چا چې د خپلې ځوانۍ د جوش او خروش موده په سپېرو ډاګونو او دنګو غرونو کې دجهازونو او توپونو د باروتو سرو لمبو ته په لوږه او تنده تېره کړه، چا چې خپل هېواد ته د چوپړ لپاره تر پوهنتونه ځان و رساوه او غوښتل یې له دغې لارې ځورېدلي ولس ته کار وکړي؛ خو د وخت بربریانو او شوروي ښکېلاکګرو اجنټیانو د ستراتیژیک پلان له مخې یې و نشو کړای تر څو هغه د مور او پلار ستر آرمان تر سره کړي. تر نیول کېدو مخکې، د دښمن له کرغېړن او شوم پلان څخه خبرېږي او د جهاد سنګرونو ته له خپلو ژمنو ملګرو سره د کمونیزم رژیم پر ضد د جهاد آواز اوچتوي. نور د هغې ښکلې ودانۍ او اکاډمیک چاپېریال رنګ تر یوې اوږدې مودې پورې په سترګو هم نه ویني، په کومه کې چې ښاغلي تر درېیم ټولګي خپلې لوړې زده کړې کړې وې، په رڼو څراغونو روښانه او سینګار شوي ښار کې یې نور د پلونو خاپونه چا ونه لیدل، حُبُّ الوطن مینې یې څېره پیکه کړې وه؛ خو هوډ او پر الله ج توکل یې ورته د روښانه راتلونکې زېري کاوه، له هېواده لرې یې د زلمیانو په روزلو او مجاهدت پیل وکړ.
په لنډه موده کې ډېر حکومتونه وا وښتل را وا وښتل؛ خو بیا هم هغه میکانیزم چې د یتیمانو، بورو او سر تورو میندو د رنځ دارو شي، را منځته نه شو. په پایله کې مجاهدین له ډېرو مبارزو او قربانیو وروسته بریالي شول؛ خو د سیاسي ځواک تندې او بې تجربه ګي لامل شوه، چې د مجاهدینو یو ناکام حکومت تشکیل شي؛ نو خپل منځي جګړو زور واخیست.
لنډه دا چې هغه چاته چې د ټولو خلکو تمه وه بیا هم له واک څخه لرې او په انزوا کې پاتې شو. دغه ستر او با همته شخصیت ښاغلی حکمتیار و، چې کله به یې په غرونو او کله به یې په بهر کې د مهاجرت شپې ورځې تېرولې. شرقي او غربي ښکېلاکګرو نه غوښتل چې یو مدبِّر او سیاسي شعور لرونکی رهبر واک ته ورسېږي او په اسلامی اصولو ولاړ سمبالښت را منځته کړي. کفري نړۍ ته جوته وه، چې ښاغلی حکمتیار د پوره تدبُّر او سیاسي نبوغ څخه برخه من شخصیت دی؛ نو ځکه یې له نوموړي څخه سترګې سوځېدې او پر وړاندې یې غیر مستقیم خنډونه جوړول.
ښاغلی حکمتیار د جنګ او جګړې تږی نه ؤ، تل یې د سولې او مصالحې غږ اوچت کړی او د لنډ مهاله، عبوري او بیا د رڼو ټاکنو له لارې د منتخب حکومت غوښتونکی ؤ.له علم او تنوُّر سره یې تر بل هر چا ډېره مینه وه، د جهاد په لړ کې یې هم د هېواد په بېلابېلو کلیو او بانډوکې ښوونځي فعال ساتلي ؤ، نوموړی لکه خوشال خان خټک، هم د تورې او هم د قلم خاوند ؤ نه یې سنګر او نه یې هنر تت ساتلی. سره له ډېرو بوختیاوو او نا خوالو د خپل ژوند په شپږو لسیزو کې ۱۱۷ کتابونه پر خپل هنري لیکاني(قلم) پسوللي دي. په دیني، سیاسي او ټولنیزو برخو کې یې لاس په پوره مهارت سره ګرځېدلی، علمي او فرهنګي وړتیا ته یې هم نړۍ وال ګوته په غاښ پاتې دي.
خبره به لنډه کړو او نېغ به د وروستي هوکړه لیک اړوند خبرې وکړو:
تر دې د مخه د ښاغلي کرزي په دوره کې هم د اسلامي ګوند د مشر له لوري استازي را واستول شول؛ خو په هغه وخت کې د سولې لپاره ژمن خلک پر واک نه ؤ . په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د اشرف غني تر مشرۍ لاندې حکومت له لمړۍ ورځې کلک هوډ در لود تر څو له مرورو وروڼو سره د سولې ور پرانېزي او د وطن روانو ناخوالو او کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي؛ خو بیا هم مغرضو هېوادونو د څلور زنیز کمیسیون چې په هغه کې آمریکا، چین، پاکستان او افغانستان شامل ؤ، له طالبانو سره د سولې بهیر پیل کړ ؛ خو په لنډ وخت کې څرګنده شوه، چې د سولې لپاره ریښتینی هوډ نه لري، پر همدې اساس د اسلامي ګوند مشر ښاغلي ګلبُدین حکمتیار د بین الافغاني سولې او روغې جوړې غوښتنه وکړه، تر ډېره چا پرې باور نه درلود چې دا وړۍ به شړۍ شي؛ خو د مدبرو، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنو خلکو چې د سولې د خبرو اترو د هیئت په ترکیب کې شامل ؤ، دا خیال او خوب یې په داسې یوه حقیقت بدل کړو، چې په پایله کې یې د سولې هوکړه لیک د ښاغلی حکمتیار او رئیس جمهور ، د سولې د عالي شورا رئيس اروا ښاد پیر سیّد احمد ګیلاني په مخلصانه هڅو تر امضاء او مبادلې ورساوه.
جلالت مآب رئیس جمهور هم خپل تعهد ثابت کړ او د ستر مجاهد نوم یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېست څخه لرې کړ، که څه هم د تور او سپین لېست خبره په هېواد کې دښاغلي حکمتیار صیب د را څرګندېدو لپاره مهمه نه وه؛ خو بیا هم په نړۍ واله کچه یې یو ستر بریالیتوب ګڼم، اوس، اوس چې د جهاد د ستر سرلاري د راتلو او څرګندېدو خبرې نورې هم تودې شوي دي، په هېواد کې د ننه د یو څو مجهول الهویته کړیو لخوا د خپلو کفري باردارانو د خوشالۍ او د زهرجنې ګولې لاسته راولو لپاره په ډېره بې عزتۍ او بې شرمۍ د کابل په کوڅو کې د مرده باد او زنده باد آوازونه پورته کوي او غواړي تر څو د محبوب القلوب رهبر اتوریته او صلابت تر پوښتنې لاندې راولي؛ خو د افغانستان با عزته ولس دغو لنډغرو ته په ځغرده وایي، چې نور ستاسو منحوسو څېرو او نکِره آوازونو پسې نه ځو او نه په این و آن باندې خپل غرور او شهامت پلورو. نور نو د جهادونو سالاره د انتظار شېبې پای ته رسېدلې د یتیمانو، کونډو او رنډو په سترګو کې د غُربت اوښکې وچې شوې، دردونه او ټپونه یې پتۍ او مرهم غواړي؛ خو دا مرهم او پټۍ یوازې او یوازې ستاسو په راتګ سره د ټپونو مداوا ګرځېدلی شي. ښامارانو مو پر شتمنیو خېټه اچولې هره ورځ را څخه د مظلومو خلکو وینې زبېښي، هېواد یې راته د استعمار پر ځای په کنډواله بدل کړ، اوس هم وختي ده امیر صیب د دردېدلو افغانانو د خوبونو تعبیر و ګرځه او ټول خیالات یې په حقیقت واړوه!
د ښېرازه، سوکاله، پر مخ تللي، آباد او لوی افغانستان په هیله!