې تداو يې د بډو او رشوت ورکولو او اخیستلو په واسطه جوړ شوی وي، خپل ټول کارونه به يې هم د همدې رشوتونو په مټ پر مخ ځي. په دې هکله نور چورتونه تاسې ووهی چې راتلونکی دولت څه څه کولای شي؟

دوهم لامل يې بې سوادي درواخله.ما به پحوا ویل چې تعلیم ښه شی دی. اوس يې دلته بیا هم وایم چې “ تعلیم ښه شی دی” د بې سوادی څخه مې مطلب دا نه دی چې د ولسي جرګې وکیلانو صیبانو د تعلیم کچه تر دولسم ټولګي پورې هم نه ده، بلکه غواړم ووایم چې د دومره لوی پوست (د ولسي جرګې وکیل) او تر دولسم ټولګي پورې زده کړې په خپله په بې سوادی دلالت کوي. زه به ددوی د زده کړو په هکله ډیر څه نه وایم هسې هم خوار ولس په خپله شاهد دی. ته وا نشنل (National) ته څوک ناټیوناټیول وایي؟

که وکیل صیبانو لږ د عقل څخه کار اخیستی وی او که په خپله نه پوهیدی، د کوم بل د علم او پوهې خاوند سره يې مشوره کړي وی، اوس به مو ولې د ملي دفاع وزارت لپاره دومره ریښتونی، صادق، ایمان داره او په کار پوه وزیر له لاسه ورکولای.

د قدر وړ خویندو، وروڼو او ملګرو دا خبرې مې ددې لپاره ولیکلې چې هغه متل دی چې وایي “ چې تبر لاستی يې له خپله لاسه نه وی، ونه به ولې غوڅیدای”. خیر دا تیر ځل خو چې هر څه وشول ښه وو که بد، اوس خو اوبه هسې هم له ورخه تیرې دي. راتلونکي ته فکر کول په کار دي؟ ایا بیا به هم همداسې بې سواده وکیلانو ته رایه ورکوو؟ ایا بیا به هم داسې خلکو ته رایه کاروو چې اساس او بنیاد يې په رشوت ورکولو او احیستلو باندې جوړ شوی وي؟ ایا بیا به هم داسې خلکو ته رایه ورکوو چې یو ځل نه بلکې په لس ګونه ځلې مو پلوري؟ نه، هیڅ کله نه.

ایمل ولي

خوست – افغانستان

د ۲۰۱۵ کال د فبروري پنځمه

3 thoughts on “هسې ما ویل چې تعلیم ښه شی دی”
  1. وروه زه پوهیژم چی دا خبری د د زړه له سوزه کړی خو څه وکړو همدا وطن خرڅونکی زمونژ مشری کوی د وکیلان خو ټول هغه غله دی چی نه شرم لری او نه غیرت باید راتلونکی ټاکنو کی پام وکړو هسی نه چی بیا دغه بی شرمه غله زمونژ مشره په غاړه واخلی

  2. Wali Saib,

    Pe rishtia hum der bad kar washo chi wolasi jargae Shaghali karimi Saheb te de etibaar raei wer na kra. pe de kar be der khalek khfa di

    wolas masher Ghani te pe kaar de chi Karimi Saheb de defaa wezarat marestial wa taaki. aw khalko te pe kaar de chi daa zal samoo wakilaano te raayee war kri.

    te der zwan ye daa khabra ma kawa chi taalim kha ne dai. noor hum taalim wakra.

  3. ګرانه په دی باندی ټول پوهیګی چی داسی وزیران د لاسه ورکول ناپوهی ده،
    خو زه په خپل فکر دا یو ښه کار بولم چی ښاغلی کریمی سره وشو..
    ۱،دا چی داسی دیرو ملګروو ته هغه د وطن پروشانو حیثت معلوم شو چی په ولسی جرګه کی دی.
    ۲ دا چی کریمی صیب به هم لږ د ناکامی خوند وګوری چی دا خپله انسان کی انتبایتک پیدا کوی،دا روغه خبره ده چی دی غل انسان نه دی ،خو دا هم ده چی ده خپل طرف خلکو ته خدمت نه دی کړی.
    زه درته د پاکستان یو سیاسی لیدر چی د کوټی سره تعلق لری او شل کاله د هغی حلقی نه کامیاب شوی دی،محمود خان شیران نومیږی عالم دی،هغه دا ځل درته ناکام شو ،د هغه ځای ځایی ملګروو راته ویل چی دی راز باندی وس مونږ پوهه شو او کوشش به مو دا وی چی دویم ځل ته یی هم ناکام کړوو وجه دا چی وس یی دیر کارونه په خپلی حلقی کړی وکړه..ه مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *