امیرزی

په دې ورځو کې د افغانستان اکثره ښارونو نوی رنګ او نوې څیره خپله کړې ده هر خوا نوې عکسونه او نوې شعارونه تر سترګو کیږي

ښارونه له نوې کشمکش سره مخ دي هر ځای سیاست دی خبرې دي رییس جمهور ټاکل کیږي بیرته لرې کیږي څوک یوه خوا څوک بله خوا څوک پیسې ګټي څوک د خپل راتلونکې موقف او مقام لپاره د لویو څوکیو د لاس ته راوړلو لپاره د یوه نوماند وه ملاتړ کوي څوک بیا د تلې پلې ته ګورې چې په کومه درنیږې څوک په رښتنې توګه د داسې چا نه ملاتړ کوي چې په ریښتیا هم غواړې خپل هیواد ته خدمت وکړي د هغوی په اړه معلومات ټولوي خو په مینځ کې زمونږ بیچاره ولس لکه په کړايی کې پراته ماهي ګان د آشپزانو په لاس یو او بل طرف اوړي د خوراک او یا هم د پلورلو لپاره .

په افغانستان کې د دیمکراسی د لیسزې له پیل سره هغه دیموکراسی چې تر ډیره یی ناکامي او خلکو ته نا خوښې او ستونزې جوړې کړې خو تر ډیره یی د خلکو ته خبرو ژبه او دنظر د څرګندولو او د ټاکلو واک او داسې نورې لارې چارې هوارې کړې

له هغې ډلې نه یو هم د ولسمشر ټاکل دي د داسې چا ټاکل چې دهر افغان نماینده وي د هغه له دین ، غیرت ، ملت ، او د هغه له ټولو حقوقو نه دفاع وکړي او همدارنګه ده ته د نړی ټول امکانات برابر کړي هغه آسانتیاوې چې نور یی لري دی هم ترې برخمن وي د ټول ولس وي او دی ټول ولس خپل وبولې خپل هډ او بازو یی وبولې او په دې خبره باور ولري چې لوی د وړو په مټو لوی دي ولس خپل خدمتګار نه بلکه ځان د ولس خدمتګار او قرضدار وبولي .

هر څوک نن سبا زمونږ کلیو او ښارونو کې د خپلې راتلونکې په اړه پریکړه کوي تر ډیره خلک دا وایی چې هیڅ ټاکنې نه کیږي هغوی په دې باور دې چې شاید و ځنډول شي ځینې بیا وایی چې ولس مشر امریکا او یا نور بهرني هیوادونه ټاکي او دې دوی رایه هسې یوه لوبه ده خو له دې فکرونو سره سره له دومره تشویشونو سره سره بیا هم زمونږ هیوادوال باید په دې باور ولري چې دا هیواد د دوی دی یوازې افغانان کولی شي خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي که د افغانانو په خوښه نه وي واضخ خبره ده چې په دې هیواد کې حکومت نه شي کولی

زمونږ هیوادوال باید ویښ شي هغوی خپلې راتلونکې ته باید هڅې وکړي خپل ولسمشر وټاکې په خلاصو سترګو د خپل سفر ته ادامه ورکړي په تشو وعدو دې نه غولیږي د خپلې خوښ وړ ولسمشر دې وپيژني د هغه تیر او اوس دې تر نظرتیر کړي متعصب او شعاري کسان دې وپیژني هسې نه چې بیا په خپل مینځ کې سر واوړو .

دوی دې ټاکنو په اوږدو کې خپل شعارونه او په دې حکومت انتقادونو ته نور هم زور ورکوي خو دا به وخت وټاکي چې دوی به څه وکړي آیا کوم څه چې د وی له خولې راوځی له لاسه یی هم کیږي که نه آیا په رېښتا کولی شي دا هیواد په داسې یوه اساس او مهم وخت کې له دومره جنجالونو او ګډوډیو نه وژغوري آیا و به کولی شي چې افغانان سره ټول کړي؟

دا هم یو حقیقت دی چې افغانستان یوه تکړه ولسمشر ته اړتیا لري تر څو له هر چا سره د دې هیواد په اړه پرتې ستونزې حل کړي .

نو هر افغان باید په خپله د خپلې راتلونکې لپاره د زړه له کومې هڅه وکړي خپل ځان ثابت کړي چې یو ژوندی او مستقل انسان دی د ټاکلو حق لري خو ډیره هڅّه یی دا وي چې دا سې فکر وکړي چې پښیمانه نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *