د دې ټکو په لوستلو سره چې دلته ورته اشاره شوی ده تاسې کولې شي خپل امنیتي حدود په مجازي نړۍ کې تر خپل کنټرول لاندې کړئ. دغه پنځه ټکي یعنې هغه ساده تیروتنې چې پدې وروستیو کې هر کارکوونکې پری تورن کیږي. 

دغه راز، د انټرنیټي انلاین/پرلیکه خدمتونو په ډیرښت سره امنیت هم خپل ارزښت ورځ تر بلی پیدا کوي چې د ډیجیټلي ژوند ساتنه او د خپل شخصي حریم څخه په مجازي نړۍ کې ویره درلودل نن سبا یوه پراخه د بحث موضوع بلل کیږي. دغه راز، پردې نړۍ واک درلودل اوس د ژوند لازمي برخه شمیرل کیږي چې له بل پلوه ډیرې کارکوونکي ورته موضوع ته کافي وخت ورته نه لري.  

په نړۍ کې هکران (انټرنیټي غله) ورځ تر بلې نوي نوي دامونه او لارې د شخصي معلوماتو غلا کولو  دپاره په جلا جلا چاپیریالونو کې په مجازي توګه جوړه وي او خپروي یې. غه راز، یواځی کمپیوټر کې یو انټي ویروس انتسټالول، پیچلې پاسورډ ځای پرځای کول یا هم  د بی سیمه اتصال (وایر لس ) شبکې امنیتی جزئیاتو ته نه کتل نشي کولې ستاسې امنیت ټینګ او خوندي کړي. فلهذا د ځینو رایجو تیروتنو او انټرنیټي مسایلو څخه د نړۍ په کچه ځان خبرول کولې شي ستاسې د انټرنیټي ژوند خوندي او امنیت کې پرمختګ یا ارتقاء رامنځته کړي. څرنګه چې د امنیت ساتل د هرې ورځې مستمره یا دوامدارې کتنې ته اړتیا لري نو پدې لیکنه کې هغو ۵ ټکو ته چې اشارې شوی کوښښ وکړئ چې تر حده یې ترسره نه کړئ. 

دا لیکنه د « د انټرنیټي امنیت تخصصي شبکې» وړاندیزونو په رڼا کې لیکل شوی او هیره دی نوي چې امنیت په بشپړه توګه یوه نسبي مسله ده او داسې کومه لاره شتونه نه لري چې په قطعي او تل پاتی توګه یې تامین کړو. خو که چیرې د زیانمنوونکو روشونو څخه یې خبر واوسو نو کولې شو چې تر ډیره بریده خوندي واوسو. 

کمزورې پټ نوم یا پسورډ د انټرنیټي غلو غلا دام ته زمینه مساعده ول 

که چیرې د ۲۰۱۲ کال کمزورو پټ نومونو نوملړ (ډیکشنري) ته وګورو ډیرې استعمالوونکي د اسانه پټ نومونو یا پاسورډونو عباراتو څخه استفاده کړی چې انټرنیټي غلو یا کرکر (Cracker) د لپاره ساده او په اسانه توګه نفوذ ور باندې کولی شي. ځکه داسې سافتویرونه شتون لري چې دغه پاسورډ که چیرې ۷ عدد او مختلط پاسپورډ وي هلته دوې د هاش کوډ یې ګوري (هاش کوډ هغه مخلط کود د شمیرو، الفبا او ځانګړو تورو څخه وي: @#$Aa1230003$%)  او په  ډیرې اسانۍ سره یې ماتوي لکه دا دلته لیکل شوی بیلګې: ۱۲۳۴۵۶۷۸، qwerty، abc123 او iloveyou دا په نړۍ که له هغه پاسورډونو څخه دي چې تراوسه لا هم ډیر استعمالیږي. سربیره پردې کیداې شي تاسې باور ونه کړی د ۱  څخه ٪۱۰ سلنې پورې ډیری استعمالوونکې د ۱ – ۸ اعدادو پورې د پټ نوم په توګه ټاکي او استعمالوي. نږدې ۵٪ سلنه کسان د password کلمې څخه د پټ نوم په توګه کار اخلي. که چیرې تاسې د انټرنیټ غله په توګه فرض کړئ لومړی به تاسې نوموړې عباراتونو وآزمایی.
په کال ۲۰۱۲ کې د یاهو، لینکډین، لسټ اف ام او داسې نورو ډیرې اکاونټونو استعمالوونکو خپل اکاونټونه له لاسه ورکړه چې علت یې لدې څخه پرته بل څه نه وو. لومړی قدم پټ نوم ماتولو کې د حمله کوونکو لخوا د جلاجلا ژبو ډیر استعمالوونکو نومونو څخه بل څه نوي هغه آزمایي. 


۱ وړاندیز: د غښتلي پټ نوم ټاکل د بریښنالیک/ایمیل، فیسبوک یا بانک اکاونټ هغه چې په ډکشنري کې یا آسانه توګه پیدا نشي. لکه داسې غښتلې پټ نوم چې د ۱۲ تورو څخه کم نوي او د داسې تورو څخه جوړ وي چې سره خپلو کې اړیکه په هیڅ عنوان ونه لري او پټ نوم کې د کوچنیو، غټو او ځانګړو نښو څخه کار واخلی لکه @#$^&*!01-23aDs)).

لدې سره سره ، په هرې یوې یا دوو میاشتو کې خپل پټ نوم بدل کړئ او خپل پټ نوم کې د پیژندنې شمیرو څخه لکه د تذکرې شمیره، شهادت نامې، زیږدنې نیټه او داسی نورو څخه استفاده مه کوئ. که چیرې څوک غواړي ستاسې د شخصی معلوماتو څخه کار واخلي لومړی دا تګلاره پیاده کوي. د پټ نومونو پوستکالو مدیریت  (Password Management App.) څخه استفاده هم کولی شي چې تاسې سره امنیت کی مرسته وکړي.  



برښنالیک کې په بې باروه اړیکو/لینک باندې کلیک کول!

د سایبري حملو یوه نوموتی تګلاره د Phishing ترنامه لاندې شهرت لري چې انټرنیټي غله د جعلي پاڼو په جوړولو سره ستاسې شخصي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کوي. یو جعلي بریښنالیک ستاسې بانک په نامه  ستاسې د بانکي حساب ته ورته وړاندیزشوی پاڼه له لارې ستاسی ټول معلومات ترلاسه کوي؛ ځکه دغې پاڼې له لارې کیدای شي تاسې معلومات هلته درج کړي دا پدې معنی چې تاسې په خپل لاس ټول معلومات انټرنیټي غله ته ورکړه. لکه په مجازي نړۍ سکایپ، فیسبوک او لینکډین او داسی نورو کې ډیرې داسې وړاندیزونه راځي چې د شک او تردید په سترګه باید ورته وکتل شي او خپلو اکاونټونو ته تل د کره لارې څخه دننه (login)  شئ . 


د پوستکالو (سافت ویرو) حیاتي اپدیټ وخت کې نه پاملرنه 

په سر کې هغه عامل پوستکالي لکه: وینډوز، مک ، لینکس، سلورس او…  چې په کمپیوټرونو، ټبلیټونو او نورو هوښیارو آلو کې دي باید وخت په وخت سره اپدیټ شی. د خدمتونو وړاندې کوونکې کمپنۍ وخت په وخت سره نوې کڅوړی د امنیتي ګواښونو په وړاندې وړاندېز کوي که چیری په اپدیټ کولو کې ځند وکړئ کیدای شي چې د انټرنیټی غلو په دام کې ولویږې ځکه چې هغوې ددې واټن څخه د استعمالوونکو پر وړاندې استفاده کوي. 

یو ټکې په یاد ولرئ: د مایکروسافټ کمپنۍ لخوا د وینډوز پوستکالي اپدیت وجه دا وي ترڅو د یو لړ امنیتي ستونزو څخه خوندېتوب پیدا کړی چې ژر تر ژره باید اقدام ترسره شي. که چیری انټرنیټ مو چټک وي نو د اتومات ډول خوښه وټاکئ تر څو وینډوز مو هر وخت په مستمره توګه اپدیټ شي او نوې امنیتي فایلونه را ډونلوډ او خپل ځان کې ځای پر ځای کړي.   


د ناپیژاندو وړیا سرچینو څخه د پوستکالو/سافت ویرو ډونلوډ کول

د پوستکالو یا اپلیکشنونو راښکته کولو/ډونلوډولو دپاره تر شونتیا حده د معتبرو او پیژاندو سرچینو څخه ګټه واخلی. په نړۍ کې بی شمیره ویبپاڼې شتون لري چې په وړیا توګه انلاین خدمتونو د همدې دامونو دپاره وړاندې کوي ترڅو د تروجنونو، رنسمویرو، یا نورو ویروسونو د لارې راښکته شوی فایل سره یې مل او ستاسو سیسټم پری ککړ او واک یې ترلاسه کړي. 

که چیری ستاسی کمپیوټر آنټی ویروس لري تل یې اپدیټ وساتئ او ورڅخه استفاده وکړئ د نور لینکونو او اشتهاري پیغامونو څخه ځان وساتی تر څو د انټرنیټي غلو څخه په امن پاتی شی. 


خپل شخصي معلومات د حده وتلي په مجازی فضاء کې شریکول 

رسنیزو شبکو کې د ډیرو اوسیدونکو څخه دا فسلفه اوریدل کیږي چې وایي شریک به کړم یا شریکوم یې دا اصطلاګانې په حقیقت سره د یادو پدیدو رایج کول ته منشا او امنیتي ګواښونو ته زمینه سازي کوي.
ډیرې خلک خپل شخصي معلومات د ځان په اړه ټولنیزو شبکو کې شریکوي چې دا په خپله انټرنیټي غلو ته د حملو زمینه جوړوي او خپلې موخې ته یې رسوي.  نو د overshare یا حده وتلی معلومات شریکولو څخه ډډه وکړئ او خپل شخصي معلومات لکه برښنالیک، تلیفون شیمره، کور پته، هغه برنامې چې د رخصتیو دپاره یې لری او نور پلانونه شریک کولو څخه په کلکه ډډه وکړئ

په کور پاتې شئ خوندي پاتې شئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *