دا ځل ټاکنیز ایتلافونه د رایو په بانکونو راټول شوي. جنګسالار، مخالفه او موافقه جبهه نه غواړي، چې هره وسیله وي، خو چې واک ته پرې یو ګام نېږدې کېږي، فرق نه کوي.

چې د حل یوازینۍ لاره ټاکنې بولو، نو یوه رایه به مو د خوښې کاندید لپاره حتمي صندوق ته غورځوي، خو پدې سره هغه هیلې عملي کېدلای شي چې؛ ولس او په ځانګړې توګه ځوانان یې د اوسنۍ وضعې د بدلون لپاره شېبې شمېرې؟

قومي مشران، والیان، وزیران او ټول ښکته پورته دولتي او غیر دولتي ډلې د کاندیدانو ترمنځ په تګ راتګ ستړې دي، د ولایتونو، وزارتونو، معینیتونو او نورو پوستونو لپاره درګرده لاسلیکونه کېږي او هره ډله خپله راتلونکي له همدې ادرسه خوندي بولي.

یوه بله ډله ځوانان په ټولنیزه میډیا کې د یوه او بل کاندید په صفتونو نه مړېږي او بریالیتوب یې د اوسنۍ وضعې د چورلټ بدلون لپاره سل په سلو کې رښتینی بولي.

د کاندیدانو ترمنځ د پوهې، استدلال او منطق پر اساس یو پر بل فوقیت شته، خو په ځینو حقیقتونو لاسي سترګې پټوو او دغه حالت د روښانه راتلونکې هیلې تر خوبونو محدودوي.

زه داسې مهال کابل پوهنتون ته کامیاب شوم، چې اشرف غني احمدزي ترې لا وړاندې څادر څنډلی و او د کابل پوهنتون له ریاسته یې خدای پاماني کړې وه، په لیلیه کې به مې له محصلینو ډېر وخت په کابل پوهنتون کې د اشرف غني احمدزي د اصلاحاتو په اړه اورېدل.

اشرف غني د زړو او تاریخ تېره استادانو پر ځای په ځوان کهول د تکیې ډېر لېواله وو، خو په ځوانو او له عصري علومو سره بلدو ځوانو استادانو د زړو هغو ځای ډکول هم له ننګونې خالي کار نه وو.

زاړه استادان چې یا د پخوانیو رژیمونو میراث و او یا له عصري علومو دومره لرې و، چې اوس یې هم ډېره تکیه د دېرشو کالو په پخوانیو چپټرونو وه، نو دوی ددې ادلون، بدلون پلویان نه ول او ځینې وخت خو پدې موضوعاتو غوغا هم جوړه شوه.

د دغې ډلې د هر استاد تر شا یو جهادي قومندان، د یوې سیمې ډلګۍ او د ایډیالوژیکو ګټو پلویان راټول شوي وو، چې د ملي مشارکت په نوم یې د استادۍ پوستونه هم قربانیان وو.

د کابل پوهنتون ریاست ته د ډاکتر اشرف غني په راتلو ځوانان ډېر خوښ ول او پوهنتون کې یې هر کوچنی تغیر د سباني لوی تغیر لپاره پلګه حسابوله، خو کله چې اصلاحات هم د ملي مشارکت په نوم د ایډیالوژیکو ګټو قرباني شول، نو تېږې درنې پخپل ځای پاتې شوې.

دا د یوې اکاډمیکې ساحې د اصلاحاتو او تغیراتو بېلګه ده، چې په ولایت او وزارت کې یې عملي کول، د کوه قاف له فتحې کم کار ندی.

که تر ټاکنو وروسته بریالی کاندید اوسنی راټول کړی ګند هم پاک کړي، نو لوی بریالیتوب به یې وشمېرو او تردې پورته شعارونه یې ځکه تبلیغات دي چې عملي کېدل یې ناشوني دي.

د ملي مشارکت عملیه په اوسني نظام کې ښه ډېره ښکته پورته شوه، خو دې چوکاټ هغه ځوانان زړه توري کړل، چې د پوهې په وسیله د پرمختګ او اوسنۍ وضعې د خلاصون هوډ لري.

کټ مټ همدغه مسله سر له اوسه د اوسنیو کاندیدانو ترمنځ روانه ده. د رایو بانکونه په قومي، ژبني او سمتي لحاظ خپل شوي دي او دغه څه له فساده د یوې پوره پاکې راتلونکې ادارې تمه شکوي.

د کمپاینونو له پیله تر پرونه راته د ګڼو کاندیدانو په اړه دا خبره بیخي عملي شوه چې؛ ټول یې په راتلونکو ټاکنو کې د رایو ترلاسه کولو لپاره یوازې سرونه مهم بولي.

دا معیار سر له اوسه حکاکي شوی ښکاري، نو په همدې اساس پدې پل مخ په وړاندې تګ زما په شمول د ګڼو ځوانانو هغه توقعات په اوبو لاهو کېدو ته نېږدې کړي، چې د اوسني نظام په پرتله د راتلونکي هغه غوره والی د مثبتو تغیراتو، پوهې او پرمختګ په اساس بولي.

د همدغو ټولو جوړجاړیو له وجې اوسنی نظام په نړیواله سطحه د فساد د مخکښ نظام لقب ګټلی دی او که چېرې بیا همدغه څه تکرارېږي، چې د هر کاندید په رهبرۍ وي له اوسني سره به یې ډېر فرق نه وي.

دا به هم له ډېره مجبوریته خپله خوشبختي وبولو، خو چې خدای له دې هم بدترې شپې ورځې را ونه ګوري، چې اوسني به پریمانه دعا ګوی پیدا کړي.

2 thoughts on “هسې نه اوسنیو ته سبا دعا وکړو/ حزب الله اتل”
  1. Ke de Dr saib Ashraf Ghani tsekha mo bel chata raya warkrha no ter dey ye badtara derwakhla. No hamda ilat dai chey Karzi ,Zalmai pe wecho teylo rawaan kerhai dai, ter tso pe darghalei ye pe khalko wetapi aw khalk pe Karzi shoker webasi aw dowa werta wekrhi. Karzi kho de Pashtano tol haqa hequq de khpel fased qudrat de baqa le para de meslahat qurbaan kerhi di. Zalmai kho la pe Pashto ham ne poheygi nor kawaef kho ye la preygda.De ryasat jamhori numand bayad pe Pashto aw Farsi (wayel, awreydel, lostel aw likel) pura tesalot welari. Hatta ke kamey samaweney (islahat) ham rashi no bya ter osa ba khe wi.
    Pe dey beyzaya likeno me ghwarha chey khalk de badter le dhara de she tsekha beybarkhey krhey.
    Dharen sarhai ne permekhtag kawelai shi aw ne larshod kidai shi.
    Ter Dr. Ashraf Ghani bel khe intekhaab ne shta. Pe tolo azmoeno key ter deyra hada kamyaab dai. Pe Puhantoon kho ye pa kaar key Karzi Khan de beyaya maslahat le mekhey pe kaar key medakheyla kawela. Harey samaweney (islahaat) pe har zai aw har zamaan key pe ghair le nangaweno ne wi, kho har tse kawel klaka irada ghwarhi. Dr. Ashraf ghani sha poha aw klaka irada lari chey de yaw larshod de para deyra arhina da.

  2. زمونږ هدف هم همدادی چی د افغانستان په سیاسی تاریخ کی یوه نوی پاڼه واړول شی او د ملی مشارکت یا سهامی دولت یا ګوندی او سمتی حکومت پر ځای داسی یو شخص قدرت ته ورسیږی چی هغه خپل ټول کارونه د خلکو په خوښه اما په ابتکاری ډول تر سره کړی. د هغه هر ابتکار او خلاقیت د هیواد او خلکو په ګټه تمام شی او زمونږ وروسته پاتی هیواد او خلک د نړۍ له کاروان سره برابر او حتی له ځینو نه یی مخکی کړی. د هغه ګټه به هر چاته ورسیږی ، حتی هغوی ته چی د دوی اوسنی سیاسی او د ټاکنیزو هلوځلو رقیبان هم وی. د راتلونکی دولت جوړولو لپاره ښاغلی داکتر اشرف غنی احمدزی تر ټولو وړ شخص دی.
    زه پدی متیقین یم چی د ښاغلی اشرف غنی احمدزی په بریالیتوب سره به ماته او زما په شان کسانو ته هیڅ هم رانکړل شی خو له بله پلوه به مونږ ځانونه مصوءن احساس کړو ، زمونږ اولادونه به په آرامه فضا کی خپلو ښوونځیو ته ولاړشی او د ټولو اقتصادی حالت به تغییر وکړی . نور به د یوی امضا لپاره چاته رشوت نه ورکوو. کله چی زه ورته ووایم زما تذکره یا پاسپورت له قانون سره سم ولیکه او په هغه کی زما د پيدایښت نیټه ، ځای او زما کورنی نوم ولیکه او هلته په پاسپورت کی د پلار د نوم د لیکلو ځای نشته ځکه چی پاسپورت په بین المللی نورم سره برابر لیکل شوی دی . نو هلته به زما تر ټولو لوی ارمان پوره شی. دقزلباشانو له میرزاقلمی نه به خلاص شو. دا به زمونږ د قانون د پلی کوولو اول قدم وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *