اسدالله خان امرخېل

تر سړک لاندې د برېښنايي مزي ځای پرځای شوي دي چې په واسطه يې برېښنايي مقناطیس پیدا کوي، او د بس يا موټر لاندې چارجر پرې چارج کېږي او برېښنا توليدوي.

جنوبي کوريا داسې سړک جوړ کړی چې ورباندې ګرڅېدونکي برېښنايي موټرونه چارج کېږي.

سرچينې وايي: ((په نړۍ کې دغه لومړنی سړک دی چې اوږدوالی يې ۱۲ کيلو متره دی.

له دې داسې څرګنديږي، هغه موټر چې له ځان سره د برېښنا توليدوونکي ماشن ولري، دې ته اړتيا نه لري چې ودريږي او چارج يې کړي. اوس 2 بسونه له دې برېښنايي ټيکنالوژۍ ګټه پورته کوي او تر 2015 پورې به لس نور بسونه ورزیات شي.

د کوريا د پرمختللی ساينس او ټيکنالوجي ( کاسئټ) انستیتیوت څېړونکي هک پک پاتې شول کله چې د دې پروژې مشر داسې وويل: (( دا زموږ لپاره لوی وياړ دی چې په دې پروژه کې بريالي شوي يو او موږ کوښښ کوو چې ملت ته په ترانسپورټ کې اسانياوې برابرې کړو.»

ده زياته کړه، ايل ای وي ټيکنالوجي د سوداګري اعلانونو او په ملي ترانسپوټ کې د ښه والي د راوستلو لپاره ډېره اسانه لاره ده.

تر موټر لاندې يو ډول برېښنايي وسايل (چارجر) دي چې دThe magnetic field sypd ryznyns په نوم ټکنالوژي په مرسته برېښنا تر لاسه کوي.

تر سړک لاندې ځای پرځای شوي برېښنايي تارونو ( مزي) څخه اليکټرو مګنيټک فيلډ پيداکوي.او د بس يا موټر لاندې هغه جارجر برېښنا جوړ وي چې چارجر تقريباً ۱۷ سانټي ميټره له سړک لوړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *