حبیب وقار

ښه يې وکړل چې وتښتېده، د يوه نامسلمان کس مسلمانه لور بله لار نه لري. دې چې هر څه وکړل دا ټول يې د خپل پلار له لاسه وکړل.

زه په دې نجلۍ وياړم چې تښتېدلې، دې ته خو آخر بله لاره نه وه پاتې څه یې کړي وای.

خو که ته يې ځان پلار بولې نو،

په تا نفرت کوم چې خپلې لوڼې د غواوو په څېر پلورې!

که تا خپلې لوڼې او خپلې خويندې په اووه او آته لکه نه پلورلای نن به زما او ستا خور او لور له بل چا سره نه تښتېده.

ته څه شوی يې چې لومړی خپل سر په خپل ګرېوان کې ښکته کړې.

آيا نه شې کولای لومړی له خپل ځان سره حساب وکړې او بيا دې لور ملامته کړې؟

آيا ته دومره بې وزله شوی يې چې د لور د پلورنې پيسو ته ناست يې؟

آيا ته دومره کافر شوی يې چې د لور ناروا پيسې اخلې له اسلام هم ورته تېرېږې؟

دا اسلامي وينا ده څوک چې حلالو ته حرام او حرامو ته حلال ووايي کافر دی، نو منافقه ته هم کافر يې، که هرڅو سهار وختي لمانځه ته لاړ شې او ټول وخت تسبېح په لاس وګرځې بيا هم منافق يې.

زه ځان ته د فتوا حق نه ورکوم خو دا د اسلام په سپېڅلي دين کې راغلي څه ټوکې نه دي.

په نجلۍ پسې مه ګرځه هغې ښه کار کړی الله ج هر انسان ته که هغه نارينه دی او که ښځينه فطري خواص ورکړي چې بايد واده وکړي او له ګډ ژوند څخه خوند واخلي خو تا د خپلې لور ګډ ژوند د پيسو له امله ځنډولی او بيا د قوم سپين ږيرو ته ژاړې چې لور مې وتښتېده.هلئ هغه ولايت ته پسې لاړ شئ او رايې ولئ.

زموږ د خلکو هم عجب منطق او عجب اسلام دی، که لور د نورستان له لوړو غرونو څخه بوټي راوړي نو نه شرم شته نه له کومې اسلامي سرغړونې سره مخ ده او نه هم بله نه هم بله.

خو!

که چېرې هماغه نجلۍ د مکتب کتابونه په لاس واخلي د خپلو خلکو، خپلې کورنۍ او خپل ځان د ژوغورلو له پاره ښوونځي ته لاړه شي بيا له اسلامه هم سرغړونه ده، شرم هم دی، د ورور برېتو ته يې هم خطره ده.

واه

دا دی زموږ اسلام. دا دی زموږ غیرت، برېتونه، پګړی او چپنه.

که همدا نجلۍ په پکتيا کې له غرونو لرګي، په وردګو کې له کروندو د رشقې، واښو او شفتلې پنډې راوړي نو ستا هېڅ غيرت نه راځي، هېڅ درد نه درځي، هېڅ شرم نه درته درېږي.

خو، که همدا نجلۍ د نورو مسلمانو مېرمنو له پاره د نجاب لامل ګرځي، هغوی ته ښوونکې او ډاکټره شي بيا سل تورونه پرې پورې کوې.

نو لالا جانه، تر هرڅه مخکې بايد زه او ته خپل دماغ، منطق او فکر ورغوو، کله مو چې دا ورغول بيا هرڅه سمېږي.

زموږ اسلام نيمګړی دی، موږ اسلام ته له خپل ذوق نه ګورو، که په ذوق مو سمه نه لګېده بيا د کفر ټاپه ورباندې وهو.

په دې هم پوهېږم که چېرې ستا تښتېدلې لور بېرته درته راولي ته به څه ورسره کړې؟

ته به يې خامخا وژنې، نو د قوم سپين ږيري هم بايد دا ناروا ونه کړي.

ستا د لور تښتېدل ګناه!

خو!

دا چې ته يې د غوا په څېر خرڅوې دا حلال شول، ته او خدای دا ستا مسلماني ده.

۱۳۷۴/۰۲/۲۰

کابل/ کمپنۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *