محمد عارف رسولي

څه موده مخکې زه د نړیوال بانک د ځینو تمویل شوو پروژو د کتلو لپاره د چین هیواد ته په یوه علمي سفر تللی وم. ما دنده درلوده چې په هغه هیواد کې د پروژو له ښو او نوښتګرو کارونو زده کړه وکړم. زما دنده وه چې د هغوی سره د ټیم د غړي په توګه مسؤلیت واخلم، د پروژو د اسنادو او د ساحې د عیني واقعیتونو په رڼا کې ارزونه وکړم او خپل نظر د ټیم له مشر سره شریک کړم. له الله تعال څخه خوښ یم چې دا کار مې په بریالیتوب ترسره کړ او د یوه کارپوه په توګه مې د شریکولو لپاره هم ډیر څه درلودل چې د چینایي لوري لپاره د علاقې وړ وګړځیدل. له دې سفر او زده کړو موخه دا ده چې که ممکنه وي هغه دلته زموږ په هیواد کې د نړیوال بانک د تمویل شوو پروژو په طرحه او پلی کولو کې له دولت سره په ګډه بلکه د دولت په مشرۍ په کار واچوو.

باید ووایم چې زما اصلي موخه د پروژو په ټول دوران کې د چاپیریال د ساتنې، د طبیعي زیرمو او اوبو د ښه مدیریت او ښه ساتلو، د اړوندو ټولنو او کارګرانو د روغتیا، خوندیتوب او په دې ټولو او نورو اړوندو ساحو کې د غوره تکنالوژیو په کار اچولو باندې څرخیده. خو ځینې نورې عامې اړونده لیدنې، تجربې او ښې لاسته راوړنې او نور مې هم په خپل راپور کې ځای کړي او له اړوندو مسؤلینو سره مې شریک کړي او له نورو سره به یې وروسته په خپل وخت له خبره شریکوم.

د چین هیواد سره له دې چې نن سبا د نړۍ په کچه دوهم اقتصادي قدرت دی او اټکل دادي چې په څو کلونو کې به ترټولو مخکې شي، په زیاتو ساحو کې لکه د سریع السیره میټرو ګانو، زیاتو تولیداتو او ښه اقتصادي پرمختګ له کبله په نړۍ کې سرلاری دي خو له ګڼو ننګونو سره هم مخامخ دي. په چین کې تراوسه بیوزلي او فقر په ځینو ځایونو په تیره بیا په لیرې پرتو کلیوالو او په ښارونو کې خلک ځوروي.

د ننګونو په کتار کې د چاپیریال له ستونزو، صحراکیدلو، او داسې نورو چې د هیواد د ملي ناخالصو عوایدو ۱۰٪ لس سلنه خوري مخامخ دي. خو چین په دې ساحه کې هم خورا درانه ګامونه اخیستي دي او په ځینو ځایونو کې یې وضعه بدله کړې ده. د چین د دولت د جدیت ښه بیلګه په دښتو، غونډیو او غرونو کې د میږو او وزو په څړ باندې مکمل بندیز دی، خورا زیاتې ونې او بوټي یې کرلي، ځنګلونه یې نوي جوړ کړي او یا یې رغولي دي. د لمر او باد له پاکو انرژیګانو څخه د ګټې اخیستنې کار یې چټک کړی، د ابو، خاورې او نورو طبیعي زیرمو د ساتنې سترې سترې کارنامې یې تر لاس لاندې نیول، د ټولو سړکو په غاړو او د سترو سړکونو په منځ شنه بوټي کرلي چې د کمو اوبو په ورکولو هم پایي او لوییږي او داسې نور کارونه یې کړي دي.

زه د چیني دولتي کاروکونکو او د پوهنتونونو د هغو څیړونکو سره مخامخ شوم، په بحثونو کې مې ورسره برخه واخیسته چې د خپل حکومت او دولت سره په ګډه د هیواد د پروژو په مختلفو اړخونو، لکه د سیلابونو او نورو طبیعي پیښو د وړاندوینې او مدیریت، د اوبو د مهار کولو او ورڅخه په ډول سکتورونو کې د ګټې اخیستنې، د انرژۍ د تولید، د چاپیریال د ستونزو د کمښت او مدیریت، د پروژو دښه مدیریت او موثریت او نورو ورته مسئلو کې کار کوي.

هغه څه چې زما ډېر خوښ شول د اکادیمیکي کارونو ترڅنګ د چیني پوهنتونو په عملي کارونو او څیړنو او ارزونو کې ډېره فعاله برخه اخیستنه ده. دولت ورته زمینه برابره کړې ده او پوهنتونونه ېې هم په اهمیت پوهیږي. که هغوي کوم نړیوال کارپوه ته اړتیا ولری نو په کار یې ګوماري خو خپل ښه مغزونه او استعدادونه ورسره په کار اچوي چې له څه مودې وروسته یې پوهه او تخصص راخپل کړي. اوس اوس یوه سروې ښيي چې چین په اسیا کې د غوره پوهنتونو په لرلو مخکې شو او د شمیر به اساس زیات پوهنتونونه په چین کې په نړیوال معیار برابر د نړیوالو غوره پوهنتونو په کتار کې لري.

باور وکړئ د ځینو کسانو انډول چې د پروژو په څیړنو او ارزونه کې بوخت دي موږ په خپل ملک کې هم موندلای شو ترڅو د خپل ملک د پروګرامونو او پروژو اړوندو څیړنو کې برخه واخلي، ورو ورو یې تجربه، عملي پوهه او د ارزونې قوت یې لازیات شي او په راتلونکي کې دسترو وړتیاوو څښتن شي او د هیواد په ابادۍ کې ستره ونډه واخیستلای شي. خو په خواشینۍ سره د وړتیا د کمښت ترڅنګ نه زموږ دولت او نه پوهنتونونو دې کار ته تراوسه پام کړی دي. له اوسني دولت څخه زما هیله داده چې د دې لپاره غوره کړنلاره د پوهنتونو په مرسته جوړه او په کلکه یې پلي کړي.

که داسې ونشي نو دا اوسنی حالت به دوام وکړي چیرې چې د پروژو ټولې اقتصادي، محیط زیستي، ټولنیزې، د امکان سنجولو او یا (Feasibilty Studies) ، د نظارت او ارزونې، د مالي او تدارکاتي چارو ارزونې او نور ټول به د پردو ملکونو لکه د هندوستانیاني، پاکستانیاني، غربي او نورو ملکونو د دوهمې او دریمې درجې کارپوهانو په په مټ سرته رسیږي. په داسې حال کې به زموږ نه ظرفیت لوړیږي او نه به له هغه کار او مطالعې څخه سمه ګټه اخیستلای شو خو یوازې د تمویلوونکو ادارو شرایط به پوره کوو.

ما په چیني دولتي کار کوونکو او پوهانو کې د لانورې پوهې، تجربو او نور بشر د دانش لپاره زښته زیاته تنده ولیده، هغوي له هرې موکې ګټه پورته کول غواړي، هغوي هیڅ کبر او غرور نلري چې ولې له بل بهرني کس زده کړي که هغه د هرځای هم وي. که څه هم هغوي د خپل ملک د ابادۍ لپاره غوره پالیسي ګانې او قوانین لرل خو پوهیدل او منله یې چې په پلی کولو کې تراوسته ستونزې لري، په پروژو او قرار دادونو کې د شفافیت او غوره پایلو ترلاسه کولو لپاره لا زیاته لاره په مخ کې لری. هغوي په ستونزو سترګې نه پټولې او بلکې ورسره مخامخ کیدل او مبارزه یې ورسره کوله.

د پروژو د پلټنې، د پایلو د مالومولو او بحثونو په پای کې که به کمیو ته ګوته نیول کیده هیڅ یوه دولتي مامور هم هڅه ونکړه چې هغه کمبود توجیه کړي او پلمه او بانه ورته ومومي. بلکه ویل به یې موږ ستاسو ارزونه منو، هغه به له انګریزۍ په چیني ژبه  وژباړو، د سمولو لپاره به یې پلان جوړ، له تاسو (نړیوال بانک) سره به یې شریک کړو او دهمغه پلان په اساس په خالي ځایونه او کمۍ د پلان سره سم په خپل وخت ورکې کړو او راپور به درکړو.

یوبل څه چې ما د چیني ټیمونو په منځ کې ولیدل هغه په ګډه کار او په ټیم کې کار و. که هرڅومره ورته ځیر شې حس به نکړې چې په کاري ګروپونو او ټیمونو کې د کوم خنډونه شتون ولري او خورا زیاته هڅه کیږي چې په ټیم کې کار ته لا نوره پاملرنه وکړي. په همدې موخه مسؤلین تل د ښو لاسته راوړونکو او ښو ټیمونو ستاینه کوي، نازوي یې او ملمستیاوې او تحفې ورته برابروي.

په پای کې که تاسو ورته ښه ځیر شئ نو په یقین سره پوهیږئ چې ولې چین پرمختګ کړی دي او ورځ تر بلې نور هم پرمخ روان دي. موږ ته هم د یوه ملت په توګه اړینه ده چې د خپلو غوره تاریخي روایاتو په رڼا کې او د هغو په ساتلو سره د اوسنۍ نړۍ له ټولنو او ملتونو یې زده کړو او خپل ملت له وروسته پاته والي او احتیاج څخه خلاص او تر نورو یې لوړ او یا لږ ترلږه یې ورسره برابر کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *