تاند- د کرویشیا یوه دیارلس کلنه نجلۍ چې کله له بې هوشۍ راووته، په جرمني ژبه یې خبرې پیل کړې. دا نجلۍ چې د کرویشیا د کین ښار اوسېدونکې ده، په دې وروستیو کې د جرمني زده کړه پیل کړې وه او جرمني کتابونه او تلویزیوني پروګرامونه به یې کتل خو لکه څنګه چې یې مور و پلار وایي، په هیڅ وجه یې روانې خبرې ورباندې نه شوای کولی.
خو کله چې دا له څلرویشت ساعته بیهوشۍ وروسته په هوش راغله، ناڅاپه یې په جرمني باندې خبرې پیل کړې او په کرواتي یعنې مورنۍ ژبه باندې غږېدل یې هېر کړل.
ډاکتران وایي دا یوه ډېره عجیبه پېښه ده او دوی کوښښ کوي چې علت یې معلوم کړي. د ډاکتر ماراسویک په نظر، کله چې یو څوک له بېهوشۍ راوځي، ذهن یې ممکن یو داسې څه وکړي چې اټکل یې نه کېږي.
د ارواپوهنې متخصص، ډاکتر میجرو میلاس وایي چې داسې واقعې پخوا هم پېښې شوې دي او معجزو ته ورته پېښې به یې ګڼلې خو اوس مونږ په دې نظر یو چې دا داسې پېښې دي چې موږ یې لا علمي علت نه دی معلوم کړی.
ډاکتر میجرو میلاس زیاتوي چې : موږ دا هم اورېدلي دي چې کله نا کله له بیهوشي وروسته ځينو کسانو په قدیمو ژبو مثلا په پخوانۍ عبري یا مصري ژبو باندې خبرې کړې دي.
اسلام اعلیکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
وايي چې کله جبرئيل امين آدم (ع) له خټو جوړ کړ، نو د ماغزو د جوړولو په ترڅ کې يې پاک الله ته وويل، چې دا دسر کوپړۍ به يې څنګه کېږي، نو د مخلوق خالق د آدم (ع) کوپړې له ماغزو ورډکه کړه، چې خپل حکمت يې پکې ونغښتلو، چې ټولو ملايکو او پرښتو ورته د تعظيم سر ټيټ کړ، چې ابليس ورنه سرغړونه وکړه او د آدم (ع) له سآ يا روح قدس يي بيا حضرت عيسی (ع) راپيدا شو!
ماغزه رېښتيا هم يو ځانګړی جوړښت او خصوصيات لري، چې موږ انسانان ليا قادر نه يو چې له ټولو دندو يې خبر شو او يا پرې پوه شو، مګر ماغزه يو خپل داخلي فعاليت لري، چې د ماغزو د بېلابېلو برخو د کوردېناسيون دنده يې بولي او له يوې او بلې برخې سره اړيکې ټينګوي او بله يې په ماغزو کې د دومينانت سرچينو رامنځ ته کېدل دي، لکه موږ وږي کېږو او زړه مو خوړو ته کېږي او په معده کې مو عصاره زياتېږي، يا مو خوله وچه او لمده کېږي! يا مو کومې بلې غرېزې ليوالتيا پيدا کېږي، نو له همغه غوښتنې سره سم خپل حرکات او فکر تنظيموو، چې د دغو پېښو لومړنی دومينانات مرکز په ماغزو کې جوړېږي او نورو برخو ته د نيورو ميدياټرونو او يا هم بيو-شيميکي فعالو موادو په توګه دغه او يا هغه برخه تمبعې کوي!
وېره يوه ډېره ښه بېلګه ده، چې د ګواښ په ترڅ کې د انسان جسم تودېږي، د زړه حرکات سريع کېږي او د تېښتې او يا وار انګېزه انسان ته پيدا کېږي، چې د دغه ټولو دومينانت مرکز لومړی په ماغزو جوړېږي او په يوه شېبه کې په ماغزو کې تر ۲۴ زره ممکن حللارې په اند کې تېرې بېرې کېږي، چې کله کله د وېرې په ترڅ کې خلک وايي، چې زړه مې پښو ته وښويېدلو او د ځينو په غير ارادي توګه بولې ځي، چې ځينو څېړنو ښودلې، چې مشهور غله څو پطلونونه اغوندې، خلکو لومړی ګومان کولو، چې د کوموفلاژ يا ځانپټنې لپاره يې اوغوندي، چې د تېښتې په ترڅ کې جامې بدلې کړي، مګر د دې تر څنګ د يو شمېر غلو غول په پرتاګه کې ځي، نو له وېرې يې څو پطلونونه اغوستي وي، چې بوی يې و نه خېژي!
رابشم د پورتنۍ ليکنې کيسې ته. زما يو دوست ډاکټر دی او يو ځلې يې راته ويلي ول، چې د ماغزو فعاليت د خپلمنځي اړيکو تر څنګ د چاپېر پېښو او محسوستياوو سره هم نېغ تړوا لري،، چې يوه ورځ يو زړې ښخې د بېسدي يا بېهوشي دوا سره سم په پردۍ ژبه خبرې پېل کړې، چې هېڅوک نه پوهېدل، چې علت يې څه دی، بيا وروسته پته ولګېدله، چې دغه مېرمنې په هوټل کې کار کولو او د برديو ژبو سيلانيانو خبرې يې ډېرې اورېدلې وې، نو ځکه يې په پرديو ژبو ماغزه فعاليت وکړ! او بل ځل يې کومه مېرمن د کورتاز (نقص) په ترڅ کې ليدلې وه، چې د پراخونکې آلې يا (بوژېر) په منډلو به يې ناره کړه، چې هله ومې ساتی، چې زنا راسره کوي… د دويمې پېښې علت دا وو، چې په بوژير (پراخونکې آله) يې شېګڼی ډکېدلواو پراخېدلو او دغه مېرمنې ته يې د خلوت احساس ورکولو، نو ځکه يې په ماغزو کې د خلوت دومينانت جوړېدلو او تر نيمه بېهوشي لاندې يې د نېږېدلو خيال پيدا کولو.
د بېسدي د درمل ځانکړتيا دا ده، چې د ماغزو شعوري برخه بې سده کړي، چې انسان او يا حيوان و نه شي کولی، چې د درد او یا نورو محسوسکېدونکو پېښو احساس وکړي، يعنې خوږ احساس نه کړي، غږ وانوري او څه و نه ويني، خو د بېسدي په ترڅ کې د ماغزو خپلمنځي اړيکې سستې کېږي او بېلابېلې برخې خپل فعاليت پياوړی کوي، چې په ماغزو کې د کانفيوز يا غيرارادي فعاليتونو زمينه رامنځ ته کېږي او هغه پېښې په ماغزو کې پياوړې کېږي، چې معلومات يې په ماغزو کې شته، خو په غير فعاله بڼه پکې خوندې وې، نو د کنټرول له سستېدو سره هر څه سستېږي او پټې پېښې او ناڅرګنده پوهه رابرسېره کېږي، چې پوليس د ماغزو د غير ارادي کولو په ترڅ کې له مجرمينو پوښتنې تر سره کوي، چې دغه حالت د وېرې، بې خوبي او وهلو په ترڅ کې پياوړې کېږي.
!
د افغانستان د مرکزي دولت اړودوړې هم لږ څه د ماغزو فلجېدو يا بېسېکېدو ته ورته حالت دی، چې موږ يې وينو د يو قوي دولتداري پر ځای په هر سيمه کې يو دولتګی او زورواکي رامنځ ته شوې، چې د پښتنو د بې اتفاقي له درکه پښتو خپل ځای فارسي ته پرېاېښی او په يوه او بله سيمه کې ازبکي، پشيي، تورکمني او داسې نورې ژبې هم سر راپورته کړی دی، چې ازبکي خو اوس د درييمې رسمي ژبې په توګه يادېږي، ځکه هم په مرکزي تلويزيونو کې لويه برخه لري او هم د آينې تلويزيون ازبکي دی، نو ځکه ويلی شو، چې په افغانستان کې د ملي ذهنيت پرځای د سيمه ييز ذهنيت دومينانت رامنځ ته شوی دی.
معه سلاموکم الاهلول علوم
ملا ميوند آخوند