ژباړه: عثمان.ر
لنډه کیسه –
په هېواد کې د پوهانو، کارپوهانو، آکاډمیسنانو، اقتصاد پوهانو، محاسبه کارانو، انجینرانو، مهنډیسانو، کیمیا پوهانو، زراعت پوهانو، زولوژیستانو او فیلولوژیستانو یو لوی کمیسیون جوړ شو. د کمیسیون دنده دا وه چې وګوري، وڅیړي، مطالعه یې کړي، مطرح یې کړي، حل یې کړي…
– څه شی حل کړي؟
په اوله غونډه کې یې ونشول کولی چې دا د څه شی حل کړي په مسلې باندې پایلې ته سره ورسیږي.
موضوع ډېره ستونځمنه وه: څنګه وکولی شي چې لدې ستونځمن اقتصادي حالت نه را ؤوزي او څرنګه د ژوند د تامینولو طریقه اسانه او ساده کړي او د غریبانو، خواریکښو بزګرانو او کارګرانو په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي.
څرګنده خبره ده چې دا ستونځه حکومت په یوازې ځان نشي حل کولی، که هر څومره له پوهو او هر اړخیزه پوهو شخصیتونو څخه جوړ شوی وي هم. د یو او یا څو کمیسیونوله جوړیدو پرته دا کار ناشونی ؤ.
بالاخره دا ډول برخلیک ټاکونکی کمیسیون جوړ شو. د ټولو خلکو په زړونو کې یې هیلې را پیدا کړې او خوشحالي یې ور په برخه کړه.
د کمیسیون په دوهمه غونډه کې موضوع لږ څه روښانه شوه. پوهانو او کارپوهانو لويې لویې مقالې ولوستلې، غټې غټې خبرې او ژور ژور تحلیلونه یې وکړل او د کمیسیون د دریمې غونډې په را بللو یې پرېکړه وکړه.
په دریمه غونډه کې دې موافقې ته سره ورسیدل چې د کمیسیون په راتلونکې غونډه کې دې د همدې کمیسیون تر مشری لاندې په مختلفو ساحو کې فرعي کمیسیونونه جوړ شي.
په راتلونکې غونډه کې فیصله وشوه چې یو ځانګړی کمیسیون دې جوړ شي چې ستونځې مشخصې او په ګوته کړي.
ستونځه لدې نه هم زیاته وه لکه څنګه چې فکر کیدو. ځکه یې یو بل ځانګړی کمیسیون وټاکلو چې عمده او یا لویې ستونځې له واړو یا فرعي ستونځو نه بېلې کړي.
لدې وروسته کار ماشالله د اوبو په څېر روان شو. په رسنیو کې به تحلیلونه کیدل او په ورځپاڼو کې به هره ورځ لوی لوی مضمونونه او مقالې خپرېدې چې کمیسیون به ښې پریکړې وکړي، هر څه به سم شي او چې پدې نږدې وختونو کې به نوې غونډه جوړه کړي.
خلک سخت خوشحاله شول. هیلې ور سره پیدا شوې. نور هیچا هم نه غوښتل چې کار وکړي او زحمت وباسي. بس خوړل، څښل او نشې به یې کولې. او د کمیسیون راتلونکو غونډو او پرېکړو ته به خوشحاله او سترګې په لار ؤ.
د دې کار لپاره هر څه په نظر کې نیول شوي ؤ. لکه اداري مامورین، قرطاسیه مواد، ارشیفونه، اسنادونه، د غونډو تالارونه، معاشونه، مصرفونه، سفرونه او داسې نور.
د کمیسیون کار ښه په جوش او خروش کې روان ؤ. داسې برېښېده چې دا د یوه کال، دووکالو، درو، پنځو، لسو او یا شلو کالو کار ندی، چې دومره اسان وي. باید احصاییه وشي، پکار ده چې ټولې ستونځې او پوښتنې په نظر کې ونیول شي. واړې ستونځې له لویو ستونځو نه او همدارنګه واړې پوښتنې له لویو پوښتنو نه را بېلې شي. او پدې ډول ورو ورو آو ګام په ګام اصلي هدف ته ځانونه ور نږدي کړي.
خو له بده مرغه ډېرو او اوږدو غونډو د کمیسیون غړي دومره ستړي او ستومانه کړل چې اصلي ستونځه یا موضوع ترېنه هیر شوه.
د کمیسیون ښاغلي ګډونوال راشي، سره قطار شي، غټ غټ سرونه ونیسي لکه په پالېز کې چې کدووان پراته وي، خبرې وکړي خو اصل موضوع یې هیره وي.
بالاخره خلکو هم کمیسیون هیر کړ. یعنې له کمیسیون نه اصلي موضوع هیره شوه او له خلکو نه کمیسیون هیر شو.
لدې نه وروسته د ټولنې دا دواړه عنصره له یوه او بل نه جدا اوسیدل. کمیسیون په ټولنه نه ؤ خبر، ټولنه په کمیسیون نه وه خبره.
پدې توګه به کمیسیون خپلې غونډې کولې خو پر حال ؤلس به خپلو بې حالی او نیشو ته دوام ورکاوه او انتظار به یې ایستو. بالاخره دوی هم په خپلو نیشو کې غرق شول ، او داسې پکې ډوب شول چې هر څه یې هیر کړل او نور نه پوهیدل چې څه شي ته انتظار باسي.
یوه ورځ د کمیسیون په یوه لویه غونډه کې یوه غیر عادي او بې سارې پېښه را منځ ته شوه.
پداسې حال کې چې کمیسیون پخپل کار لګیا ؤ، د تالار دروازه ورو غوندې خلاصه شوه او یو مشکوک سړی ورو ورو داسې تالار ته ننوتو لکه په کوم کلي کې چې یو سرکوزی د چا کور ته ننوزي.
د ده له ترسیدلې څېرې او آلوتلي رنګ نه څرګنده شوه چې سړی په غلطۍ کې تالار ته را ننوتلی دی. سړي خپله خولۍ له سره ايسته کړه، ورو ورو په شا شو او ورو شان یې وویل:
– وبخښئ!
دې سړي چندان په زړه پورې قیافه نلرله. مخ یې د لمر په وړانګو سوزیدلی غوندې ښکاریدو. ږیره یې رسیدلې وه، له خولو ډک ويښتان یې د تنډي په غټو ګونځو پورې نښتي ؤ. غټ ډبل غوږونه یې لرل او بریتونه یې هم د سر د ويښتانو په څېر ګړبړ ؤ. لاندې زامه یې لږه ځوړنده غوندې وه. له همدې کبله یې خوله نیمه خلاصه پاته کیده او کټ مټ د یوه ساده او بې عقله اخمق په څېر معلومیدو.
زاړه کلیوالي کالي یې په ځان کې ؤ او په یو نیم ځای کې یې سره پیوند کړي هم ؤ. د اوږې بوی ترېنه پورته کیدو. دا بوی د ده له خولو او راکي یا کورنیو شرابو له بوی سره ګډيدو او یو بل ډول بوی یې پدې ټول تالار کې خپرولو.
دا مشکوک او عجب سړی پوه شو چې په غلطۍ کې را ننوتلی دی. ځکه یې د ملامتیا خندا وکړه او ورو ورو شاته شو تر څو د تالار نه د باندې شي.
د کمیسیون یو ګډونوال چې غټ او ګردی سر یې لرلو، سملاسي له خپل ځایه پورته شو او په لوړ آواز یې غږ پرې وکړ:
– ودرېږه!
سړی وډار شو او سملاسي د دروازې شاته ودریدو.
د کمیسیون ګډونوال سملاسي په خندا شو او په ډېرې خوشحالۍ سره یې نورو ګډونوالو ته وویل:
– بالاخره، په یاد مې شوه! ښاغلو او آغلو، اصلي ستونځّه خو همدا ده، د کومې لپاره چې مونږ او تاسو غونډې کوو. دادی هغه سړی چې مونږ ټول یې په خدمت کې یو، پخپله راغی. دا ډېر ښه او په زړه پورې مثال دی.
سالون ډېرو چکچکو په سر واخیستو او د سړي زامه نوره هم پسې ځوړنده شوه. که څه هم لږ شان موسکی غوندې شو، خو ځان داسې ورته ښکاریدو لکه کومه لویه ګناه چې یې کړي وي.
نوموړي ګډونوال خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
– هو، دا د دې ملت یوه غوره او په زړه پورې بېلګه ده او مونږ ټول د ده لپاره حاضر او تیار یو چې خدمت یې وکړو. اما تر اوسه مو پېژندلو لا نه…. او نه مو هم لیدلی ؤ. خو دادی نن مونږ ته خدای دلته د کمیسیون تالار ته راولیږلو. اوس به یې نه پریږدو. ښاغلو او آغلو اوس به یې نه پریږدو، تر څو چې د ده هر اړخیزه څيړنه مو نه وي کړي. داسې څيړنه چې له اوسني علم او سټانډارډ سره سمه وی. پکار ده چې زولوژیستان یې مطالعه کړي، کیمیا پوهان یې تحلیل او تجزیه کړي او ډاکتران یې د مړکیدلو ټول علتونه او عوامل په ګوته کړي. لازمه ده چې ټول پوهان د کار خپل متودونه په کار واچوي او ثابته کړي چې د دې سړي درد په کوم ځای کې دی. کله چې مو دا تشخیص کړه، بیا به وکولی شو چې د اوسني علم او پوهې په مرسته لدې سړي سره پر ځای، لازمه او په وخت مرسته وکړو.
ټولو په یوه آواز وویل:
– موافق یو موافق یو.
د کمیسیون ریس سملاسي پخپل زنګ باندې ګوته ټینګه کړه. د زنګ له وهلو وروسته سملاسي یو پولیس تالار ته را ننوتو. د کمیسیون رییس سړي ته لاس ور سیخ کړ او پولیس ته یې وویل:
– دا سړی د څیړنو لپاره بوزئ!
بیا یې په تالار کې خلکو ته مخ را واړاوه او ویې ویل:
– اوس د کمیسیون د غونډې پای ته رسیدل اعلانوم. راتلونکې غونډه به د دوبي له رخصتۍ نه وروسته وي.
د دوبي له دوو میاشتو رخصتۍ وروسته کمیسیون بیا سره یو ځای شو اوغونډه یې وکړه. د غونډې په پیل کې رييس وویل:
– اوس به راشو اصل موضوع ته. موضوع د هغه سړي هر اړخیزه څیړنه ده چې مونږ او تاسو ټول د ده په خدمت کې یو. بیا یې پولیس ته امر وکړ چې نوموړی سړی تالار ته راولي. خو پولیس وویل:
– هغه خو مړ شو.
– ولې، څنګه مړ شو؟
– همداسې مو له یاده وتلی ؤ او له لوږې مړ شوی ؤ.
– غونډه په همدې ځای پای ته رسیږي. تر بلې غونډې پورې!