رحیم الله رحیمی احمدزی
په خدای قسم چی زه خو دا بی غیرته بی ایمانه او بی وقوفه، خاینینو ، جاهیلینو او مفسیدینو ته حق حیران یم هغه خلک یادوم چی دی تجزی د وینو د ویالو او ګډوډیو خبری کوي او په دی خبرو افغان باغیرته او کړیدلی اولس ډاروی او په زړونو کی یی ویره خپره وی او غواړی چی یوځل بیا دا ټپی اولس سره بی اتفاقه کړی او د نفرت اور یی په زړونو کی بل کړی دا خاینین ، دا مفسدین او بیغرتان دي دا څو خبري په خلاصو غوږونو واوري او ددی خبرو شاهدان دي اوسی،
ای بی ایمانه ته چی د وینو دویالو خبری کوی ایا دا فکر د کړی چی دچابه زیاتی وینی تویی شی او څوک به پکی ډیر قربانی شی که زما غریب افغان وینه تویه شی څه به وشی بی له دی می هم د زړه نه ویني بهیږی په خپل کور کی دی بیګانه کړی یم له خپل مال او دولت څخه دی بی برخی کړی یم هرڅه ستاپه لاس دی او ته یی واکداریي نوکله مو چی چړی په لاس واخیستی دا به ډیره ښه معلومه شی چی د کابل ویالی ستا په وینو ډکیژی که زما غریب افغان په وینو، که ته دافکر کوی چی زه به ناست یم او قومنده به ورکوم او افغانان به یو او بل په چړو سره وهی خو هیڅکه هم نه اوس دا هغه دوه لسیزي مخکی افغان ندی په خدای قسم چی لمړی به په تاپسی ستا کور ته درځم له هرچا دمخه به ستا وینی په ویالو کی بهوم …..
ای په چور، تالان او غارت روږدیه ته چی د چور تالان او ګډوډیو خبري کوي ایا تا دافکرکړی چی په چور او تالان کی به دا ځل څوک ډیر زیانمن شی او دچا به ډیر مال او دارایی چور او تالان شی او څوک به ډير زیان ووینی ،غریب افغان خوهیڅ هم نه لری چی ته یی چور کړی خو ستا په ملیاردونه ډالر ستا په جریبونه غسب شوی ځمکی ستا بیشماره او بی حسابه کورونو او په لوړ پوړیو ودانیو به څه وشی، په خدای قسم چی بیابه یی په ژوند کی هم خاوند نشی او داسی حالات به درباندی راشی چی په خوب کی به د هم نه وی لیدلی….
ای دپردیو غلامه ای جاسوسه ای خرڅ شویه انسانه ته چی د تجزی خبری کوی ایا دا فکرد کړی چی افغانستان به په کوم قسم تجزیه کوي او کوم پښتون میشته ولایتونه به له تاجکو او کوم تاجک میشته ولایتونه به له پښتنو څخه پاکویی (اوباسی او یا به یی وژنی) په دی پوه شه چی دا کار به ستاسو دورکي او نابودی باعث شی دا سی به ورک شی چی نه به مو بوي او نه به مو بشکه پاتی شی …..
زه په ټول باغیرته او باهمته افغان اولس دا غږ کوم چی نور نو ددی فاسد حکمت ته انتظار مه وباسی دا فاسده څارندوالی دا فاسده اوناکاره قضا هیڅ هم نه کوی او ددی ټولو کارونو تماشا کوی او ورسره لاس لری را پاڅی مخکی له دی چی دا بیغیرته او خرڅ شوی دقوم ، ژبی او سمت ټیکه داران په کوم ناوړه کار لاس پوری کړی مونږ یی لاسونه ورقطعه کړو او خپلو بادارانو ته یی ولیژو او دا ورته وه ښایو چی نور نو افغانان ستاسو بیګانه پرستانو په خوله نه کوي خپل دوست او دښمن ډیر ښه پیژنی ….
د یو واحد سرلوړی اباد او مترقی افغانستان په هیله