زيات شمېر ستونزې چې په ګډ ژوند کې پيدا کيږي لامل ېې دا دی چې هلک او نجلۍ په خپل منځ کې د واده لپار مناسب انتخاب نه کوي، او له څو کلونو ورورسته دې ته متوجه کيږي چې يو له بل سره مناسب نه وو خو هغه ودونه چې په جدايي پای ته رسيږي په لاندې ډول دي .
عقيدوي تفاوتونه جدي وګڼئ
يو لامل چې په ګډ ژوند کې مهم رول لري فرهنګي لامل دی، ډير اختلافات او له یو بل سره جوړ نه راتلل چې په کورنيو کې رامنځ ته کيږي همدا لامل دي چې بيلابېلې مختلفې بڼې لري ،چې عبارت دې له :دين او مذهب،رسم رواج،جامه او ظاهرې حالت،اعتقادات او باورونه،مليت اوژبه، سياسي او ټولنيز مسايل. .
داچې فرهنګې لاملونه په يوه ټولنه کې زيات دي او هر يو ېې په خپل ځای کې ددې لامل ګرځي ،چې په کورنيو کې اختلافات رامنځ ته کړي ويلی شو،چې دغه لاملونه زمونږ په ژوند کې دنيکبختي او بد بختي رول لري .
ديني عقايد ديوه انسان دذهنيت او فرهنګ مهمه برخه جوړوي ،چې دژوند له لارو چارو اود ورځېني ژوندڅخه نيولې دماشومانو دتربيت او دټولنې تر ثاتير لاندې راځي ،نو په دې اساس بې لارې به نه يم که ووايم ،چې عقيدو تناسب دګډ ژوند په پيل کولو کې مهم تر ين لامل دی…
نو اوس کولای شو،چې دهغو معيارونو څخه يوحتما په نظر کې ونيسو ،چې هغه مذهبي دي ،دارواپوهنې او پوهنتون استادډاکترسيمافردسي پوروايي :ديوه کس ايمان اوعقيده دژوند دګډ ملګري په ټاکلو کې زيات مهم دی او هغه دوه تنه ،چې ګډو ژوند پيلوي دعقيدې انډول په پام کې ونيسي،جهان ليدونکی شخص مهم دی او داچې څه ډول دنيا ته ګوري او ژوند ورته څه معنالري . .
دعمر له مخې هلک او نجلۍ له يو بل څخه لوی او واړه
دواده په کولو کې يو مهم شرط دادی چې ايا وړاندې له دې هلک او نجلۍ بلوغ ته رسيدلي ؟له بلوغ څخه منظورپه ټولنيزو،ديني ،جسمي ،ديني او په ټولو برخو کې ديو شخص پوره پوهيدل دي .دا هغه سوال دی ،چې هر څوک ېې بايد وړاندې له واده کولو په خپله ځواب کړي او په مقابل لورې کې هم بايد داډول ځانګړنې وي يعنی بالغانه فکر وکړي ،بالغانه دنياته وګوري او بالغانه کړه وړه وکړي .
بلوغ څه معيار لري ؟
د اروايي روغتيا له مخې عمرېې دغه عمر معيار دی دمثال په ډول د نجونو لپاره ۲۱ کاله او دهلکانو لپاره ۲۳ کاله ټاکلی دی .
که نجلۍ له هلک څخه په عمر کې کمه وي ډيره به بهتره وي ،ددې لامل دنجونو ډير ژر بلوغ ته رسېدل دي ،دعمر تر منځ دغه فرق له يو کال څخه تر اوه کلونو پورې سپارښتنه شوې ده او که چېرې لازم اوښه شرايط و نو دهلک او نجلۍ تر منځ د واده عمر تر لسو کلونو پورې هم کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي ،