نن چې په کوم وضعیت کې یاست، دا ټول د هغو کارونو پایله ده چې ترسره کړې مو دي او یا یې له ترسره کولو وروسته پاتې شوي یاست. که په ژوند کې له داسې کوم شي سره مخ شوي یاست چې ترې ناخوښ وی، ګناه مو خپله ده. بیا هم که په ژوند کې له کوم څه ځورېږی، همدا تاسو یاست چې د حل لار ورته پیدا کولی او پر وړاندې یې ګام پورته کولی شی.
تاسو د ځان پر وړاندې داسې مسوول یاست، لکه د یوه شرکت مشر چې د خپلو کارونو او کار کوونکو پر وړاندې مسوول دی. تاسو د خپلو کړنو پر وړاندې مسوولیت لری، تاسو هغه څه یاست چې خپله مو غوښتي دي.
که خپل ځان ته پام وکړی، په هغې اندازه مو پرمختګ کړی، څومره یې چې تاسو غوښتنه درلوده، تر دې نه کم او نه هم زیات. که له خپلو عوایدو ناخوښ یاست، همدا نن یې د زیاتولو هڅه وکړئ او هغه اندازه چې غوښتنه یې لری، د ځان لپاره د یوې موخې په توګه وټاکئ. د ځان لپاره مهالوېش جوړ کړئ او ټولې هغه لارې عملي کړئ چې موخې ته په رسېدو کې درسره مرسته کولی شي. ټاکنه ستاسو په لاس کې ده، څه ډول چې غواړی په هماغه ډول ژوند کولی شی، نو د بدلون لپاره همدا نن لاس په کار شئ.
ژباړه: حمیدالله حمیدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *