ښاغلی لېوال

افغانستان د ښکېلاکګرو ځواکونو هدیره نه، بلکې د ارزښتونو هدیره ده. سیاسي افکار ، فلسفې، ایډیولوژۍ او عقاید همدلته وشرمېدل او خښ شول. یو خو پردیو ( ایزمونو) او افکارو دلته د پلي کېدا بستر او زمکه نه درلوده، بله دا چې هرسیاسي شخصیت، بهیر، ګوند یا نهضت چې د کوم ایډیولوژیک یا فکري ـ فلسفي ارزښت په نامه راپاڅېدل، داسې څه یې وکړل یا ترې وشول، چې په ملي، بلکې نړیوال کچ یې هغه ایډیولوژي او فکر وشرماوه، منزوي یې کړ او بالاخره یې د تل لپاره له خاورو سره خاورې کړ. د ( ګټو) غریزه دومره زوروره ده ، چې څه موده مخکې مې ولیدل یو انقلابي او افراطي ( کیڼ اړخی) سیاستوال، دیوه افراطي بنسټپال ( ښي اړخي) سیاستوال تُندې وینا ته په اول کتار کې ناست و او لاسونه یې ورته پړکول، عجیبه دا ده، چې دوی دواړو یوبل دهېوادلپاره نه زغمل او دا ملګرتیا یې دهېڅ کوم ملي ارزښت لپاره نه وه، بلکې دا د دوی ګډې ( ګټې ) او ګډه ( ځواکغوښتنه ) وه چې سره نږدې کړي یې وو. د دواړ لوریو پلویان دوی ته حیران وو، چې دا نو څنګه امکان درلودلای شي.

غمیزه خو دلته ده، چې په سپېڅلیو شعارونو راپاڅېدلي سیاسي مبارزین ډېر ژر د خپلو مخالفینو په قاتلینو، وژونکیو، له هېواده شړونکیو او زنداني کوونکیو بدل شول، چې ورو ورو یې وژل، وهل او له سیاسي قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستنه په عادت بدل شول، همدا چې د یوې ښې داعیې پلویان سیاسي ځواک ته ورسېدل نو په ګواښمنو قصابانو بدل شوي وو، دوی چې له خپلو سیاسي مخالفینو سره عقده درلوده، ورو ورو ټول ملت ورته سیاسي مخالف ښکاره شو، ځکه یې نو پر خلکو رحم له زړونو څخه کډه وکړه، د خپل سیاسي نهضت او فکر ( انساني ) ارزښتونه یې هېر کړل. ټوپک او ځواک ورسره وو، خپل سیاسي مخالفین یې دوطن مخالفین او کافران ګڼل او په همدې نومونو یې پسې راواخیسته او ښه بېدریغه یې ووژل. که داسې نه وه، نو له خپلو وسلوالو مخالفینو سره یې جګړې پیل کړې او په دې جګړو کې نو په دې پسې نه ګرځېدل چې د دوی مخالفین وژل کیږي، که عادي وګړي، بس ډزې یې کولې او په دې پسې نه ګرځېدل، چې دخلکو په ذهنیت کې د دوی او د دوی د سیاسي شعارونو او فکر په وړاندې څومره کرکه رازیږي. سیاستوالو چې اوس زور درلوده ، خپلو سیاسي مکتبونو او باورونو ته شا کړه او ټول ځواک یې په دې کې راټول کړ، چې څنګه سیاسي ځواک او قدرت وساتي. ددغو سیاستوالو اشتها ډېره شوې وه، زمکې، کورونه ، موټر، پانګې او وسله وال ساتونکي یې دومره زیات شوي وو، چې پرغصب ، غلا او تښتونو یې هم لاس نه نیوه، خپلو دغو اعمالو ته یې لاهم مشروعیت په هماغو سیاسي یا مذهبي شعارونو کې لټاوه، چې دوی یو وخت خپله سیاسي مبارزه پرې پیل کړې وه. خلکو چې لیدل، غلاوې او وژنې تر ارزښتمنو شعارونو لاندې کیږي، نو يې د شعارونو او سیاسي باورونو په وړاندې کرکه ورځ تر بلې زیاتیده . سیاستوالو هم پر خپلو شعارونو باور نه درلوده، یوازې یې ورڅخه اوزاري ګټه پورته کوله، دهمدې لپاره یې ټول ارزښتونه تر خپلو ( ګټو) ځار کړل او ملت یې د ټولو ملي او نړیوالو سیاسي او ان ایډیولوژیکو ارزښتونو بې باوره کړل.

ځینو سیاسي خوځښتونو دا منله چې د دوی ځینو کادرونو او غړیو غلا او وژنې کړي دي، خو له خلکو یې هیله دا وه چې د افرادو جنایتونو د دوی په سیاسي خوځښت یا فکر پورې ونه تړي، خو خلکو لیدل، چې سیاسي او پوځي جوړښتونه یوازې په خپلو ګټو پسې دي او پرخپلو سیاسي شعارونو باور نه لري، بلکې بزنس پرې کوي، ځکه خو یې د دوی پر سیاسي شعارونو باورله لاسه ورکړی و. دې مسخره سریال کلونه کلونه دوام وکړ، سیاستوالو غلاکوله او وژنې یې کولې ، پړسېدل او چاغېدل او د خپلې پانګې او ځواک دساتلو لپاره یې ځانونه نورهم د هماغو سولېدلو او زړو شعارونو ترشا پټول او که چا به ورته وویل : ولې جنایت کوئ ؟ نو دوی به پرې رابړچ وهل چې : که ماته غل وایې نو په حقیقت کې پلاني ( ارزښت) ته بد وایې او چې دې او هغه ارزښت ته بد وایې نو تر تا لوی ګناهګار نه شته.عامو خلکو وسلې نه درلودې او ډارېدل،خو سیاستوالو ګومان کاوه چې د دوی شعارونه لاهم چلیږي. مګر خلکو په زړه او ضمیر کې د (شعاري ارزښتونو ) په وړاندې عقده اخیسته، کرکه یې ډېریده او پر هر ملي ارزښت ، چې تر شاه یې جنایت پټېده ، دوی هم خپل باور له لاسه ورکاوه.

په دې توګه افغانستان د سیاسي، فکري ، فلسفي او ایډیولوژیکو ارزښتونو په وړاندې د یوې سراسري بېباورۍ کړکېچ ته ننوت. خلک د هرڅه په وړاندې بېباوره او شکاک شول، د پوچۍ (نهیلیسم ) عقده عامه شوه. شکاکیت اوج ته ورسېده او خلکو پر ټولو سیاسي او حتی عقیدوي شعارونو اعتماد له لاسه ورکړ.

سیاستوالو ( ګټې) وکړې، جایدادونه یې زیات شول، په لویو ښارونو کې یې لوړې ودانۍ هسکې شوې، پریمانه زمکې یې غصب کړې، باډیګاردان یې زیات شول، په لویو کمپنیو کې شریک شول، په خلیج او نوره نړۍ یې کې یې پانګې زیرمه کړې، لویې پروژې یې واخیستې، هر یوه د مرمۍ ضد موټرو کتارونه ځانونو ته ودرول، خو د دې په وړاندې یې د هغو شعارونو او ارزښتونو قبرونه هم په خپلو لاسو وکینل، چې دوی دهغو تر سیوري لاندې سیاست ته ورننوتلي وو او دهمدې ارزښتونو په نامه یې ځانته د مشرۍ القاب ورکړي وو.

پر سیاستوالو زړه سوی نه دی په کار، ځکه دوی به بالاخره مړه شي او دتاریخ برخه به وګرځي، د خواشینۍ ځای دا دی، چې افغانان دومره له سیاسي افکارو څخه زړه توري شول، چې پر نویو او ریښتینو ارزښتونو او سیاستوالو به تر اوږدې مودې باور ونه کړي. دا یو ټولنیز، تاریخي او ملي کړکېچ ، ناورین او لویه غمیزه ده، چې ټول ملت پر سیاستونو بېباوره شي. د سیاستوالو د ( ګټو) لپاره پر ارزښتونو لوبو دیرش میلیونه نهیلیستان ( چې هرڅه ورته پوچ او بې مانا ښکاري) رامنځته کړل.

پایله:

ځوان او ریښتیني سیاستوال چې په افغانستان کې دهر ( افغان انسان ) د انساني ژوند دشرایطو د ښه کولو لپاره مبارزه کوي، باید پوه شي، چې تر دوی وړاندې سیاستوال نسل د دوی لپاره دمبارزې پرلاره پریمانه اغزي کرلي دي او تر خپلې شا یې ټول پلونه نړولي دي. دوی چې دخپلو شعاري ارزښتونو تر چتر لاندې له ملي ګټو، ملي ارزښتونو او عامه شتمنیو سره د چور تالان لوبه کړې ، د یوه پاک سیاست هڅه یې سخته کړې ده.

ځوان نسل باید اول د ولس باور بېرته وژغوري او پر ريښتینو ارزښتونو یې باور بېرته راژوندی کړي. ځوان سیاسي مبارزین باید خلکو ته ثابته کړي، چې ځوان نسل د ( ارزښتونو ) د تشو شعارونو په مرسته په ځانځاني ( ګټو ) پسې نه دي راوتلي.

موږ باید تر هر ( ایزم)، سیاسي سیستم او فکرورپېژندلو مخکې دخلکو باور وژغورواو ترهغه وروسته د نویو ، علمي او عملي افکارو او سیاسي سیستم د معرفۍ په مرسته هغه ارزښتونه چې دپخوانیو سیاستوالو س( ګټو) خوړلي دي، بېرته وکرو، ویې روزو او راتلونکي نسلونه له بشپړ سیاسي نهیلیسم او پوچ ګرايي څخه وژغورو.

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۱۹/ پرلپسي ۷۱ مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۴/ ۱۳۹۵

One thought on “هغه (ګټې) چې (ارزښتونه) یې وخوړل/ عبداغفور لېوال”
  1. دي ليکني می د زړه دروازي ته لاره ومونده. وياړم چي استاد محترم غوندي هستۍ لرو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *