قطب الدین هلال

تاند- د سولې په چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وايي، ګلبدین حکمتیار به ژر د سولې له اعلان سره سم کابل ته راشي.

قطب الدین هلال پرون /چهارشنبه/ په یوه خبري غونډه کې وویل، د حکمتیار پلاوي څو ځلي د سولې د عالي شورا له غړیو سره کتلي او د بېلابېلو مسلو په اړه یې خبرې کړي دي.

د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار زیاته کړه، د سولې د عالي شورا او د حکمتیار د پلاوي خبرې وروستي پړاو ته نژدې شوي دي.

د حکمتیار پلاوی له څه باندې یوه میاشت راهیسي په کابل کې دی، د سولې د عالي شورا د غړیو ترڅنګ یې له ګڼو دولتي چارواکو سره هم کتلي دي.

که څه هم ویل کېږي چې د حکمتیار په راتګ به د جګړې په شدت کې د پام وړ بدلون رانه شي خو له حکمتیار سوه پخلاینه د سولې لور ته مهم ګام ګڼل کېږي ځکه چې نورې وسله والې ډلې به هم سولې ته تشویق شي.

قطب الدین هلال وايي:«کابل ته د حکمتیار رانګ به د افغانستان په سیاست کې اساسي بدلون راوړي.»

ده ونه ویل چې څه ډول بدلون به راشي خو یادونه یې وکړه چې د حکمتیار له راتګ سره مثبت تغییر راتلونکی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *