لنډه کیسه
ژباړه: حمیدالله حمیدي
په هغه شپه چې کله کورته ورغلم مېرمن مې په پخلنځي کې پخلی کاوه. لاس مې یې ونیو.
- غواړم یو څه درته و وایم
څه یې ونه ویل. په ارامۍ ډوډۍ خوړل پیل کړل، خو په سترګو کې یې خپګان له ورایه ښکارېده. پټه خوله ناسته وه.
نه پوهېږم څه ډول مې شونډې وخوځېدې، خو هغه څه مې چې په ذهن کې و باید ورته ویلي مې وای.
- امم، غواړم طلاق واخلم. خبره مې نرمه وکړه. داسې نه ښکارېده چې په خبره مې خپه شوې وي.
- ولې؟
ځان مې تېر کړ؛ ځکه د پوښتنې لپاره یې را سره قانع کوونکی ځواب نه و.
د ډوډۍ بشقاب یې لرې ټېله کړ،
- ته مېړه نه یې!
په هغه شپه مو نورې خبرې ونه کړې. هغې ژړل، غوښتل یې پوه شي، چې په ژوند یې څه راغلي.
نوره مې ور سره مینه نه وه، خو د هغې په دې حالت مې سخت زړه سوزېده.
د ګنا له احساس او د وجدان له عذاب سره سره مې د طلاق پاڼې جوړې کړې. له نورو مسایلو سره سره په کې لیکل شوي و. کور، موټر او ۳۰ سلنه نوره پانګه له ځانه سره وړای شې.
کاغذونو ته یې په ځیر ځیر وکتل، اوښکو یې کاغذونه لامده کړل. ورو یې څنګ ته کېښودل.
هغه ښځه چې له ما سره یې پوره لس کاله تېر شوي و نور راته پردۍ ښکارېده. دا چې د دې خپل وخت له ما سره بې موخې پای ته ورسېد سخت ځورولم. خو ما نه شو کولی چې هغه لومړني ژوند ته را وګرځم، ځکه پر یوې بلې مې زړه بایللی و.
په چیغو چیغو یې زما په څنګ کې وژړل، دا هغه څه و چې ما یې تمه درلوده، د هغې ژړا زما لپاره د جدایۍ یوه نښه وه. د طلاق فکر مې ذهن دومره بوخت کړی و، چې نور راته دا هرڅه بل ډول ښکارېدل.
په دې بله ورځ ناوخته کورته راغلم. ومې لیدل، چې د مېز له څنګ سره ناسته او د څه په لیکلو بوخته ده، غږ مې پرې ونه کړ، د خوب کوټې ته ولاړم. ټوله ورځ مې له خپلې معشوقې سره بوخته تېره کړې وه. سخت ستړی وم، نیمه شپه مې بیا سر را پورته کړ، که ګورم چې لا هماغسې د مېز څنګ ته ناسته ده.
سهار یې زما مخې ته کاغذ کېښود، دې هم په کې د طلاق لپاره شرطونه اېښي و، د مال غوښتنه یې نه وه کړې، خو د طلاق لپاره یې یوازې یوه میاشت وخت غوښتی و.
دا یې هم په کې لیکلي و، په دې یوه میاشت کې به هڅه کوو، چې یو نورمال ژوند ولرو، د هغې غوښتنې ساده وې.
لیکلي یې و:
د زوی مو ازموینې دي، نه غواړم زموږ له لاسه یې په دې ورځو کې یې فکر ګډ وډ شي.
څه یې چې لیکلي و قبول مې کړل، خو د ځان په اړه یې هم لیکلي و، هغه دا چې هره ورځ به یې تر یوې میاشتې له کوټې د انګړ تر دروازې پورې په غېږ کې وباسم، لومړی مې فکر وکړ چې لېونۍ شوې ده، خو بیا مې له ځان سره وویل، خیر دی، د ژوند وروستۍ شپې او ورځې دي، غوښتنې مې یې ومنلې.
له معشوقې سره مې د مېرمنې د طلاق د شرطونو په اړه خبرې وکړې په کړس کړس یې وخندل، د مسخرو په بڼه یې وویل:
- که یې تر یوې میاشتې پر سر هم سپره کړې باید طلاق ومني.
له کله نه مې چې په ښکاره ډول د طلاق موضوع را بر سېره کړې وه ما او مېرمنې مې له یو بل سره کومې اړیکې نه لرلې.
په لومړۍ ورځ یې راته په غېږ کې اخیستل یو نوی کار ښکارېده، له کوټې مې وایسته.
زوی مې له شا را باندې غږ وکړ. هی پلار مې ګوره مور مې يې په غېږ کې اخیستې، تر دروازې مې ورسوله، په موټر کې یې کېناسته، زه هم په یوازې ځان د شرکت پر لوري روان شوم.
په دویمه ورځ یې راته په غېږ کې اخیستو د آرامۍ احساس راکړ. په سینه مې یې تکیه وکړه. د عطرو بوی مې یې حس کړ، ډیر وخت مې ورته په ځیر ځیر نه و کتلي، خو دا ځل مې له ورایه ولیده، مخ یې ګونځې کړې وې، څېره یې سپیره ښکارېده، وېښتان یې یو څه سپین شوي و، له ځان سره مې فکر وکړ، ما د دې ښځې لپاره تر اوسه څه کړي؟
په درېمه ورځ مې چې کله په غېږ کې واخیسته پوه شوم چې زموږ دواړو تر منځ صمیمیت ډېر شوی، له ځان سره مې وویل، دا هغه ښځه ده چې لس کاله یې له ما سره تېر کړي. ورځ تر بلې مې ورته په زړه کې مینه پیدا کېده. د دې هرڅه مې له معشوقې پټ کړي و.
هره ورځ یې راته په غېږ کې وړل اسانه شوي و، ځکه دې ورځني تمرین قوي کړی وم.
یوه ورځ یې ناوخته کړه. کوټې ته یې ورغلم. جامې یې لاندې باندې کولې. ومې لیده چې څومره ډنګره شوې ده له همدې امله یې راته وړل اسانه شوي و.
ستړې ساه یې وایسته. ټیله یې کړم.
- ټول ستا له لاسه. وګوره دې حالت ته دې را ورسولم، زه هم لکه څوک مې چې ټیله کړي ورغلم او په سر مې ښکل کړه.
زوی مې هم دې وخت کې کوټې ته را ننوت. وویل
- پلاره! وخت پوره دی مور مې باید په غېږ کې را وباسې، دا چې مور مې یې هره ورځ په غېږ کې بیرون ته ایستله د زوی لپاره مې دا هر څه د هغه د ژوند د یوې برخې په څېر و.
مېرمنې مې زوی ته اشاره وکړه، چې څنګ ته یې ورشي، په مخ یې ښکل کړ او ټینګ یې په غېږی کې ونیو.
مخ مې بلې خواته واړوه، نه مې غوښتل د میاشتې په دې وروستیو ورځو کې مې پرېکړه بدله شي، په غېږ کې مې را پورته کړه، لاسونه یې زما پر اوږو واچول، کټ مټ لکه د واده د ورځې په څېر.
خو د وزن کمېدو یې خواشینی کړم، په وروستۍ ورځ مې ډیره په سختۍ پورته کړم، نه پوهېدم چې تېر شوی ژوند مو ولې دومره بې مینې تېر کړی و، په تېزۍ په خپل موټر کې سپور شوم، دفتر ته ولاړم، د موټر دروازې مې هم بندې نه کړې، په زینو کې پاس وختم، وېرېدم هسې نه له خپلې پرېکړې واوړم.
معشوقه مې چې زما منشي هم وه په مخه راغله، له څنګه یې تېر شوم، دفتر ته را ننوته، ورته ومې ویل:
- نه غواړم طلاق واخلم.
زما خبره ورته بل ډول ښکاره شوه. په ټنډ مې یې لاس کېښود.
- لکه چې تبه دې ده، لاسونه مې یې له ټنډې لرې کړ.
- بښنه غواړم، زه نه غواړم طلاق واخلم. کېدای شي زما او مېرمنې ترمنځ مو ژوند ځکه تریخ شوی وي، چې ډیرو وړ شیانو ته مو پام نه و کړی، نه له دې کبله چې زما ور سره مینه نه وه. موږ نو یوازې مرګ موږ سره بېلولای شي.
معشوقې مې فکر وکړ چې نوی له خوبه وېښ شوی یم، په مخ یې کلکه څپېړه راکړه، ور یې په درز پورې کړ او په ژړا یې پیل وکړ.
په زینو کې ښکته شوم، موټر مې چالان کړ، د ګلانو د خرڅلاو هټۍ ته ورغلم، د ګل فرمایش مې ورکړ، ګل خرڅوونکي وویل
- غواړئ څه پرې ولیکم؟
ومې خندل
- غواړم پرې ولیکې چې که مو مرګ سره بېل نه کړي هر سهار به دې له کوټې د کور تر دروازې په غېږ کې را باسم.
که څه هم کارونو ستړی کړی وم، خو ماښم د زیاتې خوښۍ له کبله په ډیره تېزۍ او خندا د کور په زینو کې پورته شوم، دروازه مې خلاصه کړه،وخت تیر و. مېرمن مې په کټ پرته وه، نور یې نو خپل ژوند ماته بښلی.
میاشتې کېدې چې هغه په سرطان اخته وه، خو زه دومره له خپلې مینې سره بوخت وم چې ان د هغې په ناروغۍ نه وم خبر.
هغه پوهېده چې ډیره ژر به مړه کېږي، خو نه یې غوښتل د زوی په ذهن کې یې زه د یوه بد سړي ځای و نیسم.
اوس مې زوی په نړۍ کې د یوه مهربانه پلار په توګه پېژني او بس.
ډېره په زړه پورې کیسه وه
د پيغام برخه یې ډیره قوي ده