تاند- هغه امریکايي پوځي چې په افغانستان کې یې د طالبانو مړو ته سپکاوی کړی و، په شمالي کارولینا کې مړ وموندل شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې دا خبره د امریکا د سمندري ځواکونو د تقاعد شوي سرتېري رابرت ریچاردز مدافع وکیل وکړه.

رابرت ریچاردز په افغانستان کې د طالبانو پر مړو متیازې کړې وې او پر خپل جرم یې اعتراف کړی و.

د ده مدافع وکیل ګوی ومک د جمعې په ورځ وویل چې ریچاډز د چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې مړی شوی دی.

د ومک په وینا ممکن ریچاډز د خپلو درملو، چې د څو ټپونو لپاره یې استعمالول، د بدلولو له کبله مړ شوی وي.

د ومک په باور ریچارډز ځان وژنه نه ده کړې.

اته ویشت کلن ریچارډز د امریکا د پوځ په سمندري ځواک کې بریدګی و خو د ۲۰۱۳ کال په اګست کې چې په یوټیوب کې د ده او د ده د ملګرو ویدیو خپره شوه، چې د طالبانو پر مړو متیازې کوي، له خپلو ملګرو سره له پوځه وایستل شو.

پر ریچارډز ثابته شوه چې د جولای په میاشت کې یې د درو طالبانو پر مړو متیازې کړي دي.

د ریچارډز مدافع وکیل خپل موکیل یو اتل بولي خو په عین حال کې دا مني چې نوموړي افغانستان ته په درېم سفر کې لویه تېروتنه کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ