اسرار احمد "مومند"

قومونه د خپلو ګډو ګټو, ګډ فرهنګ, ګډ دین او داسی نورو نورمونو پر اساس سره را ټولیږی، او ځان لپاره یو مشخص هویت په یوه مشخصه ځمکه کښی ټاکی هغه هویت ښایی د اکثریت قوم نوم, او ښایی کوم بل داسی نوم وي چی د ټولو قومونو د استازو په هوکړی سره به هغه ټاکل شوی نوم د دوی ملی هویت ګنل کیږی او ټول نړیوال به یی په ټاکل سوی نوم سره د هغه هیواد د اوسیدونکی په توګه پیژني.

زمونږ اوسنی د هویت ستونزمن فورمول دا دی.

قوم، دین، هستوګنځی. (مثال زه تاجک یم، مسلمان یم، او د افغانستان یم.)

کله چی افغانستان ټوټی ټوټی وو او تجزیه شوی وو نور دی هیواد کوم نوم او خلکو یی کوم ښکاره هویت او دولت نه درلود احمد شاه بابا د یاد مشکل حل کولو لپاره ډیر لیوال وو، خو دی کار لپاره یی د ټولو قومونو مرستی ته اړتیا وه، احمد شاه بابا د ټولو قومونو د استازیو په حضور او رایو سره د افغانستان پادشاه انتخاب سو او د دی خاوری لپاره یی د افغانستان نوم، او د اوسیدونکو (ټولو قومونو) لپاره یی یو هویت (افغان نوم) وټاکه او هغه هویت داسی یو نوم دی چی مخکی تر ټاکنی هم د دی خاوری اوسیدونکی نورو نړیوالو د افغان په نامه پیژندل.

د افغان نوم د ټولو قومونو لپاره وټاکل شو تر څو یی ټوله نړی د یو غښتلی، او متحد ملت په سترګه وګوری او وپیژنی، خو دا نوم کوم انتصابی نوم ندی مانا دا پر نورو قومونو (ملیتونو) تپل شوی ندی ګواکی، د ټولو قومونو د استازو په حضور کښی ټاکل شوی او هغوی ټول پری سلا شوی ول.

هر هغه څوک چی وایی افغان نه یم او زه د خپلو نیکونو د هویت ښکارندوی یم نه د افغان، په حقیقت کښی هغوی د خپلو نیکونو فیصلو ته هیڅ احترام نلری او خپلو ملی ګټو ته هیڅ پام نه کوی، حقیقت کښی دوی خپلی خاوری سره، خپل کور سره او خپل ورور سره خیانت کوی او دښمنانو ته د لاسوهنی او ګډوډی لاره جوړوی.

د افغان نوم د دی هیواد د هر ولایت، هری ولسوالی، او هر کلی د هر اوسیدونکی نوم دی له افغانستان څخه بهر هر پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، او داسی نور هیڅ څوک هم نه پیژنی صرف افغان پیږنی، فکر وکړی دا افغان د پښتون قوم نوم وی او بیا له ځانه څخه دا سوالونه وپوښتی.

پښتون څوک دی ؟ د کوم هیواد اوسیدونکی دی ؟ دین یی څه دی ؟

د افغانستان اوسیدونکی ټول له یو نسل څخه او سکه وروڼه دی، د همدی اوسنی جغرافیایی موقعیت اوسیدونکی دی، او مسلمانان دی، زمونږ مقدس دین (اسلام) وایی چی هر مسلمان ستا ورور دی، او پښتون مسلمان دی، که چیری کوم مسلمان د پښتون له ورورولی څخه انکار کوی، هغه په حقیقت کښی د الله “ج” له امر څخه انکار او سرغړونه کوی.

د هویت ستونزی حل لپاره مونږ داسی یو فورمول ته ضرورت لرو.


ملت، دین، هستوګنځی. (مثال زه افغان یم، مسلمان یم، او د افغانستان یم.) چی په یاد فورمول سره موږ یو موټی کیږو نور مو قومونه سره نه جدا موږ ټول انسانان یو، سره برابر حقونه لرو، او ټول مسلمان یو چی خدای “ج” ته په فردی شکل د تقوا پر اساس یو تر بل مختلفی درجی لرو. راځی سره یو ځای خپل ملی هویت ومنو خپل اصلیت ومنو او خپلو ملی ګټو لپاره یو موټی سو دښمنان مو وشرموو او یوسوکاله افغانستان جوړ کړو.

که تا ویل چی زه یم او ما ویل چی زه یم نه به ته یی نه زه یم،
که ما ویل چی ته یی او تا ویل چی ته یی هم به زه یم هم به ته یی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *