نیویارک ټایمز، مجیب مشعل/ دری ژباړن: مختار یاسا/ پښتو ژباړه: د بدلون اوونېزي اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۱۶ مه / پرلپسي ۶۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ کب/۱۲/ ۱۳۹۴
کله چې مجاهدو جګړه مارو په ۱۹۹۳ کې د دغه سهیلي ولایت مرکز ونیاوه، جنرال عدالجبار قهرمان په دغه ولایت کې د هغه وخت د حکومت قومندان وو او ښار یې مجاهدینو ته وسپاری.
هغه دا دی دوې لسیزې وروسته، بیا هم په دغه ولایت کې یوه دولتي څېره ده او چوکۍ یې د اورپکو له خوا د نسکورېدو له ګواښ سره مخ ده.
دا وار د ښار په دروازو کې له طالبانو سره مخ دی؛ اورپکو د دغه ولایت د مرکز لښګر ګاه ښار په څنډو کې خپل سنګرونه کلک کړي دي؛ د اورپکو او دولتي مقاماتو تر منځ یوازې هلمند سین آرام بهېږي او د هلمند له ۱۴ ولسوالیو څخه ۱۰ یې یا د اورپکو په منګولو کې یا یې هم تر سختو ګوزارو لاندې دي.
ښاغلی قهرمان، تېره میاشت د ولسمشر غني د استاځي په صفت هلمند ته واستول شو او د طالبانو پر ضد یې د دغه ولایت د دفاع او هڅو مسؤلیت پر غاړه واخیست خو دغه پخوانی جنرال، د دې ټېنګار تر څنګ، چې د دولت لپاره یوازې پوځي هڅې فایده نه لري، تلاښ کوي چې طالب قومندانان د خبرو مېز ته راولي.
محترم قهرمان تېره اونۍ د خپلې قومندانۍ په مرکز کې، په داسې حال کې چې زیاتره یې له پوځي قومندانانو، سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره تلیفوني خبرې کولې، د یوې مرکې په ترڅ کې وویل: «ما پخوا هم باور درلود چې جنګ د دې ملت د مشکل حللار نه ده او نن هم په همدې باور یم. الوتکه، توپ او ټانک، دا ټول ماته خوړلې وسایل دي او باید بېخې لږ وکارول شي.»
هغه زیاته کړه: «زما اول کوښښ دا دی چې جنګ کم کړم، د جګړې اور مړ کړم.»
که څه هم په ځينو ځایو کې دغه کار ته د پر شا تګ په سترګه کتل شوي وي.
په دې وروستیو کې پوځي ځواکونه په موسی کلا و نوزاد ولسوالیو کې له خپلو وروستیو پوستو څخه ووتل؛ تر ۱۵۰۰ زیات سرتېري په ښکاره توګه له خپلو پوستو څخه د دې لپاره ووتل چې د لښګرګاه شاوخوا امنیتي کړۍ کلکه کړي، څه وخت مخکې د ځانګړو امریکایې ځواکو پښې وجنګ ته راکش کړه شوې چې د ولایت مرکز ته د غځېدلو سړکو په پاکولو کې مرسته وکړې او د دغه ولایت په دفاع کې یې ونډه واخیسته.
۵۸ کلن قهرمان په دغه ولایت کې پخوانۍ تجربه هم لري، د نوموړي دنده د افغانستان په سهیل کې د روسیې په ملاتړ د کمونیستی حکومت د وروستیو استحکاماتو ساتنه وه؛ هغه خپله په ۱۹۹۳ کې د دغه حکومت د نسکورېدو شاهد وو؛ کله چې هغه خپل ځواکونه وایستل او لښګرګاه ښار یې د(CIA) په ملاتړ، مجاهدینو ته وسپاری، نو تر دې وروسته یوه لسیزه روسیې ته تبعید شو.
هغه په ۲۰۰۱ کې د امریکا تر برید او طالبانو تر نسکورېدو وروسته افغانستان ته راغی او د پارلمان غړی شو؛ هغه لکه ښاغلی اشرف غني، له طالبانو سره د ناستې لیدلوری یې عاطفی دی، ولسمشرغني هڅه کړې ده چې د اورپکو له مشرانو سره خبرو ته کښېني او دغه اوږد جنګ په سیاسي ډول پای ته ورسوي.
خو لاس په لستوڼي په دغه بحراني وضعیت کې، قومي مشران د ده کوښښونه غیر عملي او مایوسوونکي ګڼې (د یوه بېوسه قومندان مایوسوونکې کړنې او اقدامات). طالبان د ولسمشر غني د سولییزو وړاندېزو د منلو پر ځای، هغه مخامخ جنګ ته را بولي او د حکومت له خوا د وخت ور کولو په کیسه کې نه دي.
د سنګین ولسوالۍ یوه قومي مخور حاجي محمد طاهر، چې په دې وروستیو کې یې له ښاغلي قهرمان سره خبرې کړي، وویل: «زما په خیال محترم قهرمان د سوی خوب وړی دی، دمګړی طالبان برلاسي دي او حکومت کمزوری دی، هر کله چې هغوی (طالبان) له نظامي اړخه کمزوري شول، بیا نو کېدای شي چې سیمه ییز طالبان وسلې پر ځمکه کښېږدي او د سولې له بهیر سره ملګري شي، نه اوس.»
په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو یوه قومندان ملا عبدالرحمن احسان وویل چې محترم قهرمان د خپلو تېرو سپکاویو د جبران لپاره بیا هلمند ته راغلی وو، ملا احسان وویل: «راځئ اول و جنګېږو؛ سوله او وسله غورځول هېر کړئ، اول باید وجنګېږو او وروسته بیا د سولې پر پروسه کار وکړو.»
ځینې نور هم وروستیو اقداماتو، په تېره بیا په هلمند کې د پوځي هډو پرېښوولو ته د شک په سترګه ګوري.
ښایي دولت، تر یوې کلنې پوځي فاجعې وروسته، له طالبانو سره د ولسوالیو معامله کړې وي، د دې لپاره چې هغوی له لښګرګاه ښاره لیري وساتي او دا ټیک هماغه کار دی چې کمونیستي حکومت د خپل ژوند په وروستیو سلګیو کې د افغانستان په جنوب کې وکړ.
د هغه چا سولییزي خبرې، چې په هلمند ولایت کې د عملیاتو مسؤل دی او د ملي دفاع د سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی چې تر پروسږ کال پورې د سولې پروسې مسؤل وو، دغه شکونه او اټکلونه نور هم رشتیا ته نژدې کوي.
د هلمند ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده، چې پلار یې په ۱۹۸۰- یمه لسیزه کې د ښاغلي قهرمان د اصلي مخالفینو یو سرغنه و، وویل: «هغه پوښتنه، چې له موسی کلا ولسوالۍ څخه تر راوتو وروسته، زما ذهن ځوروي، دا ده چې، ښايې دوی به وایي چې موږ په ولسوالیو کې مقاومت نه کوو او تاسو پر ښار برید مه کوئ، که داسې نه وي نو دوی ولې پرته له کوم مقاومت او جګړې څخه پر شا شول؟»
ښاغلی قهرمان چې وروستی پر شا تګ ضروري او له هر ډول معاملې پرته بولې، دا یې ومنله چې یو سخت کار یې کړی دی.
دولت په هلمند کې، نه یوازې زیاتره ولسوالۍ بلکې په څو کالو کې یې ولسي ملاتړ او له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم اعتبار بایللی دی، د تاریاکو ګټې ته طمعې، هم طالبان او هم حکومتي چارواکي د جنون تر بریده رسولي دي.
د چارواکو او سیمه ییزو مشرانو په وینا، د هغو دښتو په زړه کې، چې احمتالاً د طالبانو تر لاس لاندې دي، د امنیتي ځواکو له خوا، په شپه کې د تاریاکو لپاره بریدونه کيږي؛ مړي په دښتو کې پاتېږي، خو له تاریاکو ډکې کڅوړې ورکيږي.
طالبانو له نسکورېدو څخه ۱۴- کاله وروسته یو وار بیا د افغانستان ډېره برخه نیولې ده.
ښاغلي قهرمان وویل: «که تاسو همدا اوس ما د هلمند کونج- کونج ته واستوئ او ووایاست چې جباره! یو دوه ښه ولسوالان پیدا کړه، یو د پولیسو ښه قومندانان پیدا کړه او یو څو ښه رئیسان پیدا کړه، زه په دا ټول هلمند کې یو کس هم نشم پیدا کولای، زه رشتیا دا کار نشم کولای؛ حتا که تاسي زما ډېر نژدې افراد هم مقرر کړئ نو دوی به په شرمښانو بدل شي، په مجموع کې ذهنیت دغسې شوی دی، په وجدانو کې بد په ښه اوښتي دي.»
په وروستیو کې، په هلمند کې تر څو خونړیو میاشتو او حکومتي قلمرو تر محدودېدو وروسته، د ولسمشر غني له خوا د لوړ پوړو چارواکو یو پلاوی واستول شو؛ دې هئیت ومونده چې د کاغذ پرمخ د ثبت شویو ځواکو له جملې څخه، یوازې نیم یې وظیفه اجراء کوي او حضور لري، د پلاوي یوه غړی چې نوم یې و نه ښود، وویل چې دغه ځواکونه د تېښتې، تلفاتو او فساد له امله ورک ول.
محترم قهرمان د دغو ستونزو د منلو تر څنګ وویل چې په هلمند کې له اورپکو سره د جنګ لپاره پوره ځواکونه شته؛ د ده په باور په دغه ولایت کې د اورپکو شمېر تر ۲۰۰۰ تنو نه اوړي، هغه په ټینګار وویل چې افغان امنيتي ځواکونه ښه پوځي تجهیزات لري، هغه د ناټو په ملاتړ نوی افغان پوځ له «اصلاح شوی شیدې ور کوونکی غوا» سره تشبیه کړ او د دې په پرتله یې یو نسل مخکې پوځ ، چې شوروي یې ملاتړ کاوه، «ډنګر غویی» وباله.
هغه وویل چې د ځواکو په مدیریت او د فاسدې رهبرۍ په څرنګوالي کې، چې قطعاتو ته تر رسېدو مخکې تدارکات تر ستونې تېروي، ستونزې شته.
ښاغلي قهرمان د طالبانو په تړاو وویل: «د هغوی یوازنی هنر دا دی چې ګرځند دي، له بلې خوا زموږ لپاره د کاروانو چمتو کول ځو ورځې نیسي، هغوی برلاسي دي، هغوی د سیمي خلک دي، په منطقه کې بلد دي او بار یې سپک دی.»
محترم قهرمان لا هم په هلمند کې بدلونو ته هیله من دی، هغه یو پښتو شعر ووایه: «چې غوټې پسې وهې په لاس به در شي / چا ویل چې په دریاب کې ګوهر نشته»
مګر ۵۳ کلن حاجي شرف الدین چې په ۱۹۸۰- یمه لسیزه کې د ښاغلي قهرمان پر ضد جنګېدلی، له دې انديښمن دی چې هسې نه د دغه پخواني جنرال سابقه یو وار بیا تکرار شي.
حاجي شرف الدین وویل: «سبا به یوه بله الوتکه در پسې راشي او موږ به دې هم سیل وکړو.»