لیکوال: دوكتور محمد عبدالرحمٰن العريفى

ايوب عليه السلام ډېر مالداره و او هغه ډېر زامن درلودل. الله جل جلاله هغه ته عزت وركړ او نبي يې كړ.

الله جل جلاله د ايوب عليه السلام څخه د هغه مال او اولاد واخيستل او هغه او د هغه ښځه بغير د مال څخه پاتې شول. الله جل جلاله په ايوب عليه السلام يوى لوى ازمايښت راوست. ايوب عليه السلام په يو ډېر موذي مرض اخته شو چې د هغه قوم دایوب علیه السلام دغه مرض ته حيران وو، هغوى د ده د مرض څخه وډار شول چې هسې نه مونږ هم په دغه مرض اخته نشو، هغه يې د كلي څخه بيرون و ويسته.

ايوب عليه السلام حمراء ته لاړ او هلته يې خيمه ووهله. هغه او د هغه ښځه په خيمه كې اوسېدل. مرض يې نور هم سخت شو تردې چې د هغه د وجود څخه ځوې ( مرادری اوبه ) را وتلې.

ستر مفسر امام مجاهد رحمة الله عليه نه چا د ايوب عليه السلام د مرض په باره كې پوښتنه وكړه، چې آيا هغه چيچك و؟

مجاهد رحمة الله عليه ورته وويل: نه، هغه د چيچك نه هم خراب مرض و. د ايوب عليه السلام په وجود به لكه د ښځو د سينو غوندې غوټې راوتې، بيا به هغه وچاودېدلې او د هغه څخه به بيا ځوې او وينې راوتلې.

ايوب عليه السلام څو كاله همداسې مريض و، خو هغه پّ خپل مرض او سختیو لكه د غره غوندې كلك او صبركونكى و.

يوه ورځ د ايوب عليه السلام ښځه د هغه سرته ناسته وه، په ژړا شوه ايوب عليه السلام ترينه پوښتنه وكړه چې ولې ژاړې؟

هغې ورته وويل: زما تير وختونه را ياد شول، چې څومره ارامه او آسوده ژوند مو درلود او چي اوسنې حال ته مو ګورم نو ژړا راځي.

ايوب عليه السلام ترينه پوښتنه وكړه: ښه اوس دا ووايه چې موږ څو كاله په نعمتونو او آرامه كې تېر كړل.

میرمن یې ورته وويل: اويا كاله.

ايوب عليه السلام ورته وويل: زموږ په اوسني حال څو كاله تېر شول.

هغی ورته وويل: اووه كاله.

ايوب عليه السلام ورته وويل: په ارام او نعمتونو كې دې اويا كاله تېر كړي په دې مصيبت كې هم اويا كاله تېر كړه. بيا د هغې نه وروسته د بې صبرى اختيار ستا په لاس كې دى.

ايوب عليه السلام تقريباً اتلس كاله په همدې حال پروت و، تردې چې يو سهار دوه كسان د هغه ځاى څخه تېرېدل، د هغه مرض يې چي وليده يوبل ته يې وويل:

ماته ښكاري ايوب عليه السلام داسې ګناه كړې، چې د هغې څخه موږ نه يو خبر. څه وخت چې ايوب عليه السلام دا خبره واورېده نو خپل لاسونه يې دوعا ته جګ كړل او دا يې وويل:

( ربي اني مسني الضر وأنت ارحم الرحمین )

ای زما ربه ! زه په تكليف يم او ته تر ټولو ډېر رحم كوونكى يې.

الله جل جلاله د هغه په اوښكو لمدې شوې سترګو ته وكتل، چې تر اوسه پورې يې پرې حرامو ته نه و كتلي او خپل هغه لاسونه يې ورته د دعا لپاره لپه نيولي دي، چې تر اوسه يې حرامو ته نه دي نزدې كړي. الله جل جلاله د هغه دوعا قبوله كړه. الله جل جلاله فرمايلي:

«فاستجبنا له وكشفناما به من ضر و اتیناه أهله »، د انبیاء سورت ۸۵ ایت .

ژباړه: «مونږ د هغه دعا قبوله کړه او هغه څه چې په هغه ول ( بدني او مالي )هغه مو لیری کړ او مونږ ده ( ایوب ) ته د هغه اهل او د هغوپه مثل رحمت هغوي سره ورکړ »

الله جل جلاله د ايوب عليه السلام په باره كې وايي:

«انا و جدناه صابراً نعم العبد انه اواب» د ص سورت ۴۴ ایت .

ژباړه: «بېشكه مونږ (ايوب) صبرناكه وليده، هغه ښه بنده و او هغه د ښو شيانو غوښتونكى و»

دا به څومره د وياړ ځاى وي چې الله جل جلاله ته په مرض كې وويني او ته په خپل مرض صبر كوې.

عروة بن زبير

عروة بن زبير رحمة الله عليه د لويو تابعينو له جملې څخه و، هغه د زبير بن العوام رضى الله عنه ځوى و. د عروة رحمة الله په پښه باندې يوه داسي دانه راوخته چې هغه دانه د دې سبب و ګرځيده، چې د هغه د پښې غوښه په شړېدو شوه. طبيبان يې علاج ته راغلل، هغوى فيصله وكړه، چې د عروة رحمة الله عليه پښه بايد غوڅه شي ترڅو دغه مرض د هغه بدن ته سرايت ونه كړي، كله چې طبيبانو د هغه د پښې پرېكول شروع كړل هغه بې هوشه شو او د هغه نه يې پښه غوڅه كړه خو وينه يې نه ودرېدله تيل يې ګرم كړل او د هغه پښه يې په كې ډوبه كړه هماغه ول چې د هغه د پښې وينه ودرېدله.

كله چې عروة رحمة الله عليه په هوښ راغى هغه خپله پریک شوی پښه په طشت (لګن) كې ولېدله چې په وينو كې لت پت وه. خلك يې پوښتنې ته راغلل او د صبر ډاډګيرنه يې وركوله، د خلكو خبرې زياتې شوې عروة رحمة الله عليه اسمان ته وكتل او داسې يې وويل:

«ياالله! زما دوه لاسونه او دوه پښې وې، تا زما څخه يوه پښه واخيسته اويوه پښه او دوه لاسه مې سلامت دي. ياالله! ستا شكر دى چې تا يوه پښه او دوه لاسونه وا نه خیستل او يواځې يوه پښه دې راته نه دې پريښې.

ياالله! كه تا په ما ازمايښت راوستى، نو تا ماته ډېره موده روغ او سالم ژوند هم راكړى او كه تا زما څه زما پښه واخيستله نو تا تر ډېره عمره هغه په ما پيرزو كړې هم وه.»

د عروة بن زبير رحمة الله عليه اووه ځامن وو، چې ټولو به د عروة رحمة الله علیه خدمت كاوه. يوه ورځ د هغه يوځوى د څه كار پسې د آسونو اصطبل ته لاړ، كله چې هغه ديوه آس ترشا تېرېده آس دغه هلك د خيټې نه لاندې په يوې داسې لغتې وواهه چې هغه يې مړ كړ.

كله چې يې خپل ځوى مړ ولېده ډېر يې وژړل او بيا يې وويل:

« ياالله !زما اووه ځامن ول، يو یې تا واخيست او شپږ دې ماته پرېښودل. ستا ډېر شكر دى چې شپږ دې پرېښودل اويو دې مړ كړ. ياالله! كه تا په ما ازمايښت راوستى وي نو تا زه ډېره موده اسوده او خوشحاله پريښى يم او كه تا زما څخه زما ځوى واخيست نو تا هغه په ما تر ډېره وخت پيرزو كړى هم و.»

سبحان الله! ديته وايي صبر.

په مونږ كې څومره داسې دي، چې په خېټه يې لږ درد شي، نو په چغو يې ټول كور په سر اخستى وي، خو هغه ديته پام نه كوي، چې سر يې روغ دى پښې يې جوړې دي. ډېر داسې دي چې كه سترګه يې لږه خوږه شي، نو بيا د هغه نه د هغه ژبه، غاښ او غوږونه دياده وتلي وي.

په دې ډېر شكر اوباسه چې په يوه وخت كې يوه مرض لرې كه يو وار دي لس مرضونه درلودل بيا به دې څه كول، خپل ګیر چاپیره مريضانو ته وګوره چې په هغوى كې څومره داسې مريضان شته دي چې يا خو لاعلاجه دي او يا هم په داسې مرضونو اخته دي، چې هره ثانيه پرې لكه د مرګ تېريږي.

دا بس نه ده، چې ته دې يواځې شكر اوباسې بلكې ته بايد يو داعي هم وې، هر وخت چې كوم مريض وينې ډاډګيرنه وركوه، خندوه يې او د هغوى پام په بله اړوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *