د هلمند لسګونه اوسیدونکو او په ملي شورا کې ددې ولایت استازو د ولسمشر حامد کرزي له هغه حکم څخه هر کلی وکړ چې دې ولایت ته یې د ناومیش په نوم نوې ولسوالۍ منظوره کړې ده.
د هلمند د ولایتي شورا پخواني غړي قربان علي ارزګاني وویل چې ناومیش ولسوالۍ ۳۶ زره شااوخوا نفوس لري او پخوا د بغران ولسوالۍ یوه برخه وه.
د هلمند اوسیدونکي وایي، که څه هم دا ولسوالۍ تراوسه عملآ نه ده افتتاح شوې، خو حکومت یې باید د اداري واحدونو جوړیدو ته کار وکړي.
هلمند دیارلس رسمي ولسوالۍ لري چې له دې سره یې د ولسوالیو شمیر څورلسو ته ورسیده .