سرچینه: ال اکسپریسډ

ژباړه: شریف افغانمل

د پاکستاني رسنیو په حواله له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې تر اوسه پورې د ترورېزم ضد جګړه کې د پاکستان څه باندې ۷۰،۰۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

د وژل شویو پوځیانو او پولیسو شمېرې پرې له پاسه دي، چې د پاکستان د پوځ اکثریت ځوانه طبقه تشکیلوي. درې اونۍ وړاندې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي برید تر ټولو خونړی و، چې څه باندې ۱۴۰ ماشومان پکې د ترورېزم ضد جګړې په نوم قربانیان شول.

د پاکستان له زېږېدو بیا تر اوسه پورې دغه هېواد په یو نه یو ډول له هغو ډلو سره همکار پاتې شوی چې په سیمه کې د مشخصو اهدافو لپاره پالل شوي دي، اما نن، سبا پاکستان پخپله د همدغه حالت قرباني پرې کوي.

ـ په کوټه کې د عملیاتو پر مهال ملا عمر ته د تېښتې اجازه چا ورکړه؟

د افغان طالبانو مشر/ امیر ملا محمد عمر مجاهد چې پلویان یې د امیر المؤمنین لقب هم ورته کاروي، تر ډېره وخته د پاکستان په کوټه کې اوسېده، همدلته یې د کوټې شورا بنسټ کېښود، د افغان طالبانو رهبري یې څارله او له همدې ځایه یې په افغانستان کې د افغان او هندي پوځیانو او مشخصو کسانو د وژنې او تښتونې فرمانونه صادرول.

د افغان طالبانو دغه شورا د پاکستاني استخباراتو تر سیوري لاندې فعالیت کوي، اما وروسته له هغه چې د پاکستاني ځواکونو لخوا په کوټه کې د ملاعمر د نیولو او وژلو لپاره عملیات پیل شول، نو هغه تر عملیاتو وړاندې له سیمې اېستل شوی وو.

هغه په کوټه کې چا ساته؟ افغان طالبان د پاکستان لپاره ځکه ښه ول چې هندي او افغان کړۍ یې لمنځه وړې؟ او پاکستاني طالبان ځکه ښه نه ول چې د پاکستان تر کنترول وتلي دي؟

ـ پاکستاني پوځ ولې د لشکر جنګوي مشر ملک اسحاق ته هلي کوپتر ورکړه؟

په ۲۰۰۹ ز کال کې د لشکر جنګوي یو مشر ملک اسحاق په هلي کوپتر کې د لاهور له کوټ لکهپټ زندانه واېستل شو او په راولپېنډۍ کې پوځي مرکز ته انتقال شو. دغه ډله چې په سیمه کې د شیعه لږکیو د وژنې مسؤله بلل کېږي له مشر سره یې د پاکستاني پوځ همکاري د پوښتنې وړ ده.

ملک اسحاق داسې مهال له لاهوره راولپېنډۍ ته انتقال شو، چې لسګونه پاکستاني پوځیان یې ښه راغلاست لپاره راټول شوي وو. هغه وخت داسې اوازه خپره شوه چې نوموړی له زندانه په تېښته بریالی شوی، اما سیاسي شنونکو ویل چې له هغه سره د شیعه لږکیو د وژنې په اړه معامله شوې.

ـ اسامه څنګه په ایبټ آباد کې پوځي مرکز ته څېرمه کلونه ژوند وکړ؟

د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په ایبټ آباد کې پوځي مرکز ته څېرمه په څو کلیو مترۍ کې شاوخوا پنځه کاله ژوند وکړ، اما د مرګ تر وخته پرې څوک خبر نه ول. هغه له یو پوځي مرکز څخه ټیک ۳۵۰۰ متر مربع لرې اوسېده.

ـ له حقاني شبکې سره څوک مرسته کوي چې د ډرون له بریدونو خوندي پاتې شي؟

د پاکستان پوځ تر اوسه هم د حقاني شبکې په اړه ډېر معلومات پټ ساتلي دي او اکثریت وخت د دغې ډلې مهم کسان د بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو وړاندې معلومات ترلاسه کوي او خوندي پاتې کېږي.

حقاني شبکې د افغان ځواکونو او ناټو د کاروانونو نښه کول لومړیتوب بلل او وړاندې تر دې چې له پاکستاني پوځ سره په مشوره د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په برید کې یې مهمې څټې په نښه شي، خبر ورکول کېږي او یا له سیمې اېستل کېږي. دغه ډله ډیورنډ کرښې ته څېرمه ترهګریز بریدونه تنظیموي.

ـ له داعش ډلې سره د همکارۍ تر اعلان وروسته ولې پاکستاني طالبان خوندي دي؟

د لال مسجد یا سره جومات قهرمان (مولانا عبدالعزیز) په ښکاره د اسلامي دولت ډلې وسله والو (داعش ډلې) سره همکاري اعلان کړه، اما بیا هم هغه او ډلې ته یې څه ونه ویل شول. (څو ورځې وړاندې پدې تور د هغه د نیولو حکم وشو چې ولې په پاکستان کې د بریدونو په اړه چوپ پاتې دی. د ناز او نخرو دا اړیکه او خفګان یوازې ډراماتیک بلل شوی.)

هغه په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، دی او زده کوونکي یې د اسلامي دولت ډلې وسله والو ملاتړ کوي او مبارزه یې برحقه بولي. عجیبه خو داده چې همدغه مدرسه چې مولانا عبدالعزیز ترې د اسلامي دولت ډلې وسله والو ملاتړ اعلان کړ، د ای ایس ای یوه مرکز سره شاوخوا یو کیلو متر فاصله لري.

ـ تروریستان ولې او څنګه په کوټه کې ازاد فعالیتونه ترسره کولای شي؟

له لسیزو تروریستان په کوټې ښار کې ازاد تروریستي فعالیتونه پرمخ بیایي، پداسې حال کې چې په همدغه ښار کې د پاکستاني پوځیانو یو لوی نظامي مرکز دی. پدې ښار کې ټول کارونه د پاکستاني ملېشو (ایف سي) تر څار لاندې ترسره کېږي او ذره مخالف هم ټارکېټ کېږي، خو بیا هم تروریستان پدې ښار کې ازاد فعالیتونه ترسره کوي.

پدې ښار کې پرلپسې د شیعه لږکیو په نښه کېدل او د لشکر جنګوي پراخ فعالیتونه هغه څه دي چې پورته ادعاوې ثبوتوي.

ـ د تېر کال په بودجه کې پاکستاني پوځ ته ولې ۷۰۰ بیلونه کلدارې ورکړل شوې دي؟

تېر کال په بودجه کې پاکستاني پوځ ته ۷۰۰ بیلونه کلدارې بېلې شوې دي. پاکستاني پوځیانو له ۲۰۰۲ ز کال تر ۲۰۱۰ ز کال پورې ۱۸۰۰ بیلونه کلدارې د جګړې د مصارفو په نوم ترلاسه کړې دي.

د یو غریب هېواد په توګه په جګړه کې د پوځ دومره لوړ مصارف او وروستی امنیتي حالت پخپله د پوښتنې وړ دی؟ پاکستانیان پوښتنه کوي چې آیا په روغتیایي او ښوونیزو پروګرامونو ددې مصرف لسمه برخه هم پام کې نیول شوې؟

ـ پوځ ولې په سوداګرۍ کې هم ښکېل شوی دی؟

په پاکستان کې پوځ پر سیاست او امنیت سربېره په سوداګرۍ کې هم ښکېل دی. د سیمې له هېوادونو سره سوداګریزې اړیکي یې هم له استخباراتي دسیسو خوندي نه وي.

ـ له عبدالرشید رؤف سره چا مرسته وکړه، چې له زندانه وتښتي؟

د ۲۰۰۷ ز کال د ډسمبر په ۱۴ پاکستاني پوځیانو له عبدالرشید رؤف سره مرسته وکړه چې له زندانه وتښتي. نوموړی په لندن کې د یو برید طراح وپېژندل شو. هغه وخت اوازه خپره شوه چې نوموړي خپل لاسونه خلاص کړي او له زندانه په تېښته بریالی شوی دی. څه وخت وروسته بیا هغه ډیورنډ کرښې ته څېرمه د د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شو.

ـ د بلوچستان تر عملیاتو وړاندې پوځ له پارلمان څخه اجازه واخسته؟

په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې ملکي وګړي )ښځې، ماشومان او زاړه)، د ښوونځیو زده کوونکي ووژل شول او زرګونه کسان له خپلو کورونو وشړل شول. دوی چې دغه عملیات کول په قانوني ډول یې د ترسره کولو لپاره باید له خپل پارلمان څخه اجازه اخستې وای، چې دا کار یې ونه کړ.

ـ په قبایلو کې پوځي مرکز ته په ۲۰۰ مترۍ کې د ځانمرګو له روزنځای څخه، ولې بې خبري؟

د ځانمرګو ډېری روزنځایونه په قبایلو کې دي، هغه ځایونه چې په ښکاره د پوځ له ولکې لرې، اما په غیر مستقیم ډول د وسله والو په مټ د پوځ تر پوره څار لاندې دي. د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمه کې له یو نظامي مرکز څخه ۲۰۰ متره لرې په یوه دیني مدرسه کې ځانمرګي روزل کېږي، خو څنګه امکان لري چې پوځ پرې خبر نه شي؟

One thought on “هغه ۱۱ پوښتنې چې پاکستان ورته ځواب نه لري”
  1. The Talliban is a project for Pakistan (like NGO)
    We never clear that who Sported & all payment etc for that project??
    that is clear the Pakistan never pay from his Fund for Talliban & others.
    By the time They don’t have amount for the Gov Staff Salary don’t have Electric 24 hus p/day Just 4 to 6 hus have Electric in all Pakistan they abale toy support Talliban???
    It need to all writer to clear that which strong country support the Talliban that is imported for all Afghan to know about that.
    The Pakistan just received fund for that NGOs from other country,

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *