عصمت تره کی
د یو تجار به همدومره ظلم په توان کې وي. چي د روژي په میاشت کې د مظلومو خلکو له مجبورې نه په استفادې نرخونه لوړ کړي.

د یو چارواکې به همدومره ظلم په توان کې وي. چي له مظلومو تجارانو باج واخلي، او د ځوریدلي ولس د وینو په بدل ځان هوسا کړي.

د یو غریب به همدومره ظلم په توان کې وي. چي د غل، اختطاف چي او ترهګر په جامه کې يې بیرته د تجار او چارواکې له خولې نه راوباسي.

همدارنګه د یو ټکسي چلونکي به همدومره ظلم په توان کې وي. چي د مجبوري په مهال به کرایه درباندي دوه چنده کړي. خو دیو سوارلي به همدومره ظلم په توان کې کیږي. چي ټکسي وان به ووژني او موټر او جیب به يې ووهي. نو ویلای شو چي د دې ټولنې هر وګړی د خپل توان په اندازه ظالم او د خپل ټولنیز موقف په اندازه مظلوم دی.

نو د دې ظلمت او مظلومیت د پای ته رسولو یوازیني لار همدا ده، چي هره طبقه له ظلم څخه پرهیز وکړي او لمړی خپل ظلم ته د پای ټکی کیږدی. نو هر چیرته چي ظلم نه وي مظلوم به له کومه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *