زموږ اصلي سرمایه زمونږ ژوند دی او ژوند د یو څه وخت مجموعه ده. په دې وخت کې یو مقصد پکار دی او مقصد ته رسېدل پلان او پروګرام غواړي.

په ژوند کې چې هر هدف ټاکو، هغه دې څلور ځانګړنې ولري: یو دې معقول وي یعنې رسېدل دې ورته ناممکن یا ډېر زیات لرې نه وي. بل دې داسې مقصد وي چې په ورتلو وارزي. که یو څوک په لسو مختلفو پوهنو کې ماسټري کوي، په زیار کې یې شک نشته خو د څه لپاره؟ بله دا چې هدف دې د هوس نه بلکې د مینې او استعداد په اساس وي. ډېر کسان نورو ته ګوري او په ژوند کې هدف ټاکي. یو وخت یو تکړه انجنیر وویني اوانجنیر کېدل مقصد وګڼي، بیا د ژورنالیست تر اثر لاندې راشي، د ژورنالیست اوسېدلو هوس ورپیدا شي. موږ چې د نوح پیغمبر په اندازه عمر نه شو کولای، راته پکار ده چې د هوسونو په اساس نه بلکې د خپل استعداد او واقعي مینې په اساس هدف وټاکو او چې ډېر مجبور نه شو، بدل رابدل یې نه کړو.

د ژوند د هدف په ټاکلو کې څلورم معیار دا دی چې یوازې د ځان ګټه نه بلکې د ټولنې خیر هم په نظر کې ونیسو. که زه د لیکوال په حیث غواړم په ټول وطن کې مشهور شم، دا شخصي مقصد دی خو که وغواړم چې د افغانستان ادبیات وده وکړي، دا بیا د هدف ټولنیز اړخ دی. هر څوک چې په خپلو مقصدونو کې اجتماعي اړخ په نظر کې نه نیسي، په شخصي هدفونو کې به یې هم د کامیابۍ چانس کم وي او بلکې ماته خو ناممکن ښکاري.

د هدف له ټاکلو وروسته پلان او پروګرام پکار دی. کله کله ممکن د ټول کال لپاره ډېر دقیق پروګرام جوړ کړو او د ژر پرمختګ لپاره تفریح او استراحت ته تر وسه وسه لږ وخت ورکړو. زما شخصي تجربه دا ده چې دغسې پروګرام یا د ستړیا په وجه او یا د اجتماعي مجبوریو په وجه څو ورځې وروسته ناکام غوندې شي او په ځان باندې د بې باورۍ سبب وګرځي.

بهتره ده په پروګرام کې یو څه وخت سپین پرېږدو. یعنې خپل صحت، روحیې او اجتماعي شرایطو ته وګورو او د کار لپاره د ازاد انتخاب یو فرصت هم په نظر کې ونیسو.

کېدای شي د هرې جمعې په ماښام د راتلونکې اونۍ لپاره د کال د عمومي هدفونو په چوکاټ کې او د همدې ورځو ځانګړنو ته په پام سره یو نسبتا دقیق پروګرام ولرو. زما تجربه دا ده چې د میاشتې تر دقیق پروګرام د اونۍ دقیق پروګرام د کامیابۍ ډېر چانس لري، ځکه یو خو یې وخت کم او د اټکل وړ دی او بل که کار ته پروګرام لرو نو تفریح او استراحت ته یې هم باید ولرو. هغه څوک چې د تفریح په چل نه پوهېږي د کار په کیفیت باندې یې شک پکار دی. اونۍ داسې موده ده چې ټولنې ورته له پیړیو راهیسې د استراحت او رخصتي وخت ټاکلی دی.

تر اونۍ هم د شواروز اټکل اسان دی. شواروز مو لا زیات په اختیار کې دی او له کامل ژوند سره یې تشبیه کولای شو. بهتره ده چې هر سهار د اونۍ د پروګرام او د ټول کال د پلان په چوکاټ کې هر سهار د شواروز لپاره پروګرام جوړ کړو. ما ځینو زلمو ته یوه مشوره ورکړې ده چې دلته یې تکراروم: هر سهار دې له راویښېدو و��وسته له ځان سره ووایو چې : د روغتیا له اصولو سره سمه، له اخلاقي اصولو سره سمه، خوشحاله او تر وسه وسه فعاله ورځ به تېروم.

ځینې کسان په ظاهره بوخت وي خو کار ته یې توجه نه وي او کار یې بې کیفیته وي..ځینې نور ډېر وخت په چایو او غیر ضروري مجلسونو تېروي او بیا شکایت هم کوي چې وخت ورسره کم دی. له اخلاقي اصولو څخه حد اقل هدف دا دی چې بل ته په لاس، په ژبه او په زړه کې تاوان ونه رسوو. هغوی چې په خیال او تصور کې بل ځوروي، یوه ورځ به بل په رښتیا وځوروي.

که خوشحاله روحیه ونه لرو، نیک او فعال اوسېدل به راته سخته شي. خوشحالي تر ډېره حده زموږ په اراده کې ده. وګورئ ګڼ بېوزلي کسان خوشحاله ژوند لري او ډېر شتمن او نازولي کسان په غمونو او روحي مشکلاتو کې ډوب دي. له دغه واقعیته دا نتیجه اخیستلای شو چې خوشحالي زموږ له امکاناتو سره نه بلکې زموږ له لیدلوري سره زیات تعلق لري. هغه څوک چې خپلې بریاوې وریادوي، هغه څوک چې له نورو سره په سړیتوب او محبت چلېږي او هغه څوک چې د خوند او خوشحالۍ او خندا خبرې ذهن ته سپاري او ورزش کوي، تر هغو کسانو چې دغه ځانګړنې نه لري، ممکن ډېر خوشحاله ژوند وکړي.

د روغتیا اصولو ته پام کول د کامیاب ژوند لپاره ضروري دي. زه یو نیک، لایق او فعال ځوان پیژنم خو په ډوډۍ کې یې مالګه زیاته وي. زه د دغه دوست په نهایي کامیابي باندې شکي یم، ځکه صحي اصولو ته پام نه کوې.

ماخوستن چې ویده کېږو، له ځانه دې وپوښتو چې ایا تر وسه وسه فعاله، اخلاقي، د روغتیا له اصولو سره سمه او خوشحاله ورځ مو تېره کړې ده؟ که ځواب مثبت و نو د کامیابۍ د ناوې د نه راتلو وېره مه لرئ. هغه راځي، هغه خامخا راځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *