مشورتي لویه جرګه

تاند- د مشورتي لویې جرګې غړیو د څلورو وړاندیز شویو مرستیالانو له منلو سره موافقه ونه کړه.

د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وروسته له دې د جرګې د کابو ټولو برخوالو له لوري د رييس په توګه ومنل شو چې ولسمشر غني وړاندیز کړ.

خو وروسته ښاغلي سیاف د جرګې برخوالو ته د ۴ تنو نومونه وړاندې کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې دا څلور تنه؛ د ولسي جرګې پخوانی ريیس عبدالروف ابراهیمي، د مشرانو جرګې ریيس فضل هادي مسلمیار، د سولې د شورا مرستیاله حبیبه سرابي او دغه راز عبدالروف انعامي د مرستیالانو په توګه تایید کړي خو موافقه ورسره ونه شوه.

وروسته وټاکل شوه چې سبا د پنځوس کسیزو کمېټو له ټاکل کېدو وروسته د مشورتي لویې جرګې مرستیالان، اداری پلاوی او منشي وټاکل شي.

څرګنده نه ده چې سبا به لومړی کمېټې او که اداري پلاوی وټاکل شي.

د اداري پلاوي او کمېټو له ټاکل کېدو وروسته به د جرګې برخوال دې پوښتنو ته ځواب لټوي؟

– د جګړې د پای ته رسېدو او سولې لپاره څرنګه طالبانو ته قناعت ورکول کېدای شي چې خبرې وکړي؟ باید کوم کارونه وشي چې تراوسه نه دي شوي؟

– د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو سره په خبرو کې پر کومو ارزښتونو او بریاوو ټینګار وکړي او ورڅخه تېر نه شي؟ د بریاوو اهمیت په څه کې دی؟

– ستاسو په نظر د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی باید څرنګه وي او برخوال شخصیتونه یې څه ځانګړتیاوې او صفات ولري؟

–  ګاونډیو په تېره بیا د هغو هیوادونو په وړاندې، چې د طالبانو ملاتړ کوي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پالیسي باید څرنګه وي؟ په مجموع کې د افغانستان په قضیه کې له ښکېلو بهرنیو هیوادونو څخه څه توقع لرئ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *