له تېرو درو میاشتو راهیسي په هلمند مرکز لښکرګاه کې لیکوال، مدنې فعالان او ځوانان خپل ژوندي ستایې، هغوی په ځانګړو مراسمو کې هغه کسان ستایې چې په یوه یا څو برخو کې ځلېدلی وي. تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د هلمند یو فعال ځوان، د هارون پوپل شرکت او د میوند اتلانو قوټبال لوبډلې رئیس محمد هاورن پوپل د شاندارو مراسمو په ترڅ کې وستایل شو.
ښاغلی پوپل له تېرو نهو کلونو په هلمند، کندهار، کابل او دوبۍ کې سوداګریزې چارې پر مخ وړي، د خپلو سوداګریزو چارو ترڅنګ له مدنې فعالیتونو، ادب، فرهنګ او بیارغونې سره ځانګړې دلچسپي لري. هغه په لسګونو کتابونه په خپل مالي لګښت چاپ کړي چې د بیلګې په توګه یې د (زوی د مینې په پار) او (سیاست پوهنه) اثار یادولای شو.
پوپل د میوند اتلانو د فوټبال لوبډلې رئیس هم دی، چې پرې هره میاشت لوی لګښتونه کوي. پوپل په هلمند کې د ښوونیزو مرکزونو او تعلیمي پروګرامونو په برخه کې هم د پام وړ لګښتونه کړي او په دې برخه کې یې هڅې د ستایلو دي.
تېره ورځ د هلمند د مدنې فعالانو او ځوانانو له لورې ښاغلي پوپل ته د هغه د ښو خدمتونو له کبله ستاینلیک هم ورکړل شو، هغه غونډي ته د خبرو پر مهال له هلمندي ولس سره ژمنه وکړه چې تر خپله وسه به ورته په ادبي، فرهنګي، مدنې او نورو برخو کې خدت کوي. د یادولو ده چې دې ستاینغونډې ته په سلګونو ځوانان، لیکوال، ولسي وګړي او دولتي چارواکي راغلي وو.