شفیق اندړ ||
پخپله طالبان وایي چې که امریکا ورسره خبرو ته تیاره وي، نو دوی ورسره خبرو ته چمتو دي. د امریکا دریځ دا دی چې افغانان باید په خپلو منځنو کې د خپل هیواد د سرنوشت په باره کې یوې پایلې ته ورسیږي خو طالبان استدلال کوي چې د دوی ستونزه له امریکا سره ده. په دې وروستیو کې امریکایانو ویلي دي چې کیدای شي د افغان حکومت او طالبانو په خبرواترو کې امریکا هم حضور ولري. له بلې خوا په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد وایي چې د سولې د مذاکراتو تاریخ مونږ ته مختلف ماډلونه راښیي او که طالبان واقعا د سولې د خبرو او د ستونزو د اواري اراده لري نو د داسې ماډل موندل مشکل نه دي چې ټولو لوریو ته د منلو وړ وي.
خیللزاد په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې دی دقیق معلومات لري چې پاکستان طالبانو ته مشوره ورکړې ده چې د سولې او اوربند لپاره مذاکرات وکړئ خو ورسره جنګ ته هم ادامه ورکړئ. د خلیلزاد په نظر، پاکستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو د کمولو لپاره دې ته چمتو شوی دی چې طالبان مذاکراتو ته وهڅوي. له بلې خوا، حنیف اتمر په یوه وروستۍ مرکه کې وویل چې په پاکستان باندې یې باور نشته خو په دغه ملک باندې د نړیوال فشار مثبتو نتیجو ته امیدواره دی.
د دغو دواړو کسانو او نورو ګڼو لوریو له خبرو داسې ښکاري چې پاکستان د سولې د مذاکراتو لوی خنډ دی. دغه صاحب نظران وایي چې د شلمې پیړۍ د اتیایمو کلونو په منځ کې چې ګورباچوف د شوروي مشر شو نو قدرت ته له رسېدو کال، دوه پس دې پایلې ته ورسېد چې شوروي عسکر له افغانستان څخه وباسي خو د عسکرو ایستل ځکه وځنډیدل او لا ډیرې وینې تویې شوې چې پاکستان په پیښور کې دیره جهادي تنظیمونه د افغانستان د هغه وخت له حکومت سره خبرو ته نه پریښودل.
ایا اوس هم هماغه قصه ده او تاریخ تکراریږي؟ شاید همداسې وي خو اوس یو مثبت ټکی دا دی چې په پاکستان باندې د نړیوال فشار امکان شته. د افغانستان حکومت او نړیوالو همکارانو ته پکار ده چې په دغه ملک باندې فشار لا زیات کړي. کیدای شي چې په اختر کې به د اوربند مقصد دا و چې پاکستان په مالي لحاظ په خړ لست کې شامل نه شي. نړیواله ټولنه او خصوصا امریکا کولای شي چې په پاکستان باندې لا ډیر فشارونه واچوي او دا ملک مجبور کړي چې له افغان وژنې لاس واخلي. هغه اقتصادي فشارونه چې په ایران باندې اچول شوي دي، د هغو نیمایي هم پاکستان دې ته مجبورولای شي چې د افغانستان په حق کې له توطیو لاس په سر شي. البته، خدای دې وکړي چې خبره هغه ځای ته ونه رسیږي او پاکستان په خپلو وروستیو ژمنو ژر تر ژره عمل وکړي.
د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو د نه ګډون بل دلیل دا ګڼل کیږي چې دغه ډله ویره لري چې د سولې لپاره مذاکرات به یې د جګړه مارو جذبه سړه کړي او مذاکرات به هم هاغسې پرمختګ ونه لري چې دوی یې توقع لري. د طالبانو د دې ویرې د کمولو لپاره پکار ده چې افغان حکومت، امریکا ، ملګري ملتونه او د سعودي په څیر ځینې اسلامي هیوادونه طالبانو ته د مذاکراتو د مثبتو پایلو په باره کې یو څه ډاډ ورکړي او دا ډاډ د رسمي مذاکراتو تر پیل له مخه پکار دی. دا سمه ده چې وروستۍ او اصلي پریکړه به د مذاکراتو په جریان کې کیږي خو عمومي اهداف تر رسمي مذاکراتو له مخه هم توحید کیدای او تعریفیدلای شي.
جرمي اقتصاد، د جنګ په نتیجه کې را پیدا شوې ژوره بدګوماني او د طالبانو په صفونو کې د وحدت نشتوالی د سولې د مذاکراتو په لار کې ځینې نور خنډونه حسابیږي.
د ژورې بدګوماني د کمولو لپاره دواړو لوریو ته پکار ده چې په خپلو وعدو باندې ودریږي، له توندو تیزو خبرو تر وسه وسه ډډه وکړي او د احترام او درناوي ژبه زده کړي. له بلې خوا په دې حقیقت هم باید سره پوه شو چې د کلونو دښمني په طبیعي ډول د اوږدې مودې بدګوماني پیدا کوي.
د طالبانو په صفونو کې د وحدت نشتوالی د مذاکراتو د لارې یو بل خنډ دی. له کمکي اختره وروسته د طالبانو د حملو شدت د هغو طالبانو په خلاف یو حرکت هم و چې د اختر په ورځو کې یې د سولې ارزو څرګنده کړه. د دغو افراطي طالبانو د قانع کولو لپاره په پاکستان باندې فشار ښه نتیجه لرلای شي.
او بالاخره جرمي اقتصاد د سولې د لارې بل خنډ دی چې د هیروینو د فابریکو بمباري، د هیروینو قاچاقبرو ته سختې سزاګانې او ځینې نور اقدامات دغه اقتصاد په کافي اندازه کمزوری کولای شي.
طالبان د سولې له مذاکراتو یوه بله ویره هم لري. له دوی سره ویره ده چې د مذاکراتو په نتیجه کې به یې جنګي کسان د داعش ملګری شي او دوی به خپلو هدفونو ته تر رسېدو له مخه ختم شي. د طالبانو د دې ستونزې د رفع کیدو لپاره پکار ده چې طالب د خپلو هدفونو په اړه له ځان سره یو معقول او واضح تصویر ولري. دوی که خپل اهداف تعریف کړي، بیا به دا ورته اسانه شي چې ایا د رواني مریضانو سره ملګرتوب یې په خیر دی که له عامو افغانانو سره یو ځای اوسیدلو کې خپل خیر ویني؟ په جنګ باندې د تاکید په نتیجه کې له مکې او مدینې رانیولې تر اندونیزیا پورې د هر ځای علما اوس وایي چې د افغانستان جنګ ناروا دی. طالب مشران باید له ځانونو سره حساب وکړي چې هغه کسان به یې په کار راشي چې د نورو انسانانو مرګ ته خوشحالیږي او په روحي ناروغیو مبتلا دي، که له ټول عالم اسلام سره یو ځای انساني ژوند کول یې په ګټه دي؟