دې جنګ او دې وحشت ته څوک مقدس نوم ور کولای شي، څوک یې ضروري و د غیرت کار بللای شي او څوک ور ته خوشحالېدلای شي چې هلمندی انسان یې له خپل کور و اور څخه یا په مرګ یا هم په ژوند بېل کړی دی؟
په هلمند کې بیا د پردیو په ګټه او د وطن په حتمي زیان د جګړې د جهنمي لمبو نجس رقص شروع شوی دی؛ په نادعلي، خانشین، مارجه، سنګین او ډېرو نورو سیمو کې د ناولي جنګ د اور باران اوري، د اطرافو بېوزله هلمندوال مازې له خپلو کورو څخه خپل ژوندي سرونه راباسي او په نفسک وهلو سره پر لښګرګاه را مات دي؛ دوی چې خپل د پلار نیکه پر مېنه، پر خپل کور و نغري او خپله پوله و پټي چا پر آرام پرې نه ښوول او د جنګ د شیطان له وحشته در بدر شول نو په کوشني لښګرګاه ښار کې به د آرام یوه ګوله او یوه کوډله څنګه پېدا کړای شي؟
د هلمند د دوږخي ناآرامیو عوامل روښان او هر څوک په پوهیږي چې عمده یې:
د تاریاکو کار و بار، دلته د نړیوالي تاریاکې مافیا شتون، له ترهګر هیواد پاکستان سره اوږده او بې کنټړوله پوله، د ټولو نړیوالو تروریستانو شتون، ادارې فساد، قومي تربګنۍ، تنظیمي مردارۍ، د ځمکو غصب، چور-تالان، د حکومت او مخالفانو خودغرضۍ، ځانغوښتنې، شخصي ګټې، وطندوښمنۍ او د ځینو مدني و سیاسي فعالانو تر منځ جاهلانه و احمقانه بېلتونپالنې دي.
موږ یو وار بیا پر ټول هلمندي ولس، خاصتاً ځوان شعوري نسل ږغ کوو؛ هغوی چې ټول عمر یې په چټلو معاملو، پردیو ته په خدمتو، د خپلو ولسو په سر و بر وهلو، غلا، غصب، قتل و قتال، وطن پلورنه او ځان پړسونه تېر شوی، له هغو خو هیڅ ګیله ځکه نشته چې هغوی تر دې زیات په څه نه پوهیږي، نه یې زده دي او نه به تر دې وروسته سالم انسانان ځنې جوړ شي، فساد و عناد، رشوت و وحشت او ځانپالنه و بل ځپنه اوس د دوی په خوی و بوی بدله شوې ده؛ له دې دودېزو، جاهلو، بېسوادو او ولس دوښمنه مشرانو څخه نور لاس پرېوله په کار دي؛ دوی چې تر څو ژوندي وي نو د ولس ژوند ته به مرګونی ګواښ وي؛ هغه ځوان مدني، فرهنګي، سیاسي، په نوی سواد سمبال او شعوري نسل، چې لا یې هم د مردارو معاملو، وطن دوښمنۍ او پردیپالني چم نه دی زده، باید سره راټول، یو لاس او همږغی شي؛ په زړو- ورستو قومي تمایلاتو و تعصباتو وشرمیږي، د نوې زمانې د نوو درسو و ضرورتو پر اساس، په هلمند کې یوه نوې متفقه مدني- انساني زمینه رامنځته کړي او موږ په دې باور یو چې هلمند فوق العاده زبردست ځوان ظرفیت لري؛ یوازې او یوازې یې تر منځ یوه د همږغۍ مخلصانه و صادقانه چیغه په کار ده.
که موږ هم د خپلو یو شمېر بې رحمو، داړه مارو، قاچاقبرو او تاریاکي مشرانو غوندې د قومي تربګنیو او تنظیمي چټلیو لار په خوله ور کړو نو نتیجه به هغه وي لکه نن چې یې ټول هلمند، ټول افغانستان او ټوله دنیا له غمه ډګه ننداره کوي.
دا باید سره زده کړو او هیڅکله یې هېر نه کړو چې:
که زموږ د بې اتفاقیو، حماقتو، جهالتو او سرزوریو په پایله کې د ناآرام هلمند د مردارترین جنګ لمبې نورې هم بلاخیزه شوې نو هلته به د دې جګړې د جهنم له سزا څخه نه غلجي روغ ځان وباسي نه دراني؛ نه بارکزی نه الکوزی؛ نه پوپلزی نه ساکزی؛ نه الیزی نه بل زی؛ نه هوتک نه کاکړ او نه جایی نه هم ناقل؛ ټول به د دې لویې فاحعې د بلا په خوله کې سره تاو راتاو شو او د نېستی نس ته به ارتاو شو.
نور نو زموږ و ستاسو خوښه چې یو کیږو که ورکيږو؟
د عکس کاپي: د سردار محمد سروري له فيسبوک پاڼي
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۷ مه / پرلپسي ۸۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۱۳/ ۱۳۹۵