تاند – نن په پښتونخوا، کونړ او بلخ ولایتونو کې د بابړې د شهیدانو د یاد د لمانځنې غونډې وشوې چې ګڼ شمېر سیاسي فعالانو او مینه والو په کې برخه اخیستې وه.
په یوه لویه غونډه کې چې د پښتونخوا د چارسدې د بابړې د شهیدانو د شهادت پرځای جوړه شوې او په لسګونو زرو خلکو کې په کې برخه اخیستې وه، نومیالي سیاستوال او د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وویل چې، هغه پاکستان چې د لااله الاالله په نامه جوړ شوی وو په هغه کې په یوه ورځ ۶۰۰ پښتانه ووژل شول.
اسفندیار ولي خان وویل چې، عجیبه خبره ده کله مونږ د افغان جهاد په نامه وژل کېږو او کله هم په پاکستان کې له دې امله غداران ګڼل کیږو چې په (کاشغر- ګوادراقتصادي) کورېډور کې د پښتنو حقونه غواړو.

نوموړي په پښتونخوا او پاکستان کې د مهاجرو افغانانو په وړاندې د پاکستاني حکومت د چلند په هکله د خبرو کولو پر وخت وویل چې، کله چې افغانانو د دوی یعنې پنجابیانو له پاره وینه تویوله نو دوی ورته ورونه ویل خو اوس ورته افغان مهاجر وایي او په یو او بل نامه یې سپکوي.
د ۱۹۴۸ کال د اګست په ۱۲مه چې د پاکستان له جوړېدلو څخه لا یو کال نه وو پوره شوی د پښتونخوا د چارسدې په سیمه کې د خدايي خدمتګارانو یو لوی سوله ییز لاریون د دې له پاره راووت چې د پاکستان له نوي جوړ شوي حکومت څخه د خدایي خدمتګارو د تحریک او د پښتنو د لوی مشر خان عبدالغفارخان (باچاخان) د راخوشې کولو غوښتنه وکړي.
باچاخان له دې امله د هغه وخت د واکمنو له خوا بندي کړای شوی وو چې د پښتنو له پاره یې د پښتونستان په نامه د مستقل مملکت د جوړولو له پاره مبارزه کوله.
ویل کیږي چې د بابړې په سوله ییز لاریون د خیبر پښتونخوا د هغه وخت سر وزیرعبدالقیوم خان د ډزو کولو امر وکړ چې ۶۰۲ کسان په کې ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول. تاریخي حوالې لیکي چې، د حکومتي عسکرو له لومړیو ډزو څخه وروسته له خواوشا کورونو څخه ښځې له قران کریم سره راووتلې چې د ډزو ودرولو غوښتنه وکړي خو عسکرو په هغوی هم ډزې وکړې او ویې وژلې. وروسته، حکومت له ژوندي پاتې کسانو او ولسي خلکو څخه د هغو مرمیو تاوان هم واخیست چې د لاریون برخه وال یې پرې وژلي ول.
Salamooona
Der de tasoof zai che faqat yaw soo zayoono ki ghwandi shawee de bayad har Afghan aw pakhtoon nan wraz yawa tora wraz wagani pakhtoonkhwa khalko ta sharam pokar kho aksara dumra benanga shawee de che de facbook de lari e ham na she ghandali ter soo che dagha de islam pa noom joor shawai fakistan we de afghanoo aw pakhtanoo ba weena tooyegy ya de jihad ya de watan parasti ……….Allah de nor dagha qoom poh kri.
Manana.