نن جمعه:مبارکه د(۱۳۹۶) کال د تلي مياشتي ۲۱ نېټه په هلمند ادبي بهير کي اونيزه ادبي غونډه ترسره سوه ، چي په یاده غونډه کي ګڼ شمېر شاعرانو اولیکوالانو ګډون کړی وو.

د دغه ادبي بانډار اجندا په دريو برخو وينا، نثر او نظم وېشل سوې وه.

دهلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي مېلمنو او ګډونوالوته ښه راغلاست ووايه  او دغونډي پرانيستونکې وينا ګډونوالوته واورول.

ورپسې د غونډي په نثري برخه کي ادبي ټوټې، مقالې او لنډي کیسې د ليکوالانو له خوا ولوستل سوې د غونډي وروستۍ برخه چي مشاعرې ته ځانګړې سوې وه، شاعرانو خپل شعرونه چي زياته برخه يې دسولي او ورورولۍ په اړه  ترتيب سوي وه، د غونډي پر ګډونوالو ولورول او د برخه والو لخوا د يوځل بيا په ږغونو او د لاسونو په پړکا بدرګه سوه.

د نننۍ مشاعرې د شعرونو څخه د ځوان شاعر، صديق الله (منصور) لاندي شعر ولولئ.

«بی صبره زره بهر له خپل سینی کړمه که څنگه؟

چی نه اوړي له تاسترگی ړندې کړمه که څنگه؟

په سخته ورځ دی پرېـښودم تنها ته راڅـه ولاړې

نو اوس دي پرمخ بندی دروازې کړمه که څنگه؟

په ښار کي دژونــدو مي لټولې، خوتــــه نــه وې

پوښــتنه دی شــروع دهدیـــرې کړمه که څنگه؟

زماژبه یوه ده مــــگــرخلــگ ســوه دوه مـــخي     چی زه مي هم خپل ژبي ورته دوې کړمه که څنگه؟

د یوکلي دلپــــاره  دوه اودرې ملــــکان جوړسوه

منصوره چی چوکۍ یی هم دوې، درې، کړمه که څنگه؟»

‏دهلمندادبي‬ بهیر رسنيزه څانګه.‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *