راټولونه او ژباړه: محمد عزيز پردېس |
يوازيتوب ته د انتظار پر ځای او يا هم د دې لپاره چې د يوازيتوب حس ونه کړئ، نو د هغو کارونو يو لېست برابر کړئ، چې غواړئ په يوازيتوب کې يې ترسره کړئ. مخکې له يوازيتوب څخه لومړنی ګام دا دی چې لېست برابر کړئ، ځکه دا ناممکنه ده چې د يوازيتوب وخت کې مو ذهن ته هغه څه چې غواړئ ترسره يې کړئ، فکر ته مو راشي.
مجردي په تاسو کې د يوازيتوب حس رامنځ ته کوي؛ ځو ځيني وختونه داسې هم راپېښېږي چې په غير مجردۍ کې هم يوازې پاتې شئ. له نېکمرغه ځينې داسې کړنې شته چې په عملي کولو يې کولی شو د يوازيتوب حس ښه کړو. مخکې له يوازيتوب څخه د هغو کارونو يو لېست چې غواړئ د يوازيتوب پر مهال يې ترسره کړئ، جوړ کړئ؛ خو اصلي خبره دا ده چې په لېست کې بايد کومو کارونو ته لومړيتوب ورکړل شي؟ تجربو ښودلې چې د نورو سره مرسته کول د دې لامل ګرځي چې ښه عاطفي حس پيدا کړئ په ځانګړي توګه د يوازيتوب پرمهال.
د معماو حلول، بایسکل ځغلونه، لامبو، د حيواناتو د نندارې لپاره تلل، د يوې ورځې لپاره چېرته تلل او داسې نور کارونه کولی شي ستاسو د یوازيتوب حس ښه کړي.
مخکې مو د نورو سره د مرستې يادونه وکړه، اړينه نه ده چې لوی کارونه ترسره کړو، ممکنه ده د ګاونډيانو سره قدم وهل، د سپین ږيرو سره مرسته يا هم پر مېوې خرڅوونکي سلام اچول… موخه دا ده چې فکر مو بدل شي.
داسې هم کولی شو چې د خپلې خوښې غږيز او ويډويي کلېپونه واورو او ویې ګورو ترڅو د يوازيتوب څخه مو يو څه خوند اخېستی وي. ناولونه يا هم لنډې خوږې کيسې هغه څه دي چې تاسو کولی شئ د يوازيتوب پر مهال ترې خوند واخلئ.
يو څه جوړ کړئ!
انسانان تل د يو څه د جوړولو څخه ښه خوند اخلي، که څه هم شعر او يا نقاشي وي. د نوښتيزو کارونو ترسره کول کولی شي تاسو د يوازيتوب څخه تر يو بريده وژغوري.
هر يو نوښتيز عمل کولی شي تاسو سره مرسته وکړي چې د يوازيتوب څخه خوند واخلئ لکه: ليکوالي، مطالعه، نقاشي، رسامي، د شعرونو او ناولونو لوستل. کله چې غواړو يو څه جوړ کړو نو د يوې خالي فضا يا هم سپينې ورقې څخه يې پيلوو او پرېکړه کوو چې دا تشه فضا په څه ډول ډکه ولی شو، هڅه کوو چې خپل تصميم او موخه مونږ پر کوم لوري بيايي.
بدن ته مو حرکت ورکړئ!
بهر کار کول او يا هم د بدن حرکات کولی شي د يوازيتوب حس مو کم کړي. کله چې د يوازيتوب احساس پر مونږ غلبه وکړي نو سم د لاسه باید داسې يوه کړنه ترسره کړو چې د بدني حرکاتو درلودونکې وي.
معمولا يوازيتوب د ګوشه نيشنۍ او د بدن د نه فعاليت سره نېغه اړيکه لري، چې په نتيجه کې بايد د بدني حرکاتو په ترسره کولو سره د ورته احساساتو پر وړاندې مقابله وکړو.
کولی شئ کلپ ته د ورزش لپاره لاړ شئ، پلي وګرځئ او يا هم هره هغه فزيکي کړنه چې احساس کوئ ستاسو وضيعت پرې ښه کېږي، ترسره يې کړئ. کله چې حرکت کوئ نو د يوازيتوب د منځه تللو احساس به پیدا کړئ.
د ملګرو او يا هم د کورنۍ له يو غړي سره د ټيليفوني اړيکې ټينګول!
تاسو کولای شئ د ټولنيزو رسنيو، ټيليفون او يا هم د ملګرو / کورنۍ په وسيله د نورو سره اړيکې ټينګې او پياوړې کړئ، کله چې د يوازيتوب احساس پر تاسو غلبه کوي نو د دې حس علت دا دی چې مونږ د اړيکو/ روابطو د ټينګولو تږي یو، په پايله کې د هغه کار کول چې په تاسو کې د اړيکو د ټينګولو احساس رامنځ ته کوي، د دغې ستونزې ( يوازيتوب ) په رفع کولو کې درسره مرسته کوي. کله چې تاسو يوازې کېږئ نو حتمی ذهن کې به مو هغه کس چې زړه ته مو ډېر نږدې وي، ګرځي راګرځي، هڅه وکړئ، که ورتلل ناممکن وي، ټيليفوني اړيکه ورسره ونيسئ چې دا کار کولی شي ستاسو د يوازيتوب حس راکم کړي.
په دې پوه شئ چې دا حس ژر تېرېدونکی او لنډه مهالی دی!
ممکنه ده همدا اوس د يوازيتوب احساس وکړئ. په دې پوه شئ چې د يوازيتوب حس په بشپړ ډول عادي دی او ژر تېرېدونکی دی. د ځينو کارپوهانو وړانديز شوي کارونه ترسره کړئ، د بېلګې په توګه:
ü يو ټولګی د تدريس لپاره ځان ته برابر کړئ حتی که تدریس مو په وړيا ډول وي.
ü نوښتيز کارونه ترسره کړئ.
ü بدني حرکات ترسره کړئ.
ü ملګرو ته مو زنګ ووهئ.
مسکا وکړئ او وخاندئ نو د يوازيتوب حس به مو پخپله له منځه ولاړ شي.
د الله تعالی لوی دربار ته لاس په دعا شئ، ذکر وکړئ، قرآن تلاوت کړئ. پرته له شکه چې الله پاک ته رجوع کول هر ډول دنياوي او آخروي مصيبتونه له منځه وړي.
کابل – افغانستان
۲۱/۸/۱۳۹۶