دتېرو غونډو په دوام، نن د(۱۳۹۶) کال د تلي مياشتي ۲۸ نېټه په هلمند ادبي بهير کي اونيزه ادبي غونډه ترسره سوه، چي پکي د مرکزلښکرګاه او ولسوالیو په لسګونو شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی وو.
غونډي ور، د قاري محمد ولي، (شکیب) لخوا د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پرانیستل سوه.
دهلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي مېلمنو او ګډونوالوته تر ښه راغلاست ترڅنګ، په ټولنه کي دمشرانو د عزت او درناوي په اړه لنډي څرګندوني وکړې.
ورپسې د نثرلړۍ پيل سوه، چي د لیکوالانو لخوا ترتیب سوي لنډي کیسې، نثري او ادبي ټوټې ولوستل سوې.
په نننۍ ادبي غونډه کي، د ځوان لیکوال او شاعر، میرولي (راحل) نثري ټوټه د درنو، لوستونکو سره شریکوو.
«سترګي مي ترې قرباني کړې د سترګو منځ مي وشنه، له تور خال نه مي شاوخوا ټول سپين رنګ ليري کړ.
او تور رنګ مي ترې راجلا په يوه وړوکي پوښ کي مي کښېښوده، پر دې سربيره مي سره رنګ ته اړتيا پيداسوه .
سمدستي مي له ډيري ميني او احساس نه خيال ته راغله، چي د ځيګر وينه ورکړم، د خوشحالۍ موسکا مي خوره کړه ځيګر مي ورو په يو تېره خنجر سره وواهه او يو وړوکی زخم مي پرې جوړ کړ.
وينه ترې راوبهېده په دې پوه نه سوم چي له ځيګره مي وينه څنګه روانه سوه خو دا چي د یوه احساس له مخي مي بهېولې وه نو د شديد درد تاثېر يې ډېر نه کاوه، وينه مي په ورغوي کي کښېښوده.
باغ ته ننوتلم په باغ کي يخي هوا خپله مستي کوله د باغ د ونو زرغونو پاڼو سندري ويلې، مرغانو شور ماشور جوړ کړی وو او پخپله سندريزه نړۍ کي غرق تللي وه.
فضا ډېره ښکلي وه څو شېبې مي داسي احساس وکړ لکه جنت ته چي تللی يم، څو قدمه مخکي ولاړم د يوې وني څو پاڼي مي رابيلي کړې او د يوې چيني يخو اوبو ته تر يوې يخي زرغونې وني لاندي کښېناستم.
پاڼي مي وغوړولي، له پوښ نه مي تور رنګ راويسته په ورغوي کي مي د سره رنګ سره ګډ کړ، جېب ته مي لاس کړ د طاوس بڼکه مي لاسته راغله راومي ایسته او د وني څو پاڼي مي يوځای کړې او پرې ومي ليکل.
(ژوندی دي وي افغانستان»
د غونډي وروستۍ برخه چي نظمونواوغزلونو، ته ځانګړې سوې وه، شاعرانو خپل شعرونه چي زياته برخه يې دسولي او ورورولۍ په اړه ترتيب سوي وه، د غونډي پر ګډونوالو ولورول او د برخه والو لخوا په ښه ولولو او د لاسونو په پړکا بدرګه سوه.
دهلمندادبي بهیر رسنيزه څانګه.