د ناټو دوې ورځنۍ غونډه، چې د سرطان پر ۱۸- ۱۹-مه د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړه شوې وه، د افغانستان په باب یې د ګټورتوب او ستاینې یوه کورنۍ، سیمه ییزه او نړیواله څپه را ولاړه کړه؛ د افغانستان ملي وحدت حکومت له خوا دا یوه ستره بریا وبلل شوه ځکه په دې ناسته کې له افغانستان سره دنړیوالې همکارۍ او مرستو ژمنې یو وار بیا تازه او له افغان امنیتي ځواکو سره تر ۲۰۲۰ کال پورې له کاله د ۵- میلیارډ ډالرو تعهد وشو.
کارپوهان دا د افغانستان د ملي وحدت حکومت د خارجي سیاست بریا بولي، ځکه ویې کړای شوای چې نړیوال ذهنیت ته یو مشخص لوری وټاکي؛ داسې چې د فساد پر ضد مبارزه به یقیني کوي او په دې برخه کې یې هلېځلې، تر دا وخته د دنیاوالو لپاره د منلو دي، ادارې اصلاحات به راولې او تر ټولو مهمه دا چې نړیواله ټولنه، په خاصه توګه د امریکا متحده آیالات، یې پر دې باوري کړل چې پاکستان یو ترهګر دولت دی او په دولتي کچه د افغانستان او نړۍ پر هدفونو سیستماتیک تروریستي ګوزارونه کوي؛ د دې خارجي سیاست د بریالیتوب یوه نښه دا ده چې پاکستان کرار- کرار د دنیا له خوا د انزوا خوا ته ټېل وهل کيږي.
دا هم یو واضح واقعیت دی چې په افغانستان کې تر ټولو زیاته بحراني نقطه د هلمند جغرافیه ده او طبعاً چې ډېر تمرکز باید پر همدغه ولایت وي؛ پر همدې اساس د هلمندوالي محترم حیات الله حیات ویلي چې د نړیوالو مرستو زیاته برخه به د دغه ولایت پر امنیتي و نورو پراختیایي برخو لګول کيږي.
په داسې حال کې چې دا ډول ناوړه خبرونه هم خپاره شوي چې نور په هلمند کې د یوه پر ځای درې فصله کوکنار کرل کيږي او دا نو هغه کرغېړنه پدیده ده چې هم یې په نړیواله کچه د دغه ولایت رنګ بد کړی او هم یې پراخو ناامنیو او بشري غمیزو ته زمینه برابره کړې ده ځکه دلته د نشه یې توکو یوه پېچلې وحشي مافیا حاکمه ده چې د دې سیمې د انسان لپاره یې دا ځمکه په سره ایشېدلې تبۍ بدله کړې ده خو نوي نړیوالې ژمنې او پر هلمند د افغان حکومت زیات تمرکز، زموږ خلکو ته دا امیدواري ور کوي چې له یوې خوا به د پاکستان په انزوا سره، له دغه جنجالي هیواده د نړیوالو ترهګرو د را بهېدو مخه ډب شي، له بلې خوا به افغان امنیتي ځواکونه د لا زیات نړیوال ملاتړ په نتیجه کې اوچت مورال واخلي او په پای کې به زموږ په جنګ- ځپلې منطقه کې د اقتصادي پروژو په تطبیق او اداري فساد په مخنیوي سره اقتصادي ودې ته لار خلاصه شي.
هلمند که د درو فصلو خاشخاشو کرلو ظرفیت لري نو مانا یې دا ده چې د هر ډول مشروع او ضروري زراعت لپاره هم مساعده خاوره ده او پر دې پراخه، هواره او حاصلخېزه خاوره باندې د هلمند سرشاره سندیزه حوزه هم لوی خدای لورولې ده، هاخوا په هلمند کې د نورو بېسارو کانې زېرمو پر سر هم ترهګر و قاچاقبر سره سر و ښکر دي؛ که دغه ټول فرصتونه و ظرفیتونه د یوې ملي ارادې په صورت کې په میکانیزه ډول مدیریت شي نو نن چې هلمندي انسان څومره خوار و نتلی دی، په هماغه کچه به سبا ته سرلوړې و هوسا وي؛ ان شاء الله
راځئ چې د داسې یوې ورځې لپاره، ټول د انساني ورورۍ او ملي یووالي لاسونه سره ور کړو.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۴ مه / پرلپسي ۸۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ سرطان /۲۳/ ۱۳۹۵