تاند- ایمي کروز هغه ښځه ده چې څو ورځې مخکې (د مارچ یوولسم) یې د جوړې موندلو په ویبپاڼه کې د خپل خاوند لپاره د جوړې اعلان خپور کړی و.

دا د دغه اعلان له خپرولو ۱۱ ورځې وروسته مړه شوه.

مېرمن کروز، چې په پرمختللي سرطان ناورغي اخته وه او ډاکترانو ورته ویلي و چې د عمر شپې ورځې یې لنډې دي، نه غوښتل چې خاوند یې له داسي چا سره واده وکړي چې ژوند یې ورتریخ کړي ځکه یې هڅه کوله چې د دې په ژوند کې ښه ښځه ومومي.

مېرمن کروز په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې هم یوه لنډه لیکنه کړې وه او په هغه کې یې غوښتنه کړې وه چې څوک غواړي د دې له مېړه سره واده وکړي.

د دې دا لیکنه په نیویارک ټایمز کې څلور نیم ملیونو تنو لوستې وه.

دې د خپل خاوند ډېره ستاینه کړې او ویلي یې دي چې له ده سره که څوک یوه ورځ تېره کړي، نو پرې مین به شي.

ایمي کروز له خپل خاوند سره ۲۶ کاله ژوند وکړ. دوی په شیکاګو کې اوسېدا او دوه زامن او یوه لور لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *