ژباړه: حمیدالله حمیدي–

موږ او تاسو ډېر کله په دنده کې د ځينو لاملونو له کبله ډېر د بريا احساس نه کوو او داسې تېروتنې تکراروو چې د بریا مخه مو ډپ کېږي. که تر اوسه هم په خپل مسلکي ژوند کې د خپلې خوښې وړ ځای ته نه یی رسېدلي، نو یوازې نه یاست.
که له خپلو ملګرو پوښتنه وکړی، ډېری یې له خپلې دندې زړه توري دي، دوی د دغه نفرت پړه د خپل رییس پر غاړه ور اچوي.
اصلي پړ څوک دی؟
زموږ د وروسته پاتې کېدو اصلي لامل د تېروتنو بیا، بیا تکرار دی. (د بریالي ژوند نهه رازونه) کتاب لیکوال سکېپ پریچارډ وایي، ما به تل په دې اړه فکر کاوه چې ولې ځینې کسان بریالي کېږي او ځینې نور بیا ماتې خوري.
پریچارډ د ارواپوهنې او مرکو د یوه ګروپ مشري کړې ده. دی وایي، د دغه ماموریت پر مهال مو د ۱۰۰۰ کسانو تېروتنې څېړلې دي چې تر ټولو عامو ته یې دلته کتنه کوو.
لومړۍ تېروتنه- هیلې مو خپلې نه دي:
کېدای شي د مور او پلار په خوښه مو تحصیلي څانګه ټاکلې وي، یا مو هم رییس دا تشخیص کړې وي چې د مارکېټېنګ لپاره ښه یاست. په داسې حال کې چې ستاسو له مالي مسایلو سره جوړه ده. تاسو یوه هیله درلوده، خو هغه مو اوس وژلې ده. کله چې تاسو د بل چا له هیلې سره مخ کېږی او یا د هغوی د هیلو قرباني کېږی، انګېزه مو نوره هم وژل کېږي او انرژي مو له منځه ځي. همدا لامل دی چې په دنده کې پرمختګ نه کوی او له ځان سره دې پایلې ته رسېږی چې تاسو د دې دندې لپاره جوړ نه یاست، خو کله چې د خپلې خوښې په دنده وګومارل شی، هره ورځ به انرژي اخلی او پرمختګ به کوی. ډېر کله داسې هم کېږي چې دنده مو درته په زړه پورې وي، خو چاپېریال یې بیا ستاسو په زړه نه وي. له ټولو مخکې ځان وپېژنئ، دنده او کاري چاپېریال مو په خپله خوښه وټاکئ.
دویمه تېروتنه- اجازه ورکوئ چې نور مو ارزښت وټاکي:
د پنځو افغانیو پر سیکې لږ تر لږه یوولس افغانۍ لګښت راځي، خو موږ ټولو دا منلې چې دغه سيکه یوازې پنځه افغانۍ ارزښت لري، ځکه پر سیکه یوازې د پنځو افغانیو لېبل وهل شوی دی. کېدای شي ډېر کله ستاسو په اړه نورو قضاوت کړی وي. د ځان په اړه به مو له نورو دا هم اورېدلي وي چې وایي: «د ورزش لپاره جوړ نه یې». یا دا چې: «ته نو ځان ته څه شی وایې؟!» بریالي کسان ډېر کله هغه لېبل ته نه ګوري چې خلک یې پرې وهي. پر ځان باور وکړئ او د قوت هغه ټکي مو در په یاد کړئ چې لری یې. د خلکو پر هغو خبرو باور مه کوئ چې د حسادت له مخې یې ستاسو په اړه کوي. خلکو ته ولې اجازه ورکوی چې دوی ستاسو ارزښت وټاکي؟
درېیمه تېروتنه- پلمې کوی او توجیهات لټوئ:
موږ او تاسو ډېری دا عادت لرو، کله چې یو څوک ډېر عذرونه او بهانې لټوي، ان که قانع کوونکي هم وي خلک بیا ورته ارزښت نه ورکوي. نننۍ نړۍ د هغه چا په مالکیت کې ده چې تېروتنه کوي، خو مني یې هم. هغوی وایي، هڅه مې وکړه، خو ونه توانېدم، دا ځل په سمه لاره ځم. دوی له خپلو تېروتنو نه تښتي. هغوی چې تېروتنې کوي او بهانې ورته تراشي، پام مو وي چې هېڅکله هم پرمختګ نه شي کولای.
څلورمه تېروتنه- له ناسمو خلکو سره په اړیکه کې یاست:
هغه کتابونه چې تاسو یې مطالعه کوئ او هغه کسان چې ورسره په اړیکه کې یاست، تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ستاسو پر ژوند اغېز پرېباسي. شاوخوا مو څه ډول کسان دي؟ ذهن مو په څه شي تغذیه کوی؟ په اصل کې تاسو د هغه چا پر ګډوله بدلېږی چې شاوخوا مو ژوند کوي. نو پام مو وي چې هغوی تاسو پر کوم لوري بیایي. همکارانو ته مو پام وکړئ، ایا هغوی د خپلې ښې راتلونکې لپاره هڅه کوي او که د نورو په سپکولو پسې یې را اخیستې ده؟ دغه څه مو باید عادت وګرځوئ، څومره چې د جامو په اخیستو کې دقت کوی، په هماغه کچه مو د ملګرو په ټاکنه کې هم دقت وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *