ثناءالله سليم

ليکنه: ثناءالله سليم

افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې راتلونکې  ۱۳۹۸ لمريز لېږدېز  کال  کې به ترسره شي؛
تر اوسه ۷۰ کسانو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړی  چې دوې ښځې هم پکې شاملې دي.
دنوي مهالوېش له مخې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د۱۳۹۸ کال د چنګاښ یا سرطان د میاشتې پر ۲۹ نېټه کېږي او د جدي میاشتې تر پایه به د نوملیکنې بهیر دوام وکړي.
تمې خلاف يو شمېر داسې نوماندانو ورته ځانونه  کانديد کړي چې ولايت خو څه کوې چې دولسواليو پر سطحه يې هم څوک نه پېژني.

عبداللطیف پدرام د ولسي جرګه په تېره دوره کې د بدخشان دخلکو استازی و.

، او د۱۳۹۷ لمريز زيږديز کال دبدحشان ولايت دناکامو وکيلانو له جملې څخه دی.

عبداللطیف پدرام په ولسمشرېزو ټاکنو کې لومړنی کس دی چې دغه بهیر کې یې خپل نوم د ټاکنو خپلواک کميسیون سره ددولسمشريزوټاکنو ته دنوماند په حيث  ثبت کړی.

اندېښنه داده:داسې کسان چې په پارلمانې ټاکنو کې ځان نشي بر یالی کولای څنګه به ولسمشرۍ ته لاره پيداکړي،  دا يو ډول ملنډې دې چې دوي يې پرځان وهي. يو کس چا واده ته نه برېښوده هغه ويل زه  ناوې سره کينم، داهم هماغه کېسه ده.

شايد دې ځان ددې لپاره نو ماند کړی وي چې په دولت کې برخه ورکړل شي نه ولسمشري.

خو یو څوک چې افغانیت  نه مني، هغه به څه ډول  دافغان ولس مشري وګړي.

داد افغان ولس قانوني حق  دی چې دخپلې خو ښې نوماند ته چې افغانيت مني رایې ورکړی.

دهیڅ شونې نه ده چې افغان نه وي اودافغانستان ولسمشر وي،  نه داکار کېږي او نه به وشي.

له نوماندانو مې غوښتنه داده:  باید  د عدالت غوښتنې لپاره کار وکړي ،  او د یوه متحد، ښېرازه او سوله ییز افغانستان پرلور  ګامونه واخلي.

دخپل منځي اختالافاتو تېر شي .
هغه څه وکړي چې ولس يې ترې غواړي.
ځکه ددغه مظلوم ولس په رايو بريالي کېږی.

د دولسي جرګې ټاکنې که هر څومره د درغليو ډکې وې خو تېرې شوې، ولسمشريزې ټاکنې بايد ددغه ټاکنو سره جوت توپېر ولري.

دولت بايددشفاف ټاکنيزبهير مخته وړلو ته  زمينه سازي  وکړي.
ددرغلیو دلمنځه وړلو لپاره بايد دکمېسونونو په  مديریت کې واضح بدلون راولي .
ترڅو شفافې ټاکنې ترسره شي.

One thought on “هغوی واک غواړي چې واک ته نه شي رسېدای”
  1. زه فکر کوم چی قانون د انتخاباتو څه کمی لری او بله یی د مدیریت ضعف او ککړتیا ده چی دا مشکلات مضاعف کوی لکه:
    محترم لیکوال ښه غیر منطقی مسئلی ته اشاره کړی ؛یوکس په ولایت کی نشی کولی مطلوبی رایی واخلی نو بیا څنګه کیدای شی چی سل زره تذکری راټولی او ریاست ته ځان کاندید کړی .
    دا کاملا متناقض ، غیر منطقی او شرموونکی دی د مؤمن ملت لپاره ځکه چی یو کس دوه زره رایی نشی ګټلی نو بیا همزمان کمیسیون ته سل زره تذکری راوړی ، ډیر ښکرور تناقض او غیر منطقی کار دی او معنی یی دا ده چی کمیسیون او ملت حافظه نلری ، په ریاست مسخری او ملنډی وهی، ځان شرموی ، یا د کومی معاملی طمع لری چی دا ټول موارد د همدغه کاندید ، ضعیف شخصیت ثابتوی او مخکی هم ثابته شوی چی اهل ندی نو بیا کمیسیون په کاملی بی تمیزی سره ، خلاف د سوابقو د کاندیدی حق ورکوی چی دی کار سره د ملت عزت او حیثیت شدیدا مسخره کوی یعنی هر څوک چی وغواړی په هری سابقی او شخصیت سره ځان کاندیدولی شی او دا کاندید پدی ملت تحمیلیدای شی و لو که ارذل الناس هم وی.
    نو رئیس د کمیسیون چی شرعی علومو کی دکتورا لری باید پوه شی چی :
    معصیت کی اطاعت نشته (حدیث شریف)
    هر څوک حق د کاندیدو نلری باید واجد د شرایطو او شرعی اهلیت ولری ، دلته له دکتورا کار واخله +ریاست مستقل.
    داسی خلک هم شته چی په کاندیدو ځان او ملت سپکوی او خلکو او مستحق کاندید ته مشکلات جوړوی ته یی باید درک کړی.
    او د قانون او مدیریت ضعف درک او ترمیم شی چی بیا مو غلو ته په لاس ورنکړی او دا ډیر لوی امانت په کامل احتیاط سره اهل ته یی وسپاره او خدای (ج) تر ټولو ښه اجر ورکوونکی دی ، دی لږو شیانو ته مه ګوره او پام چی وار دی خطا نشی چی دنیا او آخرت د تا او ملت دواړه تباه کیږی
    وما علینا الاالبلاغ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *