ژباړه: روح الله دروېش بدلون
۱- خندا د بدن ټولو غړو ته آرامښت وربښي، د عصبي ستونزو مخنيوی کوي او ددې باعث ګرځي تر څو د خوښۍ احساس وکړو.
۲- ولې کبانو ته کتل سکون بښونکي وي؟
د دې لپاره چې ماهیان آرام ګرځي او تر ټوله مهمه داده چې آرامه ساه اخلي، ماهیانو ته کتل د دریا د کتلو په شان سکون بښونکي او آراموونکي وي.
۳- د آرامه کېدو لپاره منډې ووهئ او پلی تګ وکړئ، دا دواړه کړنې له عصبي فشارونو سره یو ډول مقابله ده، دا یوه ساده کړنه ده او زده کړې ته هم اړتیا نه لري، که چېرې د غوسې په وخت کې قدم وهی او پلي وګرځی په اغېز یې ډېر ښه پوهېدلای شی.
۴- د خپلې سا غږ ته غوږ کېږدئ او هغه واورئ، کله چې تاسو د غوسې اور ته داخېلېږئ د خپلې ساه د غږونو درب او دروب ښه دقيق واورئ، کله چې داسې وکړئ، ارامښت درستنیږي.
۵- کله چې غواړی له غوسې او نا آرامتيا ځان خلاص کړی پارک ته ځئ او يا هم د خوب خونې ته ننوزئ، دا کړنه مو عادت ګرځي او د غوسې يا نا آرامتيا په وخت کې مو خپل ځان ته ورکشوي تر څو بېرته د آرام ساه واخلی.
۶- ايا کله چې له فشار لاندې کېږی په غیر ارادي ډول خپلې وروځې موښی؟
له دې وروسته دا کار په ارادي ډول ترسره کوی، ځکه طب دې پایلې ته رسېدلی چې زموږ د ارامتيا يوه برخه وروځې دي او د هغې په موښلو سره انسان ارامه کېږي.
۷- خپلې ستونزې وليکئ، دا به تاسې ته په زړه پورې وي چې ستاسې زياتره ستونزې د حل کېدو وړ دي، کله چې خپلې ستونزې د کاغذ پر يوه ټوټه لیکی؛ نو د هغو لپاره حللارې لټوی، هغه وخت پوهېږی چې له لسو څخه نهه ستونزې د حل کېدو وړ دي.
۸- مهمه نه ده چې څه اعتقاد لری، مذهبي ځایونه لکه مسجد، معبد او نورو واقعا اراموونکي وي، یوې څنډې ته کېنئ او په سکون لرونکې او آراموونکې فضا کې ځان راونغاړئ.
۹- که غواړی د آرامتیا احساس وکړی په خوړو که له سبزیجاتو څخه ډېره ګټه واخلئ او خپل خوارکي رژيم ته تغير ورکړی.
۱۰- آرامښت له ماشومانو زده کړئ، هغوی په کوچنی خوښی ډېر خوشحاله کېږي، کوښښ وکړئ تاسې هم همداسې واوسئ او حتمن کولای شی.