د بدلون اوونیزې لیډنګ ستوری:
له افغانستانه د نړیوالې ټولنې په وتو سره زموږ د هیواد په سراسر جغرافیه کې د جنګونو او بحرانونو نه مهارېدونکې څپې را پورته شوې چې نن یې ټول افغان ولس سرسامه کړی دی.
د جنګ نتېجه هیڅکله ودانې و ښېرازې نه وه، نه ده او نه به وي؛ جنګ یوازې بهرنیو لوبغاړو ته یو ښه چانس دی چې د خپلو اهدافو د ګټلو لپاره یې د دوام هڅه کوي مګر افغانانو ته ثابته شوې ده چې د دوی په هیواد کې روانې څلوېښت کلنې جګړې دوی ته له تباهۍ، خوارۍ او بې عزتۍ پرته بل څه نه دي ډالۍ کړي.
همدا چې د میزان پر شپږمه کندوز ولایت سقوط وکړ نو و مو لیدل چې چا ګټه او چا تاوان وکړ؟
ګټه خو امریکا وکړه چې په سیمه کې یې د خپلو
اوږد مهالو اهدافو لپاره د خپل پوځي ماموریت د دوام بهانه تر لاسه کړه.
ګټه خو پاکستان وکړه چې په افغانستان کې د بهرنۍ نړۍ د پوځي شتون پر ضد زموږ د یو شمېر احساساتي خلکو له احساساتو او عقایدو څخه سوء استفاده وکړي او د جنګ د دوام لپاره یې ټرینینګ او پاڅونو ته زور ور کړي او لکه د تل په څېر د افغانستان په تباهیو کې د خپلو ودانیو خوبونو و ویني.
ګټه خو د افغانستان جنګسالارانو، غلو، غاصبانو او مفسدینو وکړه چې یو وار بیا یې له بحرانه په استفاده سره د زور او ټوپک لاره ونیوله او یو وار بیا یې د ولس له محرومیت او مظلومیت څخه د ځانو د پړسولو مانورې وکړې.
مګر د تاوان خاورې خو ټولې د بېچاره ولس په خوله و سترګو کې توی شوې چې د کورنۍ خواږه غړي یې د ابد لپاره و بایلل، لوږې او تندې نور هم و ځپل، له خپل کور او اوره فرار شول، په خپل کور کې بې کوره شول، پت و عزت ته یې ګواښونه متوجه شول او د یوې ورکې راتلونکې پر خوا سرګردان وکوچېدل.
په هلمند کې هم خلک د کندوز په سرنوشت د اخته کېدو بېرې پر سر اخیستي دي، د لښکرګا د سقوط بلا هرې خوا ته کرږې وهي، تر نادعلي او باباجي پورې د جنګ لمبې را رسېدلې دي.
د هر هلمندي او هر افغان لپاره اوس دا هیڅ مهمه نه ده چې د جنګ کوم اړخ پر حق او کوم ناحق دی؟ خو دا ورته ډېر ارزښت لري چې جنګ دي نه وي، هر څوک چې د جنګ ډول وهي هغه خپل لېونی دښمن ګڼي ځکه نور نو بې دلیله هر چا ته څرګنده ده چې هر جنګ، د هر چا له خوا جنګ او په هر نوم جنګ مخامخ جنایت دی او نتېجه یې د افغانستان او افغان انسان سرګردانې او د پردیو لپاره تیاره مېله ده.
نور هر هلمندی او د افغانستان په هر کونج کې هر افغان د هر چا له خوا پر جنګ د نفرت ناړي توکي؛ جنګ ته (نه) وایي او هر څوک چې د جګړې اور ته په هر نوم لمن وهي هغه خپل لېونی دښمن ګڼي.
هلمندیان ټول په یوه سلا د سولې په سیده او سپین صف کې سره ولاړ دي، سوله د خپل عزت یوازنی ضامن بولي او هر څوک چې یې سوله له منځه وړي نو هغه خپل له منځه وړونکی بولي.