تاند- الکساندر بلانکو د یوې باښې د ژغورلو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخوي.
دی وايي: «زما نوم الکساندر بلانکو دی. په وینزویلا کې حیرانوونکي باښې له خطره ژغورم.»
الکساندر د باښې د ژغورلو لپاره له ۳۰ متره لوړ ځایه ځان وغورځاوه چې له بله یې لاس او پښه ماته شوه. خو د ده لپاره مهمه دا ده چې باښه یې وژغورله.
دی همداراز وايي«کله چې زده کوونکی وم ، په ژوبڼ کې مې د رضاکار په توګه کار پیل کړ. هلته د باښو حالت ښه نه و. موږ په ژوبڼ کې ورته ښه ځای ومونده. له هماغه وخته مې له باښو سره مینه پیدا شوه.»
په وینزویلا کې سیاسي بې ثباتي او د بودجې کموالی سبب شوی چې په پراخه پیمانه ځنګلونه په غیرقانوني ډول ووهل شي.
هره اوونۍ د مرکزي لندن هومره ساحه (څه باندې ۳۰۰ کیلو متر مربع) ځنګلونه وهل کېږي.
هر کال په وینزویلا کې ۲۸۷۰۰۰ هکتاره ځنګلونه له منځه ځي.
الکسادر په باښو کې داسې چیپونه ایښي چې د سپوږمکۍ په وسیله څارل کېدای شي. او د سیمې خلک د باښو د ساتنې لپاره ګوماري.
ده ته د دې کار په خاطر معتبره جایزه ورکړای شوې ده.
د الکساندر په شان انسانانو د طبیعت د ښکلا او تنوع د خوندیتوب لپاره خپل ژوند د بېلابېلو ژوو اونباتانو ساتنې ته وقف کړی دی.