ډاکتر محب زغم/ ۲۰۱۱ جون
وايي پهلوان به هر څه خپل شاګرد ته وښيي؛ خو وروستى چال به ځان ته وساتي او هېچا ته به يې نه ښيي. دا د دې لپاره، چې كه شاګرد يې د دوى په وينا نا اهله وخېژي او له ده سره مسابقه وكړي، نو دى يې په هماغه چال مات كړي. پخوا به كه چا د خياط، نجار يا د كوم بل كسبګر سره شاګردي كوله؛ نو كلونه به يې په وړو او بې ارزښته كارونو تېرول، استاد نه غوښتل، چې خپل كمال په اسانۍ سره ورزده كړي. دليل به يې دا و، چې كه كسبګر زيات شي، د دوى پيدا به كمه شي. دغه كار د ټولنې د وروسته پاتې كېدو سبب ګرځېده. له بلې خوا به كسبګرو خپل شاګردان د بګۍ د اس په شان رزول، چې يوازې خپل مخامخ ليدى شي او اړخونو ته نه شي كتلى.دوى به يوازې هغه څه كول، چې له استاده به يې زده كړي وو. په همدې وجه به پخوا په ټولو كسبونو كې نوښت خورا لږ و. هر څه به د دودونو په بند كې راايسار وو. تر هغې پورې چې زموږ خلك پاكستان ته نه وو مهاجر شوي، نژدې دوه لسيزې د خت پرتوګ هماغه يو ډول ګنډل دود وو؛ خو مهاجرت خياطانو ته نوي موډونه او نوي ډولونه ورزده كړل. زموږ نجاري، معماري او نور كسبونه هم همداسې وو.
پخوا به اكثر جراحان هم خپله پوهه او هنر په اسانۍ سره چا ته نه ورزده كول. كه به چا غوښتل جراحي زده كړي؛ نو مجبور به و، چې د استاد راز راز نخرې او نازونه تېر كړي، منونكى اوسي او كله كله استاد ته چاپلوسي هم وكړي. اوس هم زموږ ځينې جراحان همداسې دي.
په حربي ښوونځي كې زما يو همدوره و، چې هر څه به يې كول، اول نمره ګي يې نه شوه نيولى. دى به هر كال دويم يا درېيم نمره شو. چې په بل څه ونه شو، د شپې به يې څراغونه مړه كړل، خپلو ملګرو ته به يې ويل، چې اول نمره دې په سر سر په كتابونو باندې وولي. څنګه چې ځينې شاګردان له اول نمره ګانو سره بې ځايه رخه لري؛ نو د ده خبره به يې منله. زموږ د روسي ژبې كتابونه دومره پنډ او دروند و، چې په وزن كې به د پخې خښتې په برابر و. بېچاره اول نمره يې په هماغه كتابونو ويشتل. ده خپلو هغو ټولګيوالو ته، چې په درسونو كې به پڅ و، غلط شيان ورزده كول، هغوى به د استاد پوښتنو ته دغه غلط ځوابونه ويل او دى به په دې خوشالېده، چې هغوى تر ده مخكې كېداى نه شي. په ښوونځي كې د ده د اول نمره ګۍ ارمان ونه رژېد. دى طب ته كامياب او ډاكتر شو. ده ډېره بخيلي وكړه، هېچا ته يې څه ونه ښودل؛ خو نه لوى سړى ځنې جوړ شو او نه تكړه ډاكتر.
په طب كې زموږ د دورې اول نمره همايون سعيدي و. همايون ته خداى له زيات استعداد سره خورا ښه اخلاق هم وركړى دى. لا د طب په درېيم صنف كې وو، چې ده د طبي انګليسي كورس راته شروع كړ. موږ شل پينځه ويشت ټولګيوال به هر سهار وختي دغه كورس ته ورتلو. په شپږو مياشتو كې يې مطلوبه انګليسي رازده كړه. موږ اوس د ده د تدريس په بركت له هر ډول انګليسي طبي كتابه استفاده كولاى شو. په ستاژ دوره كې يې د زړه د ګراف كورس راته جوړ كړ. په تېرو لسو كلونو كې يې هر كال د ګراف د كورسونو دوه درې دورې فارغې كړي، چې په هره دوره كې يې شل دېرش تنه محصلان او ډاكتران ګډون كړى دى. البته ډاكترانو ته ضروري ده، چې د زړه په ګراف وپوهېږي خصوصاً هغو ته چې په داخله څانګه كې كار كوي. د ده به چې هر څه زده وو، نورو ته به يې هم ورزده كول. ده په دې كار باندې هېڅ شى له لاسه نه دى وركړى، بلكې د نورو احترام او مينه يې هم خپله كړې ده.
ها بله ورځ مې د نوزېږيو په اړه د معلوماتو په لټه انټرنټ ته مراجعه وكړه. هلته د ماشوم د هرې مسئلې او هرې ستونزې په اړه په لسګونو مقالې پرتې وې. يوه ښځه د نيكولي په نامه يو انټرنټي سايټ لري، چې بې بي سليپ سايټ (Baby sleep site) يا د ماشوم د خوب سايټ نومېږي. دا نه ډاكتره ده ، نه نرسه، يوازې د يوې مور په توګه خپلې تجربې له نورو سره شريكوي. د دې اولادونه به په سختۍ سره ويدېدل، دا له ستونزې سره مخ وه، نه پوهېده چې څه وكړي. د ماشوم د ويدولو په اړه يې پوښتنې ګروېږنې او پلټنې وكړې، كتابونه يې ولوستل او تجربې يې وكړې، بالاخره يې داسې لارې چارې وموندلې، چې په هغو سره ماشوم په اسانۍ سره ويدولى شو. اوس د دې لپاره، چې نورې ميندې هم د دې په شان دومره ډېرې ستونزې ونه ګالي، خپله تياره تجربه يې د نورو مخې ته ايښې ده.
ممكن د غربي ملكونو د پرمختګ يو اساسي او مهم راز همدا وي، چې دوى خپل معلومات او خپلې تجربې له نورو نه پټوي.
هغوى چې نورو ته خپل كمال له دې وېرې نه ښيي، چې كسبګر به زيات شي او د دوى كمال به كم ارزښته شي، تېروتنه كوي. كه سړى واقعاً هنرمن او باكمال وي، هغه به ورځ تر بلې مخ ته ځي او نوي شيان به خلقوي. څنګه چې هر انسان د تخليق استعداد لري، كه شاګردان تر دوى مخته هم شي او نوي شيان خلق كړي؛ نو ګټه به يې استاد ته هم ورسېږي، ځكه چې د دوى په كسب او هنر كې به نور نوي شيان رامنځته شي او دوى به يې هم زده كړي. په نتيجه كې به يې په ټولنه كې معلومات، پوهه، هنر او كمال زيات او ټول وګړي به هوسا شي.
پوهه او هنر داسې څيزونه دي، چې په لګولو نه كمېږي، چې څومره يې مصرفوې هماغومره زياتېږي.