الهام الله بابر

الهام الله بابر

اسانه کاري پروسه د چټک تولید وسیله، خورا کمو کاري تیروتنو چانس، کارکوونکو ته کار کول اسانه او خورا خوښونکې وي. پدې اساس که تاسې فرصتونو پسې ګرځئ او غواړئ عملیاتي پروسې مو ساده کړې دا به نه تنها چې تولید چټک کړي بلکې د وخت او سرچینو ضایع، ناثباته کیفیت په ګوته او نور داسې منفي پایلو څخه به مخنیوې وکړي. 

کاري پروسو ساده سازي پرته له شکه چې تولیداتو بهیرونه لکه د معلوماتو راغونډول تر راپور ورکولو پورې ساده کوي مګر یوازې یو سافت ویر په رانیولو دا پروسه نه پشپړیږي. ښکته توګه ځینې ساده لارې چارې د پروسو ساده سازې دپاره شتون لري.

‍۱: لومړې باید د خپلې ادارې ټول کاري پروسې او وسایلو ته په ځیر فکر وکړئ چې څنګه جوړ، او نصب شوي تر څو کاري پروسه یې تر امکان حده ددې کار په کولو سره ګټور او اثر لرونکې کړئ. دا نه یوازې د وخت لټون او لیږدولو کې کمښت بلکه د کارمندانو لپاره ډیره اسانه کاري پروسه رامنځته کوي تر څو یو کار ډیر ژر او سیستماتیک ترسره کړي.

۲: د کارکوونکې مهارت د دندې سره یوشان کړئ. که څه هم متوازي روزل خورا مهم دي، مګر د کارکونکو مهارت په بنیاد چې څه کې ښه دی موثریت او ښې پایلې رامنځته کوي وټاکئ. یعنې هغه کار چې په پوره باور، ښه توګه، لږو تیروتنو سره، ژر ترسره، یا عموم کې هغه څه چې خوشحالې سره ترسره کوي نسبت څه ته چې ګټور او مبتکر نوي پکې باید په نظر کې ونیول شي. ترڅو ښې پایلې ترلاسه او کاري پروسه بریالې وي. همدا راز تاسې باید د خپل کارکوونکې قوت او کمزوري ټکي پیدا او د هغې مطابق دنده ورته وسپارئ.   

۳: کارکوونکې ګمارنې سره سم یې وروزئ. کله چې مهارت دندې سره مطابقت کوې، کیدای شي ځینې خلاوې پیدا شي چې ډکول غواړي. وړ کس د دندې ترسره کولو دپاره پیدا کول عملیاتي پروسې دپاره اړین بلل کیږي. مګر روزنې پروګرام دواړو اوسنيو او پخوانيو کارکوونکو دپاره اغیزمن ګڼل کیږي. منظمه روزنه چې د څرګندو اهداف او پروسیجرونو په رڼا کې ترسره شي کارکوونکو ته د هغوې مسولیت او صلاحیت دایره په واضحه توګه ښایي چې څه د هغه څخه توقع ده چې ترسره کړي او مغشوشیت یې کم یا ورک کړي. 

۴: د کاري پروسې منظمه توګه ارزونه. عملیاتي پروسه په طبیعي توګه غیر موثره  کیدای شي که چیرې په دوامداره توګه د ښه والي فرصتونو په لټه کې نه یاست. په منظم ډول اوسني پروسیجرونه وګورئ او هر هغه ګامونه چې پیچل شوی، غیر ضروري یا یې ارزښت نه لرئ پاک یا لمنځه یوسئ. دعمومي تیروتنو سرچینه پیدا او حل لاره ورته وپیژنئ.

۵: ګټورې اړیکې رامنځته کړئ. د همکارانو ترمنځ اسانی او چټکې اړیکې د ستونزې یا بیړني کار رامنځته کیدو په صورت د حل لاری په توګه لازمې دي چي شتون باید ولري. لکه د پروسې اټومیشن اصل څخه په استفادې لکه سینسر ټیکنالوجي چې حالاتو څارنې دپاره ترې استفاده وشي لکه معلومات راغونډوي او د حالت ارزښت سره سم کارکونکو ته اطلاع ورکوي چې کوم عمل ترسره کړي بیلګې په توګه: د یو ماشین ګرمیدل یا تیل خلاصیدل چې کارکونکې ته خبر ورکوي چې عمل ترسره کړه….داسې نور…

۶: کارکوونکو ته غوږ ونیسئ. هغه خلک چې په حقیقت کې په پروسو کې ښکیل دي پروسې په اړه ارزښتناکه لید یا اندښنې لرلې شي چې څه کې ستونزې او حل لار یې د دوې په نظر څه دي. دوی ممکن د پرمختګ لپاره ځینې نظریات ولري چې کولی شي د عملیاتو اصلاح او ساده کولو کې مرسته وکړي. سروګانې جوړ او د دوې نظر راخیستلو لپاره ورته واستوئ چې دا کار نه یوازی چې ارزښت رامنځته کوي بلکې مثبت اغیز او ویاړ دوې لپاره ذهن کې راځي چې دوی دومره مهم او ارزښت لرونکې پانګه ادارې دپاره ده. 

پورته تاکتیکونو پلي کولو هڅه وکړئ او وګورئ چې تاسو څنګه خپل پروسې ساده کولی شئ د وخت او پیسو ضایع څخه مخنیوی وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *