د ګل ورځ نه يواځې کوټې د خلکو د پاره بلکې د ټول پښتون قام د پاره يوه ډېره بده ورځ وه, په دغه توره ورځ نه يواځې وکيلان ووژل شول بلکې ډېر د کار او تعليم يافته پښتانه ووژل شول. هغه خلک ووژلی شول چې په کلونو يې تعليمونه کړي وو، سختۍ او مشکلونه يې تير کړي, د ځان د پاره د خپلې کورنۍ پښتنو او ټول انسانيت د پاره يې په زړونو کې نيکې هيلې ارمانونه ليدل,د پښتنو د يو ښه ژوند ژواک په تمه وو خو دوي خبر نه وو چې دوي نن دغه تور کوټونه, دغه سپين کتابونه دغه هيلې ارمانونه په اخري ځل په زړو کې ګرځوي.
وايي دا خو باغوان ته مالومه ده چې د غوټئ بوی څنګه وي, مونږ خو يواځې ګلونه ليده چې ورېژيده, کيدې شي د کور خلک د هغوي د کاليو, کتابونو تل پاتې يادونو ساعت تير کړي خو د هغوي هغه ناقراره روحونو به څنګه په قلاره شي چې و وژل شول?
دوي ته احساس نشته چې يو انسان څنګه پيدا کېږي, ماشوالي تر ځوانۍ ته څومره په کړاونو رسېږي, څنګه د وچې لمدې, ګرم او يخ سره, پاسته او ماټک سره شپه او ورځ سره تر منزلونو ترېږي يواځې د دې د پاره چې د يو چا د سياسي او مذهبي ګټو د پاره و وژل شي?
دغه احساس يواځې د کوټې د ناورين ښکار شوي حزب الله اغا, لياقت اغا, سمرين خور, وکيل قاهر شاه, داودجان کاسي, او د نهه خويندو يو رور سيد ضيا الله شاه مور اور خويندې ته دی چې د تل د پاره د غم په ټغر کيناستلي, دا احساس به د هغه خبريال کورنۍ اوريدونکيو کتونکیو ته وي چې کله به په ټيلويژون راغلی او د پلار په غيږه کې ناسته هغې ماشومې ته دی چې ټيلويژون ته به يې ګوته و نيوله او وئيل به يي
داجي ” دا هلک زمونږ د کلي دی! “
د کوټې په ناورين کې د انسانانو د ځايه کيده روسته په هغه 700 ارب روپو سوال راپورته کېږي چې د حکومت لخوا د اولس په ساتونکيو خرچه کېږي? کوټه هغه ښار چې ګاډۍ دويم ګير ته اچولو څخه لومړۍ پوسته مخې ته راځي څنګه کولې شي چې د را لاهور پنډئ اسلام اباد پرېږدي او د کوټې معصوم اولس وژني؟
ايا دا کومه داسې لاسته راوړنه کولې شوه چې د بيګناه خلکو په مرګ يې ترلاسه کړه, دا ټول عبث خبرې دي, يو ماشوم هم په دې پوهيږي چې کله پښتون خپل حق غواړي د غدار ټاپه پرې لګي او په دا رقم پېښو کې وژل شي خو بيا هم د دوي په نظر که دا کار “را” کړی وي نو را ته دې د حافظ سعيد, عبدالرشيد غازي په رقم خلک حواله کړی شي د هغوي بدل څنګه په کوټه کې د پښتنو اخيستل شي.
هغه خلک چې پښتانه دي. د نورو په اشارو د خپلو پښتنو سره جنګ کوي. خپل هيواد ورانوي د هغوي ته د مات ګوډ ټکي.
شر خو دې شر
يو څو ورځې وي
يو څو دقې يو څو لمحې وي
خو مخلوق بيا تر مودو زهير کړي
اولس تر مودو ژړېږي
زخمونه تر مودو تازه وي
فضا د بارودو ډکه وي
په زخمونو بې وسي خپره وي
په پنډوکو کې اندام اندام لاشونه
په لاسونو کې اندام اندام ګلونه
په نيمو شپو د ميندو ژړاګانې
د کونډو غلی غلی تودې تودې اوښکې
د خويندې شپه او ورځ وريرونه
جنګ نور بس کړئ وژل نور بس کړئ
دا غلی ښارګوټۍ
دا غلی وطن
دا د کاڼو زړونه
دا بيده خلک
دا بې وسه مخونه,
نور په قلار پرېږده
زما وچ په وچه دوشمنه
زما روره
زما ګاونډي زما وجوده!
ګوره ما او تاته
مونږ دواړو ته
غوږ شه دا کاڼي څه وئيل غواړي
دا ويجاړ بازار
دا برباد منظرونه
دا په وينو سرونه ديوالونه
دا خړې کوڅې څه وئيل غواړي
زما روره
زما پښتونه زما وطنداره
دا د کاڼو په شان کلک خلک
دا د موم په شان نازک خلک
په خټو ګټو کې اباد خلک
نور په قلاره پرېږده
دا ټول زما په وجه
دا ټول ستا په وجه
دا ټول زمونږ د دواړو په وجه
نيمګړي دي
غمژن دي, مات دي!
زما روره, زما هيواد والا
ټوپک دې کېږده نور
راځه چې په خپلو زمکو کې
د بارودو او ماينونو پرځای
غنم او جوار وکرو
دا ماينونه اخر ولې کرو?
زما پښتون روره!
چې کله په کوڅو کې وږي ماشومان ژړېږي
چې کله زمونږ د دواړو مور زورېږي
او دا احساس وشي
هم ماته
هم تاته
په خدای قسم بيا به جنګ کله ونه شي
بيا به چاودنه کله ونه شي
چې کله ستا پټۍزرغون شي
کله د پټي د يخ سيوري لاندې
يوه لمحه د سکون ساه واخلې
بيا به کله ټوپک پورته نکړې
زما وطنه
زما وطنداره
زما روره
زما پښتونه
جنګ نور بس کړه
ټوپک دې مات کړه
وطن اباد کړه
مونږ ټول به اباد شو