تر اوسه لا هم ډیري داسي سیمي لرو چې کتابتون نه لري لوستي ځوانان وګړي د کتاب له ستر نعمته محروم دي که نننۍ نړۍ پر مختګ کړی خو زموږ هیوادوال لا د ډبرو په زمانه کې ژوند کوي نه انټرنیټي وسایل لري او نه نور

داچې کتاب د انسان د ژوند لپاره د غذا په څیر اړین دی خو زموږ وګړي ترې محروم دي ځکه یې ژوند هم له ډيرو کړاوونو ډک دی کاشکي موږ هم د نوري پر مختللي نړۍ په څیر پر مختللی ژوند او پر مختللي وسایل لرلای له بده مرغه چې موږ د ژوند ابتدائي وسایل هم نه لرو روزګان یو د هغه ولایتونو څخه دی چې تر اوسه یې عامه کتابتون نه لرلو خو د قلم لار ټولني د مسئولینو له خوا هلته کتابتون جوړ سو دا د قلم لار ټولني له لوری اتم کتابتون دی چې جوړیږي نور کتابتونونه یې د هیواد په نورو ولایتونو کې جوړ کړي خو اتم یې د رزوګان په وروسته پاته او ناامنه ولایت کې جوړ کړ.

د لا نورو بریاوو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *